ټولنیز ژوند

سارا علي خان څه ډول نیږدې ۱۰۰ کلیو وزن ۵۰ ته راکم کړ؟

د هندۍ سېنما ځوانه ستورې او د سیف علي خان لور سارا علي خان چې تازه تازه یې د فلم نړۍ ته ږدم ایښی له یوې ناروغۍ سره د مقابلې لپاره چې لا تر اوسه هم پرې اخته ده خبرې کړي. د فلم (کیدار ناتهـ) په واسطه فلم نړۍ ته داخله شوې ځوانه ستورې اوس پر ټلویزیون دنګه او ښکلې بدن سره ښکاري. هغې د خپل مخکې ژوند په تړاؤ ویلي چې څو کاله وړاندې … نور ولولئ
په زړه پورې

د انرژۍ سیاست او امنیت، کتاب په اړه څو خبرې

دا لیکنه عبدالمالک عاصم د خپل نوي کتاب چې په پورته سرلیک کې یې نوم ذکر شوی، له سریزې راخیستې. انرژي د ژوند چینه بلل کیږي او د شلمې پیړې له لومړیو راهیسې یې ژوند ته لوری ورکړی. په دې برخه کې ترټولو ډیرپام د انرژۍ پرزیرمو، مارکیټونو او د لارو پرامنیت ورټول دی. په ۲۱مه پیړۍ کې هغه هیوادونه خوندي او د پرمخ تلو وړبلل کیږي، چې د انرژۍ پراخو منابعو او بازارونو ته … نور ولولئ
سیاست

یوه له پامه لویدلې موضوع؛ ولسمشریزې ټاکنې به پرخپل وخت وشي؟

د ټاکنو خپلواک کمیسون ژمنه کړې، چې د راتلونکي لمریزکال د حمل په ۳۱مه به د اساسي قانون مطابق د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو او ولسوالیو شورا ټاکنې ترسره کړي. د حکومت مشران هم وخت په وخت پردې ټکي ټینګار کوي. ولسمشرغني خو لا ویلي، چې یوه ورځ هم د اساسي قانون له ورکړي وخت څخه زیات د واک دوام ته لېواله نه دی. د دې باوجود هره ورځ دا وړاندوینه او اندیښنه جدي کیږي، چې … نور ولولئ
سپورټ

په ټین لیګ کې شهزاد او ځاځی د نورو افغان لوبغاړو په پرتله چټک روان دي

افغان لوبغاړو د کرکټ ۱۰ اوریزه سیالۍ رنګینې کړې دي؛ له شهزاد وروسته ځاځی رامیدان ته شو ! د متحده عربي اماراتو په کوربه توب په شارجه کرکټ لوبغالي کې د کرکټ تیز ترینه فارمټ ۱۰ اوریزه تجارتي سیالۍ په روانه نوامبر میاشت کې پيل شوې دي، چې پکې د افغان لوبغاړو ګډون دغه سیالیو ته ځانګړی رنګ او خوند ورکړی دی.   د دغه سیالیو د پیل لوبه کې لمړی افغان ویکټ کیپر توپ وهونکي شهزاد … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له څلوېښت کلنۍ وروسته دا خبرې مه کوئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل کله چې د خپل ژوند ۴۰ کلنۍ ته ننوځئ، نو دا احساس کوئ، چې د خپلې ځوانۍ دوران مو تر شاه پریښی دی، له همدې امله، له ډېرو کارونو څخه ځان محروموئ، خو د بایدونو او نبایدونو لپاره هېڅ قانون شتون نه لري، کله چې تاسو د خپل ژوند نوي پړاو ته داخلېږئ، نه یوازې باید ځان محدود نه کړئ، بلکې په ډېرې خوښۍ او خوشالۍ، له دې چې یوه بله … نور ولولئ
سپورټ

شاهد افریدي د هندي ایم ایس ډوني په ملاتړ راودانګل

شاهد افریدي ویلي، مهنیدرا سنګ ډوني د هیچا لارښوونې ته اړتیا نه لري، چې هغه له کرکټ څخه لاس په سر کړي. د پاکستانۍ لوبډلې پخواني لوبډلمشر، پښتون الروانډر او په ټي ټېن لیګ کې د پښتون ټیم لوبډلمشر شاهد افریدي ویلي، چې هیڅوک دا حق نه لري، چې ماته ووایي، د کرکټ څخه استعفا وکړه. نوموړي د ډوني په هکله هم ویلي، چې هیڅوک نه شي کولای، ډوني ته لارښوونه وکړي، چې له کرکټ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په ۱۰ دقيقو کې رښتينی ارامښت او سکون ترلاسه کړئ !

ژباړه: محمد عزيز پردېس ښايي فکر وکړئ چې د ارامښت او سکون د ترلاسه کولو لپاره ډېرو کارونو او ډېر وخت ته اړتيا ولرئ، خو په زړه پورې دا ده چې تاسو کولی شئ د ځينو ځينو وړو کارونو په ترسره کولو سره په لږه موده کې ارامښت او سکون ترلاسه کړئ. پوهېږئ چې دا کوم کارونه دي؟ ټوله ورځ مو د کار له امله ستړې تېروئ، اصلا دې ته وخت نه لرئ چې خپل … نور ولولئ
اقتصاد

د کاروبار یا نوي تولید پيلولو لپاره دا ۶ مرحلې عملي کړئ

لیکنه: غازي عابد دلته موږ پر دې بحث کوو چې کله یو کاروبار پيلوو او یا کاروبار لرو او غواړو په همدې کاروبار کې یو بل نوی تولید مارکیټ یا بازار ته وړاندې کړو، نو اړینه ده چې یو څو پروسې تعقیب کړو، تر څو وشو کړای له تاواني عواقبو یې بچ شو. ممکن په افغانستان او نوره نړۍ کې مو لیدلي وي هغوی چې یو کاروبار شروع کوي یا یو نوی تولید غواړي بازار … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د نړۍ یوه نامتو پوه د بریالي انسان لپاره دا ۴۰ ځانګړنې یادې کړي

د عمران لمر ژباړه تاسې خامخا غواړئ چې بريالي شئ او د همداسې يوې مقالې په لټه وۍ؛ نو اندېښنه مه کوئ، لاندې څلوېښت نقطو ته پوره پاملرنه وکړئ؛ تر څو په ژوند کې بريالي شئ. کرايګ هايپر؛ ليکوال، څېړونکی، مقاله ليکوونکی او ښه وياند دی، هغه په تېرو ۲۵ کلونو کې په شخصي او ټولنيزو برخو کې د خپلو کارونو په اساس د يو بريالي کار پوه په حيث پېژندل شوی دی. هايپر د … نور ولولئ
خواړه

زیتون د دانې سربیره یې پاڼې هم روغتیا ته ګټې لري

ژباړه راټولونه: مریم محمدي زیتون په خپل ترکیب کې په پرېمانه اندازه مغزي او معدني مواد، بېلابېل وېټامینونه، اوسپنه، فیبر، فنولي ترکیبات، اوليیک اسید او انتي اکسیدان لري. په نیویارک کې د زیتونو په پاڼو نوې طبي څېړنې ښودلې چې د زیتون پاڼو کې د اولیوروپین په نامه ځانګړي کیمیاوي مواد تولیدوي چې د زخمونو د پړسوپ او جلد د خارښ د مخنیوي لپاره ګټور دي. د زیتونو پاڼې د ناروغیو ښه درمل دي ډاکټران … نور ولولئ