بریا او پرمختګ

له خفګانه د ځان ژغورنې لپاره ګټوره لیکنه

ليکه: محمد ياسين اديــــــــــــب خفګان هغه اور ته ورته دی، چې لرګي سوځوي او هغه تېزاب دی چې زړه شړوي او له منځه يې وړي. يو زوړ روايت دی چې وايي غم انسان اوبه کوي. هېڅ انسان نه شته چې له دې ويروس نه په امان وي هر انسان چې د ژوند خوند څکي نو د خفګان تريخ خوند يې تل په خوله کې وي. انسانان تل په دې مرض اخته دي ځينې په ماضي … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د سامسونګ نوي ځیرک ساعتونه

سامسونګ شرکت د ځینو ځانګړو مراسمو په ترڅ کې، د ۲۰۱۹ ز کال نوی تولید، چې ځیرک ګلکسي اکټیو ساعتونه او د روغتیا معلومولو لاس بندونه دي، معرفي کړل. دغه مراسم په اصل کې د ګلکسي لس موبایلونو د معرفي لپاره ځانګړي شوي وو، چې ترڅنګ یې خپل دغه نوي تولیدات، چې کېدای شي سږ کال ډېر زیات پېرودونکي ولري، هم خپلو مینوالو ته وړاندې کړل. ګلکسي اکټیو ځیرک ساعتونه چې ډېر چټک او په … نور ولولئ
سینما او موسیقي

شبنم ثریا؛ هغه تاجیکستانۍ هنرمنده چې ګڼ افغان مینه وال هم لري

لیکنه: صادق طارق شبنم ثریا د تاجیکستان یوه له ډېرو مشهورو ښځینه سندرغاړو ده، چې په ټوله نړۍ او خاصتاً افغانستان کې خورا ډېر مینه وال لري. دلته به د دغې مشهورې هنرمندې له ژوند او هنره خبر شئ. زوکړه او کورنی ماحول شبنم ثریا د ۱۹۸۱ زیږدیز کال د اکتوبر په ۳۱ مه د تاجیکستان په پلازمېنه دوشنبه ښار کې زیږیدلې ده. هغه د یوې بشپړې هنرمندې کورنۍ غړې ده؛ مور یې ثریا قاسمي … نور ولولئ
سیاست

هند نه د ځان ژغورنې پلمه؛ پاکستان په اسراییلوځان ساتي

له اسراییلو سره د پاکستاني حکومت د پټو او حتا استخباراتي اړیکو ډېرې ادعاوې شوې وې، خو اوس دا خبره مخ په رسمي کیدو ده. د پاکستان پخواني ولسمشر او پوځي دیکتاتور جنرال پروېز مشرف دا ځل په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې پاکستان د هند پر وړاندې د بریالیتوب لپاره باید اسراییل په رسمیت وپېژني. د اړیکو اسلامي توجیه دغه پخوانی پوځي دیکتاتور، چې د پاکستان د نورو ګڼو سیاستوالو په شان تل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د خپلو کارمندانو لپاره بیلګه اوسیدل

ژباړه: عطا محمد میاخېل د مدیر یوه له مهمو دندو څخه، د کارمندانو لپاره بېلګه اوسېدل دي، دا کار له هغوی سره مرسته کوي، ترڅو ځانونه د هغه فرد په څېر کړي، کوم چې دوی ستایي او هڅوي یې. له بېلګه اوسېدو سره لارښونه، د مدیریت او رهبرۍ یوه له پرېکنده اړتیاوو څخه ګڼل کېږي، د کارمند شخصیت او کړنې هېڅکله نه شي کولای، چې د مدیر له چلندونو او معیارونو څخه ښه او غوره … نور ولولئ
سپورټ

له ایرلینډ سره ۲۰ اوریز سیریز او په کې د نبي، راشد او ځاځي کارنامې

دوه افغان کرکټ ستورو راشدخان ارمان او محمدنبي عیسی خېل په دریمه شل اوریزه لوبه کې ایرلېنډ وایټ واش کړ او د بریا په ارمان یې کړ. دا چې دې لوبلړۍ کې هر لوبغاړي خپله برخه وکړه او د افغانستان لپاره یې له افتخاره ډکه لوبه وکړه؛ خو ډېر بارز رول پکې د درې لوبغاړو و؛ دې دریو کې دوه مخکینې، یو بیا نوی ځوان او لوبډلې ته نوی راغلی لوبغاړی دی. لومړی محمدنبي عېسی … نور ولولئ
سپورټ

ولس جذباتي دی که يې د احساساتو قدر نه کيږي؟

ليکنه: مدثر دعوت کرکيټ د نوښتونو، عجايبو او په هر توپ بدليدونکې لوبه ده. په یوه لوبه کي لوبډله د ۱۳۳ منډو هدف ته په خورا سختۍ ورسيدل او ويره دا وه چي هسي نه په خپل کورني لوبغالي کې وبايلو، خو بله لوبه بيا د ريکارډونو سره مله وه او تر ۲۷۹ منډو پوري يې هدف رسوي. په يوه ورځ کي موږ تر ماښامه د اصغر افغان توهين وکړ،ناکامه لوبډلمشر مو ياد کړ، په … نور ولولئ
سینما او موسیقي

ټوټال دهمال وايي؛ نه غواړي ددوی د فلم له امله د پاکستان خلک خوشحاله شي

د هندي سینما د مشهور خندونکي فلم دهمال د دوېمې برخې (ټوټال دهمال) فلم لارښود اندرا کمار وایي نه غواړي چې د پاکستانیانو په خوله د ده له امله خندا راشي، نو ځکه د پاکستان سینماګانو کې خپل فلم ننداره ایښودلو سره موافق نه دی. په هندي کشمیر کې د پلوامه تر برید وروسته د هندوستان د هرې برخې وګړو د پاکستان پر وړاندې د خپل نفرت اظهار کړی چې دا ځل رسنیو د ټوټال … نور ولولئ
خواړه

د زده کوونکو لپاره د سهارنۍ اهمیت

د زده کړو پر مهال تغذیه له دوو اړخونو ډېره مهمه ده، لومړی دا چې په ځوانۍ او یا نوې ځوانۍ کې د انسان بدن ورځ تر بلې وده کوي او د سالمې ودې لپاره انرژۍ ته اړتیا لري او دویم دا چې درس ویل خپله ځانګړې انرژي غواړي چې باید پوره پاملرنه ورته وشي. په دې مرحله کې نه یوازې دا چې د ماشوم یا نوي ځوان بدني وده مهمه ده، بلکې دوی باید … نور ولولئ
رسنۍ

سنیل ګروور به بیا د کپل په خپرونه کې راښکاره شي

د یوې اوږدې مودې خفګان وروسته به یو ځل بیا د هندي سینما تکړه ممثیل او مزاحیه خپرونکې چلونکي کپل شرما په خپرونه کې د نوموړي پخوانی همکار سنیل ګروور راښکاره شي. ایکسپریس نیوز د هندي رسنیو له راپورونو لیکلي؛ داسې معلومیږي چې د کپل شرما او سنیل ګروور تر منځ جنجال او خفګان ختم شوی. د هندوستان په شمول د نړۍ په زیاتو هېوادونو کې د خندونکي ټلویزیونې خپرونې (دې کپل شرما شو) کې … نور ولولئ