سپورټ

د ګوګلي ماسټر، شل کلن راشد خان ۲۰۰ ویکټې

راشدخان ارمان چې سږ کال شل کلن شو او د شل کلنۍ کلیزه یې ولمانځل شوه، خو وېکټې یې تر خپل عمر زیاتې اخېستې دي. نوموړي په ۱۳۴ شل اوریزه لوبو کې ۲۰۰ وېکټې پوره کړې. د نوموړي د ۲۰۰ وېکټو لمانځنه سن رایزرز حېدراباد لوبډلې په خپله رسمي فېسبوک پاڼه کړې ده. د سن رایزرز حېدراباد لوبډلې په رسمي فېسبوک پاڼه او ټوېټر پاڼه لیکل شوي دي ((راشدخان ته دې د ۲۰۰ وېکټو اخېستل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

(ولور) یعنې د اسلام ضد عمل او د تاوتریخوالي لامل

لیکنه: نرګس حسنزي مومند ولور یعنې د ناوې قيمت؛ دا هغه قیمت دی چې د ناوې پلار، نیکه، ورور، تره او یا هم د کورنۍ نور غړي د زوم د کورنۍ څخه د ناوې په نوم تر لاسه کوي. د پخوا وختونو راهیسي زموږ په ټولنه کې داسې انګیرل کیږي چې ګویا ولور د ښځې د ښایست او د هغې د ښه اخلاق او کړو وړو بیه ده او د نه شتون په صورت کې … نور ولولئ
سپورټ

محمدنبي یو ځل بیا بیګ باش کې لوبه کوي

د نړۍ دوهم نمبر افغان ال راونډر محمدنبي عیسی خېل یو ځل بیا په بېګ باش لیګ سیالیو کې وپېرل شو. محمدنبي عیسی خېل تېرکال د اسټرالیا په سوداګریزکرکټ لیګ بېګ باش کې د مېلبورن رېنېګېډز لوبډلې په ګټه لوبېدلی و او یو ځل بیا د نوموړې لوبډلې د مشر انډریو مک ډونالډز له خوا اخېستل شوی دی. محمدنبي عیسی خېل ویلي، چې تېرکال هغه په بېګ باش لیګ کې ولوبید او خورا خوښ و. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ښاري فرهنګ پيژندنه؛ څنګه یې وساتو؟

د نرګس حسنزۍ مومند لیکنه انسانان د هغه وخت راهیسې چې نوی ژوند پيل کړ؛ نو مدنیت یې پيل شو او مدني شول چې بیا ورو په ورو د انسانانو تر مینځ قوانین او فرهنګونه هم رامنځه شول، ددغو فرهنکونو په ډله کې یو هم ښاري فرهنګ دی: ښاري فرهنګ په ښار کې دننه د نظم او ډيسپلین لپاره رامنځته شو ترڅو د دغه قوانینو په پام کې نیولو سره انسان وکولای شی په ښار … نور ولولئ
سپورټ

ډوني دریم لوبغاړی دی، چې د هند لپاره لس زره منډې پوره کوي

د هندوستانۍ لوبډلې پخوانی بریالی لوبډلمشر د هند لپاره د ریکارډ په درشل کې دی، هغه ته یواځې یوه منډه پاتې ده، چې د هندوستان لپاره د دریم غوره لوبغاړي په توګه لس زره منډې ثبت کړي. ایم ایس ډوني، چې په ۲۰۰۷ م کال کې د هندوستانۍ لوبډلې لوبډلمشر شو او تر اوږدې مودې وروسته په ۲۰۱۶ م کال کې له لوبډلمشرۍ لاس په سر شو؛ اوس تر ټېنډولکر او اوسني لوبډلمشر ویرات کولي … نور ولولئ
سپورټ

د توپوهونکي رن اوټ یا په منډه سوځیدل

تاسې به ډېری وخت لیدلي وي، کله چې لوبغاړی رن اوټ شي حالت یې خراب وي او په دوهم توپ وهونکي، چې ده سره ملګرتیا غځوي په قهر وي. د پاکستان او اسټرالیا ترمنځ په دوهمه شل اوریزه لوبه کې اسټرالیایي مارنوس لبوس چېنج رن اوټ شو د هغه په رویه او سلوک کې ډېر زیات توپیر راغی. ځېنې وختونه چې لوبغاړی رن اوټ شي، ځان سره کنځلې کوي او یا هم په مقابل لوري … نور ولولئ
سپورټ

د هند او ویسټ انډیز ترمنځ لوبې

 هندوستان ته د ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې د څه باندې یو میاشتني رسمي سفر په لړ کې پرون دواړه لوبډلې د ۵ یو ورځینیو ۵۰ اوریزه سیالیو په وروستۍ سیالۍ کې مخامخ دي، چې پکې هندۍ لوبډله د خپل کوربه توب څخه په ګټې اخیستنې د سیریز ګټلو په کوشش کې ده.  د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ تر دې مهاله ۴ لوبې ترسره شوې دي، چې په لمړۍ لوبه کې یې هندوستان بریا … نور ولولئ
سیاست

د نړۍ تر ټولو پياوړې مېرمن؛ انګیلا میرکل ولې سیاست پرېښود؟

د المان صدراعظمه انګیلا میرکل د واکمنۍ پرمهال یې کلونه ـ کلونه د نړۍ د ترټولو ځواکمنې او پياوړې ښځې په توګه اعلان شوې. هغې تازه له سیاست سره مخه ښه وکړه او ویې ویل، چې د مسیحي ګوند له رهبرۍ به نور لاس په سر شي. میرکل څوک ده؟ انګیلا میرکل په ۱۹۵۴ لمریزکال د المان په هامبورګ ښار کې وزېږیده. د هغې پلار د مسیحانو یو مذهبي امام او مور یې معلمه وه. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ښځې داسې نارینه نه خوښوي

ژباړه: بشر دروېش ښځې یا نجونې معمولا زیاتې حساسې دي، دوی هڅه کوي چې داسې نارینه پخپل ژوند کې ولري، کوم نارینه چې د دوی زیاتو غوښتنو ته غاړه ږدي او هم یې نازک مزاجۍ ته تابع او په درک کولو یې وتوانیږي. دلته ځینې هغه ټکي درسره شریکوو، چې د نارینه وو په اړه ښځو ته زیات مهم دي. هر نارینه که غواړي، چې مېرمنه یا ملګرې یې ترې خوشاله وي، دې ټکیو ته … نور ولولئ
خواړه

نوې څېړنه: ځمکه د ټولو انسانانو د تغذیې ګنجایش نه لري

  په کاناډا کې یوه ترسره شوې نوې څېړنه څرګندوي، چې ځمکه د ټولو انسانانو د اړتیا وړ سالمو خوراکي توکیو، مېوو او سبزیجاتو لپاره کافي کرنیزه ځمکه نه لري. د اسپوتنیک خبري اژانس د راپور له مخې، دغه څېړنه د یوه پوهنتون څېړونکې ډلې د وروستیو اړوندو ارقامو پربنسټ ترسره کړې ده. پرتلیزه څېړنه دغو څېړونکو د نړۍ نفوس له تولیدیدونکو خوراکي توکیو، مېوو او سبزیجاتو سره پرتله کړې او دې پایلې ته رسیدلي، … نور ولولئ