سیاست

تشناب یې د سرو زرو دی؛ د پوتین له حیرانونکې الوتکې سره اشنا شئ

د روسیې ځواکمن ولسمشر ولادیمیر پوتین نه یوازې د خپل هېواد؛ بلکې په نړیواله کچه له مطرح ترینه او د بحث وړ سیاستوالو څخه دی. په لومړي ځل یو غیره سړی توانیدلی، چې د هغه له شخصي الوتکې لیدنه وکړي او جزیات یې رسنیو ته ووایي. په دې مطلب کې به د پوتین د الوتکې په اړه د هماغه کس په حواله رسنیز شوي جالب معلومات درسره شریک شي: د الوتکې نندارچي څوک دی؟ د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له ډېرو بوختياؤ سره سره خپل ذهن څنګه دمه کړو؟

ژباړه: عمران لمر آيا کولای شئ چې په يوه بوخته ورځ کې ډول ډول دندو او مسؤليتونو ته له دا ډول چوپ او آرام ذهن سره ورسېږئ؟ مغزپوهنه او روان پوهنه په دې باور ده چې د نوښتګر او ښه ذهن درلودلو لپاره بايد هره شېبه اعصابو ته دمه ورکړو او په حقيقت کې همدا چوپ او آرام ذهن دی چې د ښو نظريو د توليد لپاره تاسې ته وړتيا درکولی شي. په دې ليکنه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د بدن د بد بوی ختمول

ژباړه: مریم محمدي د بدن بد بوی لکه د خولې بد بوی په څیر نورو خلکو ته مزاحمت کوي. سره له دې چې اوس د انسان د بدن بدبوی د مخنیوي لپاره هر ډول سپرۍ او عطرونه جوړ شوي، خو لا هم د ډېرو خلکو له وجود نه بدبوی ځي. د مخنیوي لپاره یې دا کارونه هم کولی شئ: وزن ته مو پام وکړئ د څیړونو له مخې د بدن د بدبويي یو لامل ډیر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

درسره مينه لرم؛ خوشحالي جوړوونکی عبارت

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس د ( درسره مينه لرم ) عبارت اورېدل د انسانانو د بېلابېلو کټګوريو لپاره توپير لري. د يو نارینه لپاره… يو نارینه ته د ( درسره مينه لرم ) عبارت ويل، هغه د ژوندانه د ستونزو پر وړاندې زره پوشه کوي، غښتلی کوي يې او هغه د دې عبارت په اورېدو سره په خپل ځان وياړي او په خپله ارزښتمندۍ خوشحاله کېږي. د يوې ښځېنه لپاره… ښځو ته د … نور ولولئ
سپورټ

د نړۍ په کچه مالداره کرکټ بورډونه

هندوستان د هندوستان د کرکټ د کنټرول اداره یا د هندوستان کرکټ بورډ په نړۍ کې تر ټولو بډایه یا مالداره کرکټ بورډ دی؟ دا بورډ په ۱۹۲۸ م کال کې تاسیس شوی دی، مرکزي دفتر د هندوستان په ممبيي کې دی (سی کی کانا) یې اوسنی مشر دی. کله چې هندوستان په ۱۹۸۳ م کال کې د لومړي ځل لپاره نړیوال پنځوس اوریز جام وګاټه؛ نو کرکټ په هندوستان کې د پرمختګ پر لور … نور ولولئ
سپورټ

په نړیوال جام کې راشدخان د ملا تیر وبلل شو

د سپورټس کیډا په نامه یوې ورزشي وېب پاڼې لیکلي دي، چې په راروان نړیوال جام کې د هرې لوبډلې لپاره یو کلیدي لوبغاړی شته، چې د خپلې لوبډلې لپاره به خورا اغېزمنه لوبه کوي. دې وېب پاڼې په نړیوال جام کې له لس لوبډلو څخه یو، یو لوبغاړی په نښه کړی دی چې په نړیوال جام کې به پرې خپلې لوبډلې راټولې وي او تکیه به پرې کوي. په دې لس لوبغاړو کې له … نور ولولئ
سپورټ

د افریقا پر وړاندې د پاکستان ماتې دوام لري

 په جنوبي افریقا کې د کوربه او میلمه پاکستانۍ کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د درې ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ هم د جنوبي افریقا په بریا سره پیل شوه.  د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۳ ټیسټ او ۵ پنځوس اوریزه لوبو د ترسره کیدو وروسته درې ۲۰ اوریزه سیالیو لړۍ هم پرون ماښام پیل شوه، چې پکې افریقايي لوبډلې په ۲۰ اوریزه کرکټ سیالیو کې د پاکستان د څه باندې تیرو دوه کلونو راهیسې … نور ولولئ
خواړه

په ژمي کې دغو ویټامینونو ته بدن اړتیا لرئ

ژباړه: مریم محمدي په ژمي کې د ډیری ناروغیو علتونه په بدن کې د ویټاممینونو د کمښت له امله انسان ته پیدا کېږي، چې تاسو کولای شي د خوړو په مرسته هغه ویټامینونه ترلاسه کړئ، کوم چې بدن ورته اړتیا لري. ويټامين بي (Vitamin B) ویتامین B ۱۲ په ژمي کې د ورځو د لنډوالي له امله کوم خپګان چې انسان ته پیدا کیږي د هغه مخنیوی کوي. دغه راز ويټامين B د بدن رگونه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ماشومانو ژوند بدلون ورکوونکي کارونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل د ماشومانو ژوند، د والدینو د ژوند تر ټولو مهمه برخه ده، هغه والدین، چې په خپله د ښو رازونو په زده کړې سره او یا احتمالاً په خپلو بدو تګلارو سره، د خپلو ماشومانو ژوند او راتلونکې جوړوي، نو باید په دې اړه په ډېر څه باندې پوه شئ. په دې پرمختللې نړۍ کې، والدین د تېر په پرتله، ډېرې زیاتې بوختیاوې لري، مالي ستونزې، د کار سختۍ، درانه مسؤلیتونه … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله د پاکستان په شمول څو پياوړو لوبډلو سره تمریناتي سیالۍ کوي

د کرکټ نړیوالې شورا له نړیوال جام څخه وړاندې د تمریناتي لوبو لپاره مهالوېش وړاندې کړی دی، چې افغان لوبډله به له پاکستانۍ لوبډلې سره یوه تمریناتي لوبه وکړي. دا تمریناتي لوبې د کرکټ نړیوالې شورا له خوا په رسمي ډول پېلېږي، چې لس لوبډلې پکې د یو بل پر وړاندې لوبې کوي، نوموړې تمریناتي لوبې د می په ۲۴ مه نېټه پېلېږي. د وارم اپ یا تمریناتي لوبو پیل افغانستان او پاکستان کوي، په … نور ولولئ