سیاست

پرویز مشرف؛ پاکستانی دیکتاتور له مرګ سره لاس و ګرېوان دی

که ضیاالحق د (جهاد افغانستان، دفاع پاکستان) لوبه پیل کړه او نواز شریف خپله لویه کارنامه د افغان پوځ تس نس کول وګڼل، یا بینظیر بوټو د طالبانو ډله جوړه او ظاهراً د تحریک طالبان پاکستان په لاس ووژل شوه، نو پرویز مشرف هغه څوک و، چې د طالب واکمنۍ له سقوط وروسته یې افغانستان بیا د تودې جګړې میدان کړ. دا پخوانی پوځي دیکتاتور اوس له پاکستانه جلا وطن او د ځنکدن شېبې هم … نور ولولئ
سپورټ

له بشپړ غړیتوب وروسته د ژر لوبو ګټلو ریکارډونه

افغانستان د کرکټ نړیوالې د بشپړ غړېتوب لرونکې لوبډلې په توګه دوهمه لوبډله شوه، چې ډېر ژر لوبه ګټي. په ۲۰۱۷ م کال کې افغان لوبډلې بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ او په ۲۰۱۹ م کال کې یې لوبه وګټله. افغان لوبډله د دوه لسیزو لوبډلو ده او دې لوبډلې د پرمختګ وعده عملي کړې. ریکارډونه په دې برخه کې لومړی ریکارډ د اسټرالیا دی، دې لوبډلې په ۱۸۷۷ م کال کې د بشپړ غړیتوب … نور ولولئ
افغانستان

د پروین درانۍ او پولیسو جنجال؛ هغه که منتقدین یې ملامت دي؟

په ولسي جرګه کې د کوچیانو حوزې یوه استازې پروین درانۍ له پرون راهیسې د تودو بحثونو؛ په خاص ډول د ټولنیزو رسنیو له سرټکو څخه ده. په زرګونه مشهورو او عامو خلکو د هغې هغه عکسونه خپاره کړي او غندلي، چې د یوه پولیس سرتېري د توهینولو په حال کې یې ښيي. اصله کیسه څه ده؟ د پروین درانۍ موټر د کابل په عامې روغتیا څلورلاري ( اوسني احمد شاه مسعود څلورلاري) کې د … نور ولولئ
افغانستان

کورنیو چارو وزارت: پروین درانۍ څارنوالي ته معرفي کوو

د کورنیو چارو وزرات مني، چې په ولسي جرګه کې د کوچیانو استازې پروین درانۍ د کابل ښار د عامې روغتیا څلور لارې کې د چیک پواینټ یو ساتونکی ډبولی او سپک کړی دی. د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي: “امنیتي ځواکونو د ولس او ټولنې د خوندیتوب لپاره د کابل په لسمه حوزه (چهاراهي مسعود) کې د تالاشۍ لپاره ولاړ ول، او موټر يې تالاشي کول. په دې … نور ولولئ
سینما او موسیقي

عامر خان د هالیووډ په یوه ریمیک فلم کې کار کوي

د هندي سینما تکړه او تجربه کار فلم ستوری عامر خان د هالیوډ یا انګلیش سینما په یوه ریمیک فلم کې کار کوي. د رپوټونو له مخې عامر خان به د بالیوډ سینما په هغه یوه فلم کې کار وکړي چې د هالیوډ د فلم ریمیک دی. ریمیک فلم هغه فلم ته ویل کیږي چې یو ځل وړاندې جوړ شوی وي، خو د یو څه زیاتونو سره یا په یوه تغیر سره بیا له سره … نور ولولئ
سینما او موسیقي

کرینه کپور د لومړي ځل لپاره عرفان سره په یوه فلم کې کار کوي

د هندي سینما د ځانګړي سبک څښتن اداکار عرفان خان د دغې سینما د ښکلې اداکارې کرینه کپور سره په یوه فلم کې راښکاره کیږي. د اردو نیوز خبرې ویپاڼې د خبر له مخې دوی دواړه به ډېر په یوه فلم سره جوړه راښکاره شي. د بالیوډ دغه مشهور اداکار عرفان خان لا ډېر وخت نه کیږي چې له وژونکي سرطان ناروغۍ بېرته راګرځېدلی. درې ورځې وړاندې د نوموړي تصویرونه په هوائي میدان کې لیدل … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان په يو بل نړيوال ريکارډ کې خپل نوم ثبت کړ

ليکنه: مدثر دعوت که څه هم راشدخان تيرکال د افغانستان په لومړنۍ ټيسټ لوبه کي د ۲ لوبغاړو په سوځولو سره د هندوستان توپوهونکو ته ۱۵۴ منډي ورکړلې خو د افغانستان د ټیسټ د تاريخ په دويمه لوبه کي يې د ايرلينډ په وړاندي په ۳۴ اوورونو کي د ۸۲ منډو په ورکولو سره په يوه پاړۍ کي ۵ لوبغاړي وسوځوله. دوه کلونه وړاندي د مارچ په ۱۷مه نيټه راشد وکولای سول چي په يو … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان سوپر لیګ کرکټ پای ته ورسیدل

د پاکستان سوپرلیګ څلورم پړاؤ سیالۍ د کويټې ګلیډي ایټرز په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د دغه لیګ وروستۍ لوبه د پیښور زلمیانو او کویټې لوبډلې تر منځ تر سره شوه چې د کويټې لوبډلې له یو طرفه لوبې وروسته وکولی شول مقابله لوبډله ښه په اسانۍ له ماتې سره مخ کړي. په دغه سیالۍ پچه د کویټې لوبډلې لوبډلمشر سرفراز وګټله او پيښور لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. خو د پېښور زلمو … نور ولولئ
سیاست

کانګرس: څوکیدار (مودي) پخپله "غل" دی

د هندوستان لومړي وزیر پرون د خپل نوم سره د “څوکیدار” کلیمه هم ورزیاته کړه او د ټویټر اکونټ يې “څوکیدار نریندرا مودي” کړ. شیبه وروسته د هندوستان د بي جي پي ډلې مشر هم خپل نوم بدل کړ او “څوکیدار امیت شاه” يې وليکه. په کم وخت کې د بي جي پې ګڼو مشرانو، ایالاتي وزیرانو، او د مودي ملاتړو د خپل نوم سره د “څوکیدار” کلیمه وراضافه کړه. دا د ښاغلي مودي او … نور ولولئ
رسنۍ

اسراییلي سیاستوال: ایران مې هسې موبایل هیک کړی، کوم سیکس فلم مې پکې نه و

د اسراییلو مشهور سیاستوال بني ګنټس، چې په راتلونکو پارلماني ټانو کې د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو مخکښ سیال دی، ایران یې ګرځنده موبایل هیک کړی. د استخباراتو خبرداری د اسراییلو دولت دا خبر د تېرې پنجشنبې ورځې په ماښام اعلان کړ. د ګنټس اړوند ګوند هم په هماغه ورځ تایید کړه، چې ایران د دغه سیاستوال ګرځنده ټلیفون هیک کړی دی. یاد شوي ګوند دا هم ویلي، چې وار د مخه د اسراییلو داخلي … نور ولولئ