ټیکنالوژي

۲۰۱۸؛ په نړیواله کچه دا موبایلونه پکې زیات خرڅ شوي

ژباړه: بشر دروېش ۲۰۱۸ کال پای ته رسیږي. په هره برخه کې به خلک لېواله وي، چې د کال له لوړو ژورو خبرشي. یوه برخه به هم دا وي، چې په دغه کال د ګرځنده ټلیفونونو کومې نمونې په نړیواله کچه د زیات پام وړ وو؟ که تاسې هم د دې معلومات لېواله یاست، راځئ دا مطلب ولولئ، چې معلومات مو حاصل شي: سامسونګ او ایفون د ترسره شویو څېړنو له مخې سامسونګ او ایفون … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څه باید وکړئ؛ کله مو چې ماشومان تاسې په جنسي اړیکو وویني

ژباړه: بشر دروېش په ګډ ژوند کې دا ممکنه ده، چې اولادونه خپل مور و پلار د جنسي اړیکو پر وخت وویني. په داسې حالت کې باید مور و پلار څه وکړي؟ له بده مرغه زموږ په ټولنه کې عام چلند لکه چې لیدل کیږي، خورا متشدد، جدي، له خجالتۍ ډک دی. ناسم چلند طبیعي ده، چې د ماشوم رواني حالت ته صدمه رسوي. اول باید تدابیر ولرئ په اول ګام کې غوره دا ده، … نور ولولئ
سپورټ

۲۰۱۸ کې د افغان لوبډلې او لوبغاړو لس ریکارډونه

راپور: سمیع الله درانی ۲۰۱۸ م کال د افغان لوبډلې لپاره له لاسته راوړنو او پرمختګونو ډک و، افغان لوبډلې په ۲۰۱۸ م کال کې د ټېسټ لوبو بشپړ غړیتوب تر لاسه کړ او دې سره، سره یې د ۲۰۱۹ م کال نړیوال ۵۰ اوریز جام ته هم لار وموندله. د دې سربېره ډېر نور ریکارډونه یې هم جوړ کړل، چې دې لیکنه کې یې درسره شریکوو: په ۲۰۱۸ م کال کې د افغان لوبډلې … نور ولولئ
کلتور او هنر

کرن جوهر له نیوکو سره بیا هم د سري دیوي کشره لور فلمي نړۍ ته راولي

بالیوډ کې تکړه فلم جوړونکی او فلم لارښود کرن جوهر په فلمي نړۍ کې د خپلولۍ په پاللو ډېر کله له سختو نېوکو سره مخ کیږي. اوس بیا نوموړي راتلوونکي کال د مړې شوې اداکارې سري ديوي کشره لور او د جهانوي کپور کشره خور خوشي او د مزاحیه فلم ستوري جاوید جعفري زوی میزان جعفري د فلم نړۍ ته راولي او په خپل فلم کې به ورته چانس ورکړي. کرن جوهر د هندۍ سېنما … نور ولولئ
ژوند بڼه

هغه کوچنۍ تېروتنې چې ګډ ژوند مو ګواهي

ژباړه: عمران لمر هغه ټکي چې په دې ليکنه کې يې يادونه کوو؛ هغه مسايل دي چې ډېر خلک ترې سر ټکوي. ښه ده چې دا مسايل وپېژنو او د خپلو غېر معقولو کړنو مخه ونيسو؛ ممکن د همدې ټکو په پام کې نيول زمونږ د ډېرو ژوند وژغوري. د ښځینه او نارينه تر منځ په کړنو کې ځينې مشترک ټکي شته چې ګډ ژوند له منځه وړلی شي: ۱- له سپکاوي ډک بحث مه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د انسان د ژوند و بدن په اړه څو عجیبې خبرې

ژباړه او راټولونه: مریم محمدي ۱- د انسان پوستکی: د انسان بدن په يوه فوق العاده پوښ سره پوښل شوی، چې پوستکی (پوټکی) ورته ويل کېږي، د انسان پر پوستکي په هر ساعت کې ۳۰ ميليونه ميکروبه کښېني، چې ۲۹ ميليونه يې وژل کېږي او هرو ۲ ساعتو کې د ۳۰ ميليونو څخه یوازې ۷ زره پاته کېږي. ۲- مقاومت: د څیړنو له مخې د انسان بدن حيرانوونکی مقاومت لري چې کولای شي د ۴۴ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مسؤلیت پیژندونکي اوسئ !

لــیکنه: ثـناءالله خـادم یوه عموم قاعده داده چې غواړې پخپل ژوند کې پرمختګ وکړې او تل بریالۍ اوسې نو مسؤلیت پیژندونکی اوسه. هر شخص باید د خپل ژوند د مسؤلیتونو څخه باخبر اوسي. کچیري تاسي په یو موقف کې قرار ولرئ او تاسې خپل له مسؤلیتونو څخه ناخبر اوسی نو خلک بیا تاسو ته د ښه مامور خطاب نه کوې، تاسې بیا هغه څوک یاست چې خپل له دندي سره مینه درلودونکي نه یاست، نه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بریالي او ناکام انسان څو لنډې نښې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ډېری کسان داسې فکر کوي، چې پیسې د بریا سبب ګرځي، خو د بریا اصلي لامل مناسب عادتونه او چلندونه دي. د بریالیو کسانو عادتونه عبارت دي له: په ډېرې لېوالتیا سره کار او فعالیت ترسره کول او له ستونزه څخه زده کړه. هغه کسان چې خطره مني او له بدلون څخه هرکلی کوي او هغه د ښه والي لپاره یو فرصت ګڼي، نو په ډېر احتمال سره بریا ته رسېږي. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ۲۰۱۹ کال لپاره غوره پلان په دې ډول جوړ کړئ

لیکنه: محی الدین دلیل عمر ده تېرېږي، لس کال مخکې چې څنګه وم اوس هم هماغسې یم، په سهار او ماښام یې خبر نه یم چې څنګه راغلل او څنګه تېر شول. هو دا او دې ته ورته جملې مو ناشونې ده چې نه وي اورېدلي. یو کمی چې په افغاني ټولنه کې یې انګېرلی شو د پلان نه شتون دی، که چېرې څوک پلان هم ولري، په لیکلې بڼه نه وي او اړین ګامونه … نور ولولئ
کلتور او هنر

اميرشاه تلاش؛ د افغان سينما او تیاتر تکړه لوبغاړی

ژباړه او راټولونه: محمد عزيز پردېس اميرشاه تلاش په کال ۱۳۶۴ کې د کابل ښار په يوې فرهنګي او متدينه کورنۍ کې دې نړۍ ته سترګې وغړولې. د نوموړي کورنۍ کلونه وړاندې د لغمان ولايت څخه کابل ته را کډه شوي و. تلاش په ننګرهار کې د شاه فلم د فلم جوړونې د موسسې رئيس او د شرق زون د سينماګرانو د اتحاديې مشر دی. نوموړي په کال ۱۳۸۴کې د ځينو ملګرو په مرسته د … نور ولولئ