ټولنیز ژوند

کامیاب والدین دا ځانګړنې لري

ژباړه: عطا محمد میاخېل ټول والدین غواړي، چې له خپلو ماشومانو سره مرسته وکړي، ترڅو ښه وده او پرمختګ ولري، خوشاله واوسي او ترې غوره او استعداد لرونکي انسانان جوړ شي. په ډېری مواردو کې والدین باید دا زده کړي، په هغه تګلوري کې چې په مخکې یې لري، کومې تګلارې غوره او ځواب ویونکې دي، خو په دې لوړ او ژور تګلوري کې تېروتنې هم شتون لري، چې د هغوی د ستړیا او خواشینۍ … نور ولولئ
خواړه

د انارو څو ګټې

ژباړه: محمد عزيز پردېس انار چې په انګرېزي کې ورته Pomegranateاو په سوچه پښتو کې ورته نرګسي هم وايي سور رنګه او مزه ناکه مېوه ده چې د ونو لوړوالی معمولا يې د ۵-۸ مترونو پورې رسیږي. داسې ويل کېږي چې انار د هند لخوا نورې نړۍ ته ورپېژندل شوی، خو د نړۍ تر ټولو غوره انارو کې د افغانستان نوم په سر کې يادېږي. په قفقاز کې له پخوا څخه د دې نبات کرکېله … نور ولولئ
سپورټ

د BPL ټیمونه: دا ځل اوو لوبډلو کې ۷ افغان لوبغاړي اخېستل شوي

د بي پي ایل یا بنګله دېش سوداګریز کرکټ لیګ بولي چې د اکټوبر په ۲۸ مه نېټه د یکشنبې په ورځ ترسره شوه، پکې ۷ افغان لوبغاړي هم د مختلفو لوبډلو له خوا اخېستل شوي دي. د بي پي ایل په شپږم پړاو بولۍ کې ۱۲۸ کورني او باندني لوبغاړي اخېستل شوي، چې د دغو لوبغاړو په منځ کې افغان ځوان لوبغاړي هم شامل دي. رنګپور رایډرز: رنګپور رایډرز لوبډلې، چې تېرکال پکې شهزاد … نور ولولئ
خواړه

خوږ او اسيد لرونکی څښاک ده غاښونو د خرابیدوسبب کیږي

دا چې څنګه خواږه او اسید لرونکې څښاکونه د غاښونو د خرابۍ سبب کیږي، په دې اړه څیړنه په نږدې ٣٠٠ داسې کسانو تر سره شوې چې د غاښونو له جدي خرابوالي کړېږي. د اسيد لرونکو شيانو څښل لکه ځينې چايونه چې پکې د ميوو له ترکيباتو استفاده کيږي او يا هغه اوبه چې د ميوو او نورو شيانو مزه پکې ور زياته شوې وي، غاښونه خرابوي او سپینوالی یې له منځه وړي. د ميوو … نور ولولئ
په زړه پورې

ولې د ځینو نارینه و سرسختې او مغرورې نجونې خوښیږي؟

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش په افغانستان کې د مهمو او بارسوخه کورنیو سره خپلوي یو عام رواج دی. هرڅوک هڅه کوي، چې د خپل وس برابر تر ټولو غوره کورنۍ ته جرګه واستوي او له لور سره یې ګډ ژوند غوره کړي. په دې برخه کې یو پښتو متل هم شته: کولاله وکړه، خو خپله سیاله وکړه! د نېک نامه، سیالو او غوره کورنیو یا نجونو سره خپلوي نه یوازې د افغانستان د نارینه … نور ولولئ
سیاست

د رازق شهادت او د برادر خلاصون؛ پاکستان څه لوبه کوي؟

ارشاد رغاند پاکستان بالاخره له څو کلنې نن – سبا ویلو وروسته د وسله والو طالبانو یو مهم مشر ملاعبدالغني برادر له خپل یوه زندان څخه خوشې کړ. ملا برادر څو کاله مخکې پاکستاني پولیسو ترهغې وروسته ونیوه، چې وېل کیږي د حامد کرزي حکومت سره یې د سولې خبرو ته لېوالتیا ښودلې وه. د ښاغلي کرزي حکومت سولې ته د برادر د همدې لېوالتیا له کبله د پاکستان له حکومت څخه بیا- بیا د … نور ولولئ
سپورټ

اسټرالیا کې د جنوبي اسیا ټولنو ترمنځ د کرکټ سیالۍ: افغان ټولنه هم پکې ده

د اسټرالیا د ویکټوریا په نامه سیمه کې د کرکټ سیالۍ کېږي، چې افغانستان ته پکې هم وخت ورکړل شوی دی. دا لوبې د پوهنتونونو ترمنځ مخکې د اپریل په ۲۸ مه نېټه هم د ۳۰۰ لوبغاړو له خوا ترسره شوې وې. هغه مهال دا لوبې په فاکنر پارک لوبغالي کې وې. د نیوز په نامه یوې وېب پاڼې لیکلي، چې د مېلبورن رېنېګېډز سیمه کې د اتلولۍ جام سیالۍ ترسره کېږي، چې د جنوبي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ښځې او خاوند متفاوت نظرونه

ژباړه: مریم محمدي ارواپوهان وايي د ښځې او خاوند په نظریاتو کې داسې تفاوتونه شته چې لا تر اوسه ځینې یې په دې اړه نه پوهیږي. له همدې له امله ډېری وخت یو بل سره غلط درک کوي، چې په ګډ ژوند کې د ستونزو لامل کیږي. ارواپوهان وايي دا تفاوتونه په دې ډول دي، خو البته ټول به ممکن داسې نه وي: ۱- خاوند غواړي چې، د ژوند ستونزې یوازې حل کړي، خو ښځه … نور ولولئ
اقتصاد

د نړۍ د غوره مدیرانو څو ګډې ځانګړنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل ۱ ـــ د بریا له ترلاسه کولو سره مینه او لېوالتیا. ۲ ـــ خپلې ظاهري بڼې ته ډېره پاملرنه. ۳ ـــ دنده ایز غرور. ۴ ـــ په اړیکو کې مهارت. ۵ ـــ صداقت او رښتینولي. ۶ ـــ د ښې او پیاوړې حافظې لرل. ۷ ـــ د درندو کارونو د ترسره کولو وړتیا. ۸ ـــ هوښیارانه تصمیمونه نیول. ۹ ـــ په ځان باندې تکیه کول. ۱۰ ـــ په وېره باندې غلبه. ۱۱ … نور ولولئ
سپورټ

سمېت: د توپ بدلولو په قضیه کې کرکټ بورډ ملامت دی، ځکه هغوی موږ ته همداسې ویلي ول

پخواني اسټرالیایي کرکټ لوبغاړي سټیف واف وایي، افریقا کې د بال حالت بدلولو په پېښه کې اسټرالیایي کرکټ بورډ ګرم دی. سمیت وایي افریقا ته د اسټرالیایي لوبډلې د سفر په ترڅ کې د ټېسټ لوبې پر مهال د توپ د حالت بدلولو په پېښه کې کرکټ بورډ پړ دی، نوموړی زیاتوي اسټرالیایي کرکټ رهبري غړو، چې افریقا ته له لوبډلې سره تللي وو ستونزه جوړه کړې وه. په هغې پېښه کې سټیف سمېت، چې … نور ولولئ