کلتور او هنر

نغمه وايي، د لمسي په تصویر یې خلکو ددې د زوی ګومان کړی

نامتو افغان سندرغاړې نغمه وايي، ددې د لمسي او د شفیق مرید د زوی په تصویر خلکو ددې د زوی ګومان کړی دی. هغې دا سپیناوی وروسته له هغې کړی چې په ټولنیزو رسنیو کې د نغمې یو تصویر خپور شو چې یو کوچنی ماشوم یې په غیږ دی او ګڼو خلکو په ټولنیزو رسنیو کې دا تصویر خپور کړ او ورسره یې ولیکل چې دا د نغمې نوی زیږیدلی زوی دی. د ټولیزو رسنیو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

لس کارونه چې له تاسو يو غمجن انسان جوړوي

ژباړن: عمران لمر هغه کارونه چې کوئ يې، په ټوله کې ستاسو شخصيت جوړوي. که چېرته تل بد او خفه کوونکي عادتونه تکرار کړئ؛ نو په يو غمجن او ناآرامه انسان بدلېږئ. ځينې عادتونه شته که خپل ژوند ته يې راوړئ؛ نو په آرامه به د نېکمرغۍ خواږه وڅکئ. لاندې لس نقطې چې وبه يې لولئ؛ له ځانه لېرې کړئ، تر څو په يو غمجن انسان بدل نه شئ: ۱- د نورو پر ځای په … نور ولولئ
کلتور او هنر

له افغان سیاستوالو او وضعیته خفه؛ لطیف ننګرهاری وایي وجدان د سندرو اجازه نه ورکوي

د افغانستان له اوسني وضعیته نه یوازې عام خلک؛ بلکې سندرغاړي هم، چې په خپګان کې د خلکو پر شونډو موسکا راولي، ناراضه دي. په دوی کې یو یې مشهور افغان هنرمن لطیف ننګرهاری دی. ننګرهاری، چې د هنري فعالیت د شهرت له وخته یې په لومړي ځل په اوږده ځنډ د سندرو د نه خپریدو شاهدان یوو، وایي : د افغانستان وضعیت، چې هره ورځ پکې ګڼ خلک وژل کیږي او له هره اړخه … نور ولولئ
سپورټ

ممبيي لوبډلې له ۲۸ لوبغاړو ۱۸ په خپل نوملړ کې شامل کړل

د هندوستان سوداګریز کرکټ لیګ یا آې پي ایل پیاوړې لوبډلې ممبيي انډینز د نومبر په ۱۵ مه نېټه د پنجشنبې په ورځ د هغو زړو لوبغاړو نوملړ خپور کړی، چې تېرکال او له هغې وړاندې کلونوکې له دې لوبډلې سره لوبېدلي وو. د پنجشنبې ورځ د لوبډلې د وروستي نوملړ ترتیبولو وروستۍ وه، چې باید د آې پي ایل مسئولو اداروته یې وسپاري. ممبيي لوبډلې له ۲۸ پخوانیو لوبغاړو څخه لس لوبغاړي لرې کړي … نور ولولئ
خواړه

د هډوکو دښمنان مو دا دي

ژباړه: بشر دروېش د انسان د وجود ساختمان له هډوکو جوړ دی. هره ورځ کیدای شي د تېروتنو، بې غورۍ یا ناخبرۍ له وجې د هډوکو له دښمنانو سره مخ شئ. د دې لپاره، چې دا دښمنان درباندې کامیاب نه شي او هډوکو ته مو زیان وانه ړوي، لازمه ده څو دغه دښمنان وپېژنئ او مقابله یې وکړئ. په دې مطلب کې درته د هډوکو دښمنان در پېژنو: خراب غوړي د انسان د وجود ساختمان … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ورځنی ژوند او د نیوټن ګټور قوانین

ژباړه او راټولونه: عدنان نجیبي په ۱۶۸۷ کال کې اېساک نیوټن خپل مخکښ کتاب (The Principia: Mathematical Principles of Natural Philosophy) د طبعي فلسفې لپاره ریاضیکي اصول، کوم چې د هغه درې د حرکت قوانین تشریح کوي نشر کړ. په دې پروسه کې نیوټن د ابتدایي میخانیک د علم تهداب کېښود او هغه لاره یې بیا پرانسته چې خلک باید فزیک او ساینس ته مراجعه وکړي. سره د دې چې زیاتره خلک پرې نه پوهېږي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ستونزو باجود مو د حالت بهترولو لپاره ۵ لارې تعقیب کړئ

ژباړه: نوراحمد فضلي تر ننه د دماغي ځواک په اړه ډېري لیکني سوي دي. د انسان ذهن کولی سي چي احساسات او عواطف تنظیم کړي. البته د احساساتو تنظیم د هغوی د کنټرول په معنا نه دی. اکثره خلک همېشه وايي:” نه سو کولی چي خپل احساسات کنټرول کړو “. دا خلک د احساساتو کنټرول او د هغوی تنظیم سره ګډوي. د احساساستو له تنظیمه مو هدف دا دی چي هره لحظه خپل حال ته … نور ولولئ
کلتور او هنر

د هندي سینما د نڅا ښوونکې، د قاچاق په تور ونیول شوه

د هندۍ سېنما کې د نڅا کوونکو لپاره د نڅا ښوونکې او کوریو ګرافر د انساني قاچاق په تور د هندوستان پولیسو نیولې. ایجینز هیملټن له دبنګ خان یا سلمان خان سره په فلم (ټیوب لائټ) کې هم کار کړی. هندوستانۍ رسنۍ وایې، هيملټن د هندوستان د ممبیي د جرایمو د څانګې د پولیسو لخوا د انساني قاچاق او د ښځو د جسمي خرڅلاؤ په تور نیولې ده. هندۍ رسنۍ وایي، ایجنیز د دې سربېره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

۳۰ کارونه چې نه ترسره کول یې پښیمانتیا لري

ژباړه او زیاتونه: احمد فرهاد توتاخیل دا طبیعي ده څومره چې د انسان عُمر زیاتیږي، هماغومره هوښیاریږي او لا زیاتې تجربې ترلاسه کوي. په دې سره، کله چې ځوانان هم په یوه کار کې بندیږي، نو مشرانو یا هم د پاخه عُمر کسانو ته مراجعه کوي او له هغوی سلا مشورې ترلاسه کوي، ترڅو د ژوند چارې یې سمې پرمخ ولاړې شي. دلته په افغاني ټولنه کې هم، کله چې کشران د ژوند په چارو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له ځان سره د مينې ۲۱ لارې

ژباړه: عمران لمر مونږ په ژوند کې تر ډېره همدا زده کوو چې بايد يو هدف ولرو او بريالي شو؛ مګر په دې کې خپل ځان نه وينو. په ژوند کې د برياليتوب او خوښ اوسېدو يو عامل له ځان سره مينه کول دي. په دې ليکنه کې له ځان سره د مينې کولو ۲۱ لارې لولئ چې په ښه ژوند کولو کې له تاسې سره مرسته کوي: ۱ـ د خوشحالۍ لپاره په نورو تکيه … نور ولولئ