کلتور او هنر

د اکشي کمار د منفي رول لرونکي فلم 2.0 تر ریلیز وړاندې له ۱۰۰ کروړه زیاتې پیسې ګټلي

د هندوستان په سېنما کې تر ټولو په ډېر لګښت جوړیدونکي فلم 2.0 له ریلیز یا په سېنما په پردې له روښانه کېدو وړاندې تر ۱۰۰ کروړه زیاتې پيسې وګټلې. 2.0 د نوموتي فلمي ستوري اکشي کمار او راجنی کانت فلم دی چې د ساینس پرمختګ په کې ښودل شوی. د 2.0 لپاره مینوال په بې صبرۍ انتظار باسي او د فلم کتلو ته تلوسه کې دي نو همدا لامل دی چې فلم له ریلیز … نور ولولئ
سپورټ

د IPL درې لوبډلې ښايي د شهزاد د اخیستلو هڅه وکړي

د محمدشهزاد بې رحمه توپ وهنې د آې پي ایل لوبډلو پام ځانته راړولی. هغه د چهارشنبې په ورځ د ټي ټېن لیګ د پیل په لوبه کې خپله توپاني توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه، چې توپ وهنه یې د نړیوال ریکارډ سره مله وه. په ۱۶ توپونو یې ۷۴ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ۸ یې شپږیزې او ۶ څلوریزې وهلې وې. شهزاد په ۱۲ توپونو د چټکې نیمه سلیزې بنسټ کېښود او ځان … نور ولولئ
کلتور او هنر

عالیه بهټ وایي، تر اوسه وړه یم، د واده نه یم!

د هندۍ سېنما ځوانه او مشهوره فلمې ستورې عالیه بهټ وایي، لا د واده لپاره وړه ده او واده ته یې اوس هم زیات وخت دی. عالیه بهټ د هندوستانۍ سېنما مشهوره فلمي ستورې ده، که څه هم د فلم ډګر ته یې د راتګ زیات وخت نه کیږي خو تر اوسه په فلمي ډګر کې یو کامیاب بکراونډ لري. د بالیوډ د ښکلې جوړې رنویر سنګهـ او ډپيکا پډوکون له واده وروسته په رسنیو … نور ولولئ
سپورټ

د مجیب هغه ځواب چې د ډوني د یوه مینه وال زړه یې لاسته راوړ !

افغانستان چې د ۲۰۰۱ کال راهیسې پکې کرکټ عام شوی په دې لړ کې یې ډېر سپېن بالران د کرکټ ډګرونو ته وړاندې کړي دي، چې پکې د نورو افغان لوبغاړو ترڅنګ راشدخان او مجیب ځدران د نړۍ په کچه مشهور دي. مجیب ځدران په ۲۱ مه پېړۍ کې زېږېدلی او ۱۷ کاله عمر لري؛ خورا ښه بالر ثابت شوی. هغه د افغانستان د ملي لوبډلې سربېره په نړیوالو سوداګریزو لیګونو کې لوبېدلی او د … نور ولولئ
په زړه پورې

نوی مذهبي ټکر؛ هند د ښارونو اسلامي نومونه بدلوي

سره له دې چې هند د نړۍ په کچه د دیموکراسۍ تر ټولو لوی هېواد ګڼل کیږي، خو په وروستیو کې له دغه هېواد څخه د مذهبي ټکرونو؛ په ځانګړي ډول د مسلمانانو پر وړاندې د یو شمېر پارونکو ګامونو خبرونه خپریږي. نوې ناندرۍ په تازه ګام کې یو شمېر مسلمانان او حتا غیر مسلمان مدني فعالان د واکمن ګوند هغې پریکړې قهرولي، چې له مخې یې د یو شمېر اسلامي ښارونو نومونه په غیر … نور ولولئ
خواړه

سره املوک دا ګټې او زیانونه لري

ژباړه: بشر دروېش سره املوک د مني له خوندورو او خاصو مېوو څخه ده. دا مېوه د پښتورګو د تېږې په ختمولو، د وینې د فشار په کنټرول، د سرطان په مخنیوي او د سر د پوستکي په پیاوړتیا کې خاص رول لري. یاده مېوه تر ډېره په چین او جاپان کې کیږي. پاکستان هم له چین څخه دا مېوه خپلو متناسبو سیمو ته لېږدولې او ایران هم. د دې دوو هېوادونو په وسیله افغانستان … نور ولولئ
رسنۍ

د ټرمپ پر وړاندې د cnnګامونه؛ محکمې ته یې شکایت او د توهین شوي خبریال غچ یې واخېست

د امریکا جنجالي ولسمشر ډونالډ ټرمپ دا ځل له سي این این نړیوالې تلویزوني شبکې سره په جنجال اوښتی. دا جنجال تر فیډرالي محکمې رسیدلی. دغې ټلویزوني شبکې د دې ترڅنګ خپل هغه خبریال لا مهم کړی، چې ټرمپ یې په یوه خبري ناسته کې توهین کړی و. پر خبریال د سپینې ماڼۍ بندیز د سي این این تلویزوني شبکې اعلان کړی، چې رسمآ یې د امریکا فیډرالي محکمې ته له ولسمشر ټرمپ څخه شکایت … نور ولولئ
خواړه

نوې څېړنه: ماشوم ته شیدې ورکول د میندو د سرطان خطر کموي

ژباړه: بشر دروېش د میندو لخوا ماشومانو ته د شیدو ورکول په وروستیو کې کمرنګه شوی ښکاري. یو شمېر میندي ګومان کوي، چې دا کار ممکن ورته په تاوان تمام او صحت ته یې ښه نه وي. البته په دې کې شک نشته، چې تر دوه نېم کلنۍ پورې ماشومانو ته شیدې ورکول د میندو مسولیتونه زیاتوي او مجبوروي یې، چې د دې کار له عهدې د وتو لپاره ډېر او ځانګړي خوراکونه او نور … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کينې او بُعض لس ضررونه

ژباړه: عمران لمر که فکر کوئ چې کينه کومه لويه ستونزه نه ده؛ نو په خپل نظر مو بيا فکر وکړئ. د کينې په هکله ټول خلک پوهېږي؛ شايد تاسو فکر کوئ چې يو څه کينه مو د ګډ ژوند لپاره ښه ده؛ يا کله چې ستاسو د ژوند ملګرې کينه کوي په دې مانا چې تاسې ورته ارزښت لرئ. کينه نه يواځې ستاسې اړيکې ته بلکه خپله تاسې ته هم ضرر رسولی شي. ښه … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د کمپيوټر د سکرين پر وړاندې د سترګو د ستړيا د مخنيوي لپاره ۵ لارښوونې

ژباړه: محمد عزيز پردېس کله چې ستاسو د اړتيا وړ توکي ستاسو د کاري مېز په مختلفو موقعيتونو کې وي، نو ستاسو سترګې مجبورې دي چې مرتبا مختلفو واټنونو ته په کتو خپل ليد تنظيم وکړي. د دغه وضعيت د کنټرول لپاره د کمپيوټر ليکدړه يا کيبورډ مستقيما د منيټور پر وړاندې کېږدئ او هغه څه چې بايد ويې لولئ د کمپيوټر څنګ ته يې منظم کېږدي. که تاسو هم د هغې ډلې کسانو څخه … نور ولولئ