بریا او پرمختګ

ملګري په ۴ برخو وویشئ او د وخت د ضایع مخه ونیسئ!

لیکنه: کریسټا کټلر ژباړه: غازي عابد دا لیکنې ددې لپاره ده چې څرنګه کیدای شي یوازې له ښو ملګرو سره ډیر پاتې شئ او مهربانه اوسئ. – موږ خپلو ماشومانو یا له ځانه کشرانو ته وایو چې له ښو ملګرو سره وګرځئ او هر چا سره په مهربانۍ چلند وکړئ. خو کله چې خپله غټ شو، یا د ځان واکدار شو، نو بیا مو هر ډول مهرباني هیره کړي وي او دا هم رانه هیر … نور ولولئ
سپورټ

ننګرهار: د YSF له لورې د سولې ترنامه لاندې سیالۍ پای ته ورسیدې

له تیرو شا او خوا دریو اوونیو راهیسې ځوان ټولنیز بنسټ (YSF )له لورې په کامې ولسوالۍ کې د کرکټ سیالۍ په لاره اچول شوې وې، چې تیره جمعه پای ته ورسیدې. دې سیالیو کې چې لسګونه مینوالو ته یې ننداره کوله، د ځايي ځوانانو ۱۶ لوبډلو ګډون درلود، چې په پایله کې یې دوه لوبډلې صفدري الکوزي او د کامې خاص لوبډلې فاینل یا پای لوبې ډګر ته ووتې. د صفدري لوبډلې د پچې … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د امریکا د اټومي وسلو (کوډونه) چیرته او څنګه ساتل کیږي؟

ایا د اټومي وسلې (تڼۍ) رښتیا هم د ولسمشر په میز پرته وي؟! ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ او د شمالي کوریا مشر کیم جونګ اون له څو میاشتو راهیسې په خپلو اټومي ګواښونو کې سره ښکیل دي. کله چې د شمالي کوریا مشر د ۲۰۱۸ میلادي کال د پيل په مراسمو کې وویل چې ((اوس مونږ د اټومي وسلې څښتنان یو، مونږ کولای شو په خپلو میزایلو او اټومي وسلې … نور ولولئ
سپورټ

مینوالو ته زیری؛ د حمید حسن او شهزاد په اړه ګنګوسې پای ته ورسیدې!

د افغانستان کرکټ بورډ د زیمبابوې خلاف راتلوونکو سیالیو ته ۱۵ کسیزه لوبډلې اعلان کړې، چې پکې د یو کلن بندیز سره مخ شهزاد محمدي او ټپي شوی حمید حسن هم بیرته په لوبډله کې شامل شوي دي. په ټولنیزه شبکو فیسبوک پاڼو کې د شهزاد محمدي په اړه اوازې وي، چې ګنې نوموړی به د زیمبابوې خلاف راتلوونکو سیالیو کې ونه لوبیږي، خو اوس د نوموړي راتګ یقیني شو. افغان کرکټ بورډ د زیمبابوې … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

زموږ د معارف څو اساسي ستونزې

د ننګیال وزیر لیکنه د پوهنې ستونزه په نویو ښوونځیو نه حل کېږي، په کنفرانسونو او خبرو نه حل کېږي زموږ ستونزه په سیستم کې ده. غني وای که ما د زړه خبرې وکړې پښتانه به مې په سر لرګي کړي مات دا یو څو درته بیانوم. ۱: د ټولې نړۍ سیستمونه او نصاب وګوره اول نه تر دریم ټولکي دوه یا درې کتابه وي چې موخه یې ماشومانو ته یوازې او یوازې لیک لوست … نور ولولئ
سپورټ

د شپږیزو ماسټر په بیګ باش کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته رسیدلی !

د کرکټ نړۍ پياوړی توپ وهونکی او د شپږیزو ماسټر ویسټ انډیزی کریسټپر هینري ګیل د اسټرالیا د کورني بیګ باش ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ګډون په موخه اسټرالیا ته رسیدلی دی. د پاکس سپورټز ڼړیوالې ویب پاڼې د معلوماتو له مخې کریس ګیل، چې د کرکټ په ډګر کې د توپ وهنې یو خطرناک لوبغاړی شمیرل کیږي، په دغه لیګ کې به د ملبرن رینیګیډز لوبډلې په ګټه ولوبیږي. د بیګ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

استانبول ته له سفر وړاندې دا ۹ ټکي په یاد ولرئ

ژباړه: شاهین ناپیلون به ویل، که نړۍ یواځې یو هیواد وی، استانبول به يې پلازمینه وه. زه تازه له ترکیې راستون شوی یم. ترکیې ته دا زما لومړی سفر و. ما په استانبول کې یوه اوونۍ تیره کړه. استانبول ښکلی ځای دی او زما سفر هم ډیر خوندور و. خلک يې صمیمي او کلتور يې ښایسته دی. له ما سره یو کس د ژباړن او سفري لارښود په توګه ګرځیده. ټول استانبول مې ګز و … نور ولولئ
سپورټ

د سنرایز حیدر اباد روزونکی: راشد خان ډیر خریداران لري، باید ژر یې راخپل کړو

د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره تجارتي کرکټ سیالیو کې د افغان لوبغاړي راشد خان په اړه د پخواني هندي لوبغاړي او اوسني روزونکي لکشمن اندیښنې را پیدا شوې دي. د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی لکشمن چې په تیر ۱۰ م پړاو اي پي ایل سیالیو کې د سنرایز حیدر اباد لوبډلې د روزونې دنده ترسره کوله وايي، د سنرایز حیدر اباد لوبډله دې ژر تر ژره راشد خان را خپل کړي، ګنې … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله د کرکټ نړیوال جام پیل د پاکستان خلاف کوي

د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د ۲۰۱۸ م کال د ۱۹ کلنو د کرکټ نړیوال جام سیالۍ پيل کیږي، چې پکې ۱۶ لوبډلې ګډون کوي. د نیوزیلینډ په کوربه توب د نړیوال جام په دې سیالیو کې ۱۲ د پوره غړیتوب لرونکې او ۴ د دویمې درجې هیوادونو د کرکټ لوبډلې ګډون کوي، چې په څلورو ګروپونو ویشل شوې دي. د دې سیالیو په ګروپ کې نیوزیلینډ، ویسټ انډیز، جنوبي افریقا، کینیا، په دویم ګروپ … نور ولولئ
په زړه پورې

د جاپان د ونو هغه سمندر؛ چېرې چې خلک ځان وژنې ته ورځي

د مهر تاج ژباړه او راټولونه دنیا کې د ژوند په څېر بل هيڅ قيمتي نعمت او ډالۍ نشته، او نه یې هم د دنیا عیش و عشرت، شهرت، تخت او دولت ځای نیولی او نه هم انسان ته سکون ورکولای شي. خو له دې سره سره هم په دنيا کې ډېر داسې خلک شته چې د الله تعالی له لوري ډالۍ شوي ژوند په ختمولو کې ځنډ نه کوي. ځینو ته چې ژوند تیاره … نور ولولئ