رسنۍ

ټرمپ د ای بي سي خبریاله سپکه کړه؛ وايي "شراب خور نه یم"

سپینه ماڼه کې د یو مطبوعاتي کنفرانس پر مهال ډونالډ ټرمپ د ای بي سي خبریاله سپکه کړې او هغې سره يې ناسمه ژبه کارولې. په رسنیو کې د ډونالډ ټرمپ هغه ویډو خپره شوې، چې ددوشنبې په سهار د مطبوعاتي کنفرانس پرمهال یو خبریالې ته اشاره کوي، چې ګنې دوی دې پوښتنه وکړي. تر هغې چې خبریاله ځان پوښتنې ته اماده کوي، ټرمپ د تمسخر په توګه خپل څنګ ته ولاړ د سپينې ماڼۍ … نور ولولئ
سیاست

ټرمپ او د جرمني لومړۍ وزیره انګیلا میرکل ولې وران شول؟

ډونالډ ټرمپ؛ د امریکا او حتا ټولې نړۍ بې ساری جنجالي سیاستوال. ټرمپ نه په امریکا او نه په نړۍ کې سیاسي او مطرح خلک له ځانه خوښ وساتل. دا ځل یې د المان له صدراعظمې انګیلا میرکل سره په لانجو نړیوالې رسنۍ مصروفې دي. جنجال څنګه پیل شو؟ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېره سې شنبه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د وینا پرمهال د نړیوالتوب نظریه محکومه او د ملت پالنې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څیړنې وايي؛ که غواړئ روغ اوسئ، نو وژاړئ !

ژباړه: مریم محمدي انسان د جذباتو په وخت کې اوښکې بهوي، همدغه عمل ته ژړا وايي. د مثال په توګه کله چي مور او پلار يو اولاد ووهي نو ژاړي. څیړونو ثابته کړې، چې ژړا د روغتیا لپاره ګتوره ده. څیړونو موندلې که د خپګان په وخت کې د اوښکو مخینوی وکړئ، په اعصابي ناروغیو اخته کیږئ. که وژاړئ، نو دا ګټې په ترلاسه کړئ: ۱- ژړا بدن تازه کوي څیړونکي وايي، چې له پرلپسې … نور ولولئ
ټیکنالوژي

تر ټولو عام سایبري (کمپیوټري) جرمونه او جزاګانې یې

ژباړه او راټولونه: عدنان نجیبي مونږ او تاسې د سایبري یا کمپیوټري جرمونو په اړه ډېر ځلې اورېدلي دي او دا مشکل په چتکتیا سره پر مخ تلونکی دی. ایف بي اې دغه جرمونه په ډېرو مهمو لویو برخو وېشلي دي چې مهم یې عبارت دي له: • د هویت غل (Identity Theft) • پر لیکه لوټماران (Online Predators) • مالویر یو ډول تخریبوونکی سپک‌غالی دی (Malware) • انټرنېتي دوکه (Internet fraud) • د معنوي … نور ولولئ
رسنۍ

د افغانستان لپاره ۸ لوبغاړو ۱۵ سلیزې وهلي

کریم صادق په ۲۰۱۰ م کال کې خپله لومړنۍ سلیزه په کمبوسډون نوي کرکټ لوبغالي کې د سکاټلېنډ خلاف ووهله، ۱۱۴ ناسوځېدلې منډې یې کړې وې. نورعلي ځدران خپله لومړۍ سلیزه د کاناډا خلاف په ۲۰۱۰ م کال کې په شارجه نړیوال کرکټ لوبغالي کې ووهله او ۱۱۴ سوځېدلې منډې یې جوړې کړې وې. ۲۰۱۰ کال کې شهزاد محمدي د کاناډا خلاف ۱۱۸ منډې جوړې کړې وې او لوبه یې په شارجه کرکټ لوبغالي کې … نور ولولئ
سیاست

جهادي څېرو ولې ولې چینايي نڅاګرې ننداره کړې؟

په ټولنیزو رسنیو کې د یو شمېر افغان جهادي څېرو هغه تصویرونه تر ډېر بحث او نیوکو لاندې دي، چې دوی پکې د یو شمېر نجونو د نڅا نندارې ته ناست دي. دا تصویرونه، چې په کابل کې د چین سفارت یې د ریښتیاوالي تایید کړی، په دې سفارت کې د چین د خپلواکۍ د کلیزې اړوند دي. دغه کلیزه څو ورځې مخکې نمانځل شوې. غبرګونونه د خواله رسنیو ګڼو کارونکو د جهادي څېرو هغه … نور ولولئ
په زړه پورې

عجیبه ډالۍ؛ شمالي کوریا جنوبي کوریا ته ۲ سپین سپي واستول

د شمالي کوریا واکمن کیم جونګ اون، له محدودو سیاستوالو څخه دی، چې نیږدې هرکار یې عجیب و غریب او د نړیوالو رسنیو د ډېر پام وړ وي. کیم جونګ اون، دا ځل خپل مخالف ګاونډي هېواد (جنوبي کوریا) ته د دوو سپینو سپینو له ډالۍ کولو سره د نړیوالو رسنیو پام خپل کړی. د سولې د هڅو دوام د سپیو؛ هغه هم د سپین رنګو د ډالۍ کولو دلیل له جنوبي کوریا سره سولې … نور ولولئ
کلتور او هنر

د پاکستان د سټیج اداکاره، نائله په بد وضعیت کې مړه شوه

د پاکستان د تیاتر او ټلویزیون مشهورې اداکارې نائله شاه د یوې اوږدې ناروغۍ وروسته د ژوند پور ادا کړ. نائله شاه د سټیج اداکاره وه او له ډېره وخته له ناروغۍ سره لاس او ګریوان وه. پاکستانۍ رسنۍ وایي، دغه مشهور اداکاره د اوږدې ناورغۍ وروسته په ډېر بد حالت او غربت کې وفات شوې. د رپوټ له مخې، نائله شاه پرون د پاکستان په ملتان ښار کې مړه شوه. ملتان ښار کې د … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډلې په اسیا جام کې نن دویمه سیال هم مات کړ

د نولس کلنو کم عمره ځوانانو په اسیایې جام سیالیو کې افغان کرکټ لوبډلې په خپله دویمه لوبه کې نیپال لوبډله ماته کړه. دا د اسیایې جام سیالیو کې د افغان نولس کلنو ځوانانو دویمه بریا وه، تر دې وړاندې یې د متحده عربې اماراتو لوبډلې ته هم ماته ورکړې وه. افغان نولس کلنه لوبډله د دغه سیالیو دفاعي اتله لوبډله ده، خو نن د نیپال لوبډلې د ښه مقاومت سره مخ وه. د سیالۍ … نور ولولئ
سیاست

"عمران خان د پوځ او ترهګرو چپړاسي دی"

د هندوستان د واکدار ګوند بي جي پي یوه لوړ پوړي مشر د پاکستان لومړی وزیر عمران خان “چپړاسي” بللی او ویلي يې دي، چې هغه بې صلاحیته دی. سبرامنیان سوامي د بي جي پي لوړ پوړی چارواکی او د هندوستان د مشرانو جرګې غړی دی. نوموړي پرون په یو خبرې کنفرانس کې رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان د حکومت ټولې واګې د “پوځ، آې ایس آې، او ترهګرو سره دی، او عمران خان … نور ولولئ