سپورټ

BPL: کمیلا لوبډله د تمیم اقبال د چټکې سلیزې په برکت اتله شوه

د (BPL) سیالۍ د کمیلا ویکټورینز په اتلولۍ پای ته ورسیدې !   د بنګله دیش د کورني کرکټ غوره لیګ ۲۰ اوریزه سوداګریزې سیالۍ د کمیلا ویکټورینز لوبډلې په دویم ځل اتلولۍ سره پای ته ورسیدې.   د (BPL) په نوم د کرکټ ۲۰ اوریزه سیالۍ د ۷ لوبډلو په ګډون د تیرې جنورۍ میاشتې په ۵ مه نېټه بنګله دیش کې پیل شوې وې، چې پای لوبې ته یې ډهاکه ډینمامیټس او کمیلا ویکټورینز لوبډلې بریالۍ شوې. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له عاشقانه اړیکو وېره؛ د وېرې دلایل او حل لارې دا دي

ژباړه:صادق طارق عاشقانه یا د مینې اړیکې داسې نه دي، چې محدودو خلکو ته وي او د نورو به هیڅ نصیب پکې نه وي. البته په عامه اصطلاح بدبخته خلک به هم وي، چې د دې اړیکو نصیب نه لري. خو په ټوله کې هر څوک د مینې زړه نه لري، یانې وېریږي چې دا اړیکه یې په کومه بلا وانه ړوي. په دې مطلب کې به هغه دلایل بحث کړو، چې په عام ډول … نور ولولئ
ادبیات

پښتو لنډۍ؛ جنګ او سوله

د تواب غورځنګ لیکنه لنډۍ د نړیوال فولکلوريک شعر هغه شهکارترینه برخه او یوازې پښتو ژبې پورې محدود هغه ژانر دی، چې د چست وزن، جالب جوړښت او د موضوعاتو د تنوع له پلوه سیال نه لري. په پښتو لیکنیو او شفاهي ادبیاتو کې یوازې د لنډۍ او د خوشال بابا د شاعرۍ هنري مقناطیسیت دی، چې ځینې ختيځ پیژندونکي یې د پښتو زده کړې او پر پښتو ادبیاتو څیړنې ته راجذب کړي دي. یوازې … نور ولولئ
خواړه

د ټرمپ غذایي رژیم؛ څه خوري، څه نه خوري؟

د امریکا پینځه څلویښتم ولسمشر ډونالډ ټرمپ په نړیواله کچه له ډېرو هغو مطرحو سیاستوالو څخه دی، چې هره ورځ د رسنیو سرټکی وي. د ټرمپ د عجیب و غریب شخصیت شخصي ژوند او معلومات له همدې کبله لوستونکو ته جالب او د پام وړ دي. دلته به یې د عمر او په خاص ډول د غذایي رژیم (خوراک – څښاک) په اړه وغږیږو. ځوان بوډا ولسمشر ټرمپ لکه چې پوهیږئ ۷۲ کلن او د … نور ولولئ
افغانستان

نغمې نه خوابدی منګل؛ د ګډ ژوند ترخې کیسې او د اریانا سعید ستاینې بیانوي

لیکنه: صادق طارق مشهور هنرمن منګل، چې مینه وال یې په (استاد منګل) یادوي، ۱۲ کاله وروسته دا ځل افغانستان ته راغلی. هغه یو ځل د افغان ستوري په مشهوره هنري خپرونه کې د داور په توګه هم را څرګند او څو له سوزه ډکې سندرې وویلې. تر نغمې وروسته منګل منګل، چې څو کاله یې له خپلې معشوقې او مېرمنې ( ښاپېرۍ نغمې) څخه د جلا کیدو تېریږي، د هغې د بېلتون له درد … نور ولولئ
سپورټ

د ایرلېنډ خلاف ټېسټ لوبه کې د مجیب نشتون او پر افغان لوبډله یې منفي تاثیر

مجیب الرحمن ځدران چې په نوي توپ خورا خطرناکه توپ اچونه کوي، کولای شي د پیل توپ وهونکي وننګوي؛ خو د کرکټ بورډ غوراوي کمېټې هغه په ټېسټ لوبو کې د ایرلېنډ خلاف په نوملړ کې نه دی غوره کړی. افغان کرکټ بورډ د پنجشنبې په ورځ د ایرلېنډ خلاف د درې ډوله لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې، چې په شل اوریزو لوبو کې برید کوونکی توپ وهونکی شهزاد محمدي نه دی اخېستل او ټېسټ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د کامیابۍ په اړه د نړۍ د نوموتو څېرو او پوهانو لنډې ويناوې

ژباړه: محمد عزيز پردېس که څوک طبيعي استعداد هم ولري، نو بيا هم بايد د برياليتوب لپاره تمرين وکړي او چمتووالی ورته ولري. جان ماکسول خپل برياليتوب مو د نورو د بریاليتوب سره پرتله کړئ، ترڅو هغوی تاسو مخ پر وړاندې وځغلوي او ستاسو د لاپرمختګ او برياليتوب سبب شي. جوزف مک کلنډون برياليتوب د هغو کسانو په برخه نه دی چې هېڅکلخه د ناکامۍ سره مخ شوي نه وي، بلکې د هغو کسانو په … نور ولولئ
سپورټ

افغان کرکټ بورډ د ایرلېنډ پر وړاندې لوبډلې اعلان کړې

افغان کرکټ لوبډله چې د فبروري په ۲۱ مه نېټه له ایرلېنډ د ۹ لوبو لړۍ پیلوي او لومړی د درې شل اوریزو لوبو لپاره لوبغالي ته ور دانګي؛ دغو لوبو ته شا او خوا ۱۴ ورځې پاتې دي. د افغان کرکټ بورډ غوراوي کمېټې نن د یو خبري کنفرانس په ترڅ کې د ایرلېنډ پر وړاندې د شل اوریزو، یو ورځنیو او ټېسټ لوبو لپاره لوبډلې اعلان کړې. لومړی هم د ایرلېنډ پر وړاندې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په کم عمر کې واده کول مور او ماشوم ته روغیتایي ستونزې لري

لیکنه: مریم محمدي واده کول د بشریت د بقا او تداوم لپاره د انسانانو د ژوند یوه ډېره اساسي برخه ده. همدارنګه واده کول د کورنۍ جوړولو او ژوند يوه اړتيا ده خو ځينې وخت ليدل کېږي چې نجونې د بېلابېلو دلايلو له مخې په کم عمر کې ودونه کوي چې دا کار يو شمېر خطرونه لري. د کم عمره ميندو د ماشوم زیږون خطرناکه وي د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ لوبغالي بیلابیلې خواوې وپیژنئ

ډېری کرکټ مبصرین او کرکټ لوبغاړي د لوبغالي اړخونو سره ستونزه لري او په پېژندلو کې یې پاتې راځي. ځېنې وختونه داسې وي، چې یو خبریال یا ژورنالېست پوره تکړه وي؛ خو د رسنۍ د مشرانو له خوا د کرکټ تبصرې ته کېنول کېږي، چې تر څو په روانه لوبه په غږیزه او یا هم تلویزیون کې کمېنټري وکړي. خو کله چې دی کمېنټري کوي او د لوبغالي اړخ یا کوم لوري ته چې توپ … نور ولولئ