سپورټ

سمیرا اضغري ؛له اسیا څخه د المپیک د نړیوالې کمیټې تر ټولو ځوانه افغانه غړې

افغانستان هره ورځ له بدو خبرونو سره په څنګ کې ښه خبرونه هم لري. په دي خبرونو کې یوه موضوع، چې څو اونۍ د مخه باید زموږ د افغاني رسنیو او ورزشي قشر یو تر ټولو مهم خبر وای، خو له پامه لویدلی، دلته یې جزیات شریکوو: یوه څلیرویشت کلنه افغانه ښځه د نړیوالې المپیک کمېټې د نوې غړې په توګه ټاکل شوې ده. دا څوک ده؟ دغه مېرمنه سمیرا اضغري نومیږي. هغې له څو … نور ولولئ
خوندیتوب

د ماشومانو چېغې؛ داسې یې کرارولای شئ

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش ماشومان که غږیدای شي کنه، خو وخت په وخت نارامه کیږي، ژاړي، شور کوي او چېغې وهي. دوی یا د ناروغۍ له وجې داسې کوي، یا د ځینو غوښتنو د پوره کیدو لپاره فریاد کوي.ث د دوی د ارامولو مختلفې لارې دي، ځینې به یې درمعلومې هم وي. معمولا زموږ خلک د ماشومانو د ارامولو لياره له دودیزو لارو ګټه اخلي. څوک خپل ماشومان ملا ته بیایي، څوک یې په … نور ولولئ
کلتور او هنر

د عامرخان "مغل" فلم؛ د ګلشن کمار د مرګ داستان

د ګلشن کمار په ژوند جوړیدونکی فلم (مغل) د عامر خان نوی فلم دی، چې په نژدې وخت کې به يې د شوټینګ چارې پیل شي. دا فلم چې عامر خان به يې د پروډکشن چارې هم واخلي، وروسته له هغې د رسنیو سرټکی شو، چې د ډاریکټر په سره يې لانجې راپورته شوې. ټاکل شوې وه، چې د مغل فلم د لارښوونې چارې به سبهاش کپور په غاړه ولري، خو وروسته فلمي ستوري عامرخان … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څېړنه: ټولنیزې رسنۍ په خپګان کمولو کې مرسته کوي

  د انسان پر روان د ټولنیزو رسنیو د اعتیاد له بدو اغېزو به مو ډېر اوریدلي وي. اوس د یوې نوې څېړنې له پایلو مو خبروو، دغه څېړنه ښیي چې ټولنیزې رسنۍ د انسان په خپګان کمولو کې مرسته کوي. پر رواني ناروغانو څېړنه دا نوې څېړنه په امریکا متحده ایالاتو کې یوې څېړونکې ډلې کړې ده. څېړونکو ادعا کړې، چې ټولنیزې شبکې د عمر خوړلو او ناروغانو د رواني وضعیت له ښه کیدو … نور ولولئ
سپورټ

حضرت الله ځاځي لپاره د پرمختګ یو بل ګام

که څه هم حضرت الله ځاځی ملي کرکټ ټیم کې له شمولیت وړاندې د کلبونو کرکټ کې خورا مشهور و او د کلبونو ترمنځ کرکټ کې د افغانستان په کرېس ګېل یادیده. له کوم وخت څخه چې زه د ده په اړه معلومات لرم او هغه مهال چې دی د افغان بیسیم مخابراتي شرکت لوبډله کې لوبېده، د رخصتیو په ورځو کې به د مسابقو لپاره تلو او بیا به یې د پېسو په مقابل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

موږ له ښځو سره څه کوو؟ د افغان میرمنو ناتمامې ستونزې

د ښځو وهل، ټکول، په بدو کې ورکول، تعلیم ته نه پرېښودل، په زوره او په کم عمر کې يې واده کول او د یوې متاع په توګه ورته کتل هغه منفي دودونه دي چې په ټولنيزه کچه خورا نه زغمونکې ستونزې راولاړې کړې او په کورنۍ او ټولنه کې يې ثبات له ګواښ سره مخ کړی دی. ښځه نیمه نړۍ ده، هغه نیمه نړۍ چې هم د مور، هم د خور، هم د لور … نور ولولئ
رسنۍ

د خولې بد بويي؛ څنګه پرې پوه شو؟ او څنګه یې له منځه یوسو؟

د خولې بد بویي هغه حالت ته ویلی شي چې د ساه ایستلو په وخت کې یې بل څوک احساس کړي. دا چې د خولې د بکټریاوو او یا نورو لاملونو له کبله وي نو نه یوازې یوه ناروغي ده بلکې د انسان پر شخصي او ټولنیز ژوند هم اغیزه شندي. ځینې خواړه لکه هوږه، ګندنه او پیاز تر هضم وروسته د وینې جریان او له هغه ځایه د سږیو له لارې په تنفسي هوا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د وَلْوَرْ په نوم د خور او لور پلورل تر کومه؟

تر اوسه پورې کومې خور د ولور د ناوړه رواج د بندېدو غږ نه و اوچت کړی، خو زه نن د دې رواج د له منځه وړلو په موخه قلم اوچتوم، تر څو مو خويندې او ورونه د سوکاله ژوند کولو څخه برخه من شي. ولور اخيستل چې په شریعت کې یو ناروا عمل دى، بايد هر مسلمان له دې ناروا عمله ځان وساتي. او پرېنږدي، چې د خويندو او لوڼو راتلونکی ګډ ژوند يې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

جاپانیان په دې دلایلو اوږد عمر کوي

جاپانیان د نړۍ له اوږد عمر لرونکو خلکو څخه دي. خو دوی ولې تر نورو انسانانو زیات عمر کوي؟ په دې مطلب کې به یې مهم رازونه درسره شریک شي: ډېر سبزیجات خوري جاپانیان په دودیز ډول د وریجو ترڅنګ سبزیجات او کبان زیات استعمالوي. په دې خوړو کې مختلف ویټامینونه او معدني مواد شته. دا مواد د وجود له ښه روغتیا او د انسان د عمر له اوږدیدو سره مرسته کوي. خوټیدلي خوراکونه زیات … نور ولولئ
خواړه

جنسي اړیکې؛ چاغ که ډنګرخلک پکې بریالي دي؟

ژباړه: بشر دروېش د انسان وزن نه یوازې د هغه پر روغتیا او نورو برخو؛ بلکې پر جنسي اړیکو هم اغېز لري. د جنسي اړیکو په بحث کې معمولاً بحث پر نارینه وو کیږي، ځکه د دوی جنسي وړتیا یې په بریالیتوب او رضایت مندۍ کې ډېر رول لري. په دې مطلب کې دا بحث کوو، چې په جنسي اړیکو کې چاغ که ډنګر کسان ډېر بریالي وي؟ د اندام او جنسي اړیکې تړاو د … نور ولولئ