خواړه

دې یخې ژمي کې د کب یا ماهي خوړل دا ګټې لري

امریکایي پوهانو په وروستیو څېړنو کې ثابته کړې چې امګا ۳ له ډېرو نورو ښېګڼو سره سره، د ستړیا په له منځه وړلو کې هم اغېزناک تمامېږي. دوی وایي، هغه کسان چې ډېر کله د ستړیا احساس کوي، کولای شي چې غوړ اسیدونه چې په امګا ۳ یادېږي، د هغو له ډلې یو یې EPA ایکوزاپنتاتنوئیک اسید دی، وکاروي او ګټه ترې واخلي. د امګا غوړ اسیدونه چې د EPA لرونکي وي په کبانو، د … نور ولولئ
ټیکنالوژي

هواوې د خپل خوندیتابه لپاره ۲ میلیارده ډالره لګوي

د هواوې شرکت د کاناډا د برخې رییس ویلي، ددې لپاره چې تولیدي توکي یې، نور هم امن او خلک وکولی شي له دې هم ډېر باور پرې وکړي، د خپلو توکو د امنیت د خوندیتابه لپاره یې دوه میلیارده ډالره ځانګړي کړي دي. نوموړی وایي، دا دوه میلیارده ډالره به یوازې د سافټویر جوړولو د انجنیرانو پر ګومارلو ولګوي. د هواوې د کاناډا د برخې مشر اریک لي (Eric Lee) وایي، د خپلو توکو … نور ولولئ
سینما او موسیقي

د ایران نغمه؛ ګوګوش له څلورو ودونو وروسته هم ځوانه پاتې ده

لیکنه: صادق طارق د ایراني؛ بلکې فارسي سندرو داسې مینه وال به د نړۍ په کوم ګوټ کې نه وي، چې د مشهورې سندرغاړې ګوګوش سندرې یې یا نه وي اوریدلې او یا یې مینه وال نه وي. (من آمده ام) خو یې دومره مشهوره او زړه وړونکې سندره ده، چې د څو نسلونو خلک یې خوښوي. دا سندره څه موده مخکې د پښتو مشهورې سندرغاړې ګلپاڼې هم له اردو ژبي هنرمن عاطف اسلم سره … نور ولولئ
سپورټ

فرسټ کلاس یا د دوهمه درجه هېوادونو ټېسټ لوبې

فرسټ کلاس سیالۍ درې ورځنۍ یا څلور ورځنۍ وي، دا سیالۍ هم په ملي کچه د یو هېواد دننه ترسره کېږي او هم په نړیواله کچه د دوو هېوادونو ترمنځ ترسره کېدای شي. دې کې دوه لوبډلې دوه پاڼۍ توپ وهنه کوي او هره لوبډله کې باید ۱۱ لوبغاړي ولوبېږي. فرسټ کلاس سیالۍ د ۱۸۸۹ م کال راهیسې ترسره کېږي. له ۱۸۹۵ م کال څخه وړاندې دا لوبې هم بې برخلیکه وې، خو په ۱۸۹۵ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د لمانځه ارزښت؛ د یوه روسي مهندس له پنده ډکه کیسه

ژباړه: عطا محمد میاخېل یو روسي مهندس یو شمېر مسلمان کار کوونکي په کار وګمارل، مسلمانو کارکوونکو به د آذان پرمهال کار پرېښوده او خپل لمونځ به یې کاوه. یوه ورځ روسی مهندس دې ته متوجه شو، چې دوی د کار پرمهال لمونځ ادا کوي، مهندس کار کوونکو ته اخطار ورکړ، که هرچا د کار پرمهال لمونځ ادا کړ، نو میاشتینی معاش به کم کړم، ځینو له دې وېرې، چې معاش یې کم نه شي، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نړۍ به ښکلې شي، که دا خبرې زده او مراعت کړو

ژباړه: محمد عزيز پردېس تهمت ونکړو. مودبه واوسو. نور ونه ځوروو. دروغ ونه وايو. رښتيني اوسو. د چا غيبت ونکړو. نظافت مراعت کړو. انتقاد منونکي اوسو. د چا بد ته ښه ونه وايوو. خپل وخت بې ځايه تېر نکړو. د خبرو په پرتله ډېر عمل وکړو. له قدرت څخه ناوړه ګټه پورته نکړو. د چا قوميت او مليت ته سپکاوی ونکړو. د نورو په اړه بې ځايه او غلطه پرېکړه ونکړو. د يو او بل … نور ولولئ
سینما او موسیقي

رنویر سنګ: پدماوتي کې د منفي رول وروسته مې له نړۍ زړه تور شو

د بالیوډ سینما ځوان ستوری رنویر سنګ وایي نور نه غواړي چې په هیڅ فلم منفي کردار ولوبوي. دی وایي د پدوماتي فلم کې یې منفي رول لوبولی و چې ډېر بد تاثیر یې پرې کړی او ژوند یې ورته تریخ کړی و. ده وروسته له هغې په فلمونو کې د منفي کردار د لوبولو د انکار خبره ښکاره کړه چې په یوه تاریخي فلم کې ورته د دغه شان یوه رول د لوبولو غوښتنه … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ بیټ معیاري اندازه، وزن او پراخوالی یې !

د کرکټ لوبه، چې بې شمیره مینه وال لري، په کلیوالۍ سطحه هم پرته له بیټ څخه یې ترسره کول ناشونې ده، ځکه چې دغه لوبه د بال او بیټ سره سر وکار لري. که په دغه لوبه کې ویکټې یا لرګي هم نه وي، مینه وال یې له تیږو او نورو شیانو څخه استفاده کوي، خو د بال او بیټ نشتون سره دغه لوبه هم نشي کیدی. د کرکټ نړۍ مشهوره لوبغاړي، چې ډیر … نور ولولئ
افغانستان

پښتونه! ځه عطاالله خان وګټه! د مشهور مبارز ملتپال یادونه

لیکنه او را ټولونه: بشر دروېش د فبرورۍ ۱۷ مه یعنې دوه ورځې وړاندې د کوزې پښتونخوا د مشهور مبارز، لیکوال او ملت پال سیاستوال قاضي عطاالله خان د تلین ورځ وه. عطاالله خان د پښتنو یو نه هېریدونکی مبارز و؛ هغه اوږده موده د پنجابي استعمار په زندانونو کې تېر او سختې شکنجې یې وزغملې. د پښتو ژبې مشهور حماسي شاعر ملنګ جان هم د هغه سختې ورځې پخپلو ترانو کې یاد کړې وې: … نور ولولئ
خواړه

شات د ناسورو ټپونو درملنې ګټوره ماده ده

له پخوا زمانې راهیسې شات د دې لپاره چې د میکروب ضد خاصیت لري، په سنتي طب کې ترې د ټپونو د درملنې لپاره کار اخیستل کېده. د هغې څېړنې پر اساس چې د انګلستان د مایکروبیولوژي په کنګره کې ترسره شوې، په ګوته کېږي چې شات د ناسورو ټپونو د درملنې لپاره ګټوره ماده ده چې د انټي بیوټیکو پر وړاندې د باکتریاوو مقاومت له منځه وړي. په دې څېړنه کې د شاتو غبرګون … نور ولولئ