سپورټ

ملېنګا ۵۰۰ ویکټې پوره کړې

د سریلانکا چټک ښي لاسي توپ اچوونکي او د یارکر توپ اچونې پاچا لسېت ملېنګا د سریلانکا لپاره څلورم توپ اچوونکی شو، چې په ټولو لوبو کې ۵۰۰ وېکټې پوره کوي. نوموړي پرون د شنبې په ورځ د اکټوبر په ۱۳ مه نېټه د انګلستان خلاف دوهمه یو ورځنۍ لوبه کې پنځه وېکټې واخېستې او په دې ډول یې په نړیوالو لوبوکې ۵۰۲ وېکټې پوره کړې. ملېنګا په ۳۰ ټېسټ لوبو کې ۱۰۱ وېکټې اخېستې … نور ولولئ
سپورټ

مجیب ځدران د اسټرالیا په ستر سوداګریز لیګ ( بیګ باش) کې واخېستل شو

د اسټرالیا سوداګریزلیګ چې هر کال په ډېسمبر ، جنوري او فبروري میاشتو کې ترسره کېږي، سږ کال پکې مجیب ځدران د برېسبېن هیټ لوبډلې واخېست. د برېسبېن هیټ لوبډلې مشر ویټوري ویلي، چې مجیب ځدران په ۲۱ مه پېړۍ کې زېږېدلی ځوان دی او ۱۷ کاله عمر لري، دې زیاتوي، چې مجیب د خپلې ملي لوبډلې لپاره یو ورځنیو، شل اوریزو او ټېسټ لوبوکې لوبېږي او ډېر موثر دی. مجیب ځدران په هیټ لوبډله … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د نجونو نړیواله ورځ تېره شوه، خو د افغان نجونو ګڼې ستونزې پر ځای پاتې شوې

ژباړه او ترتیب: بشردروېش د اکتوبر۱۱ مه د نجونو نړیواله ورځ ده. سږکال دا ورځ د پخوانیو برعکس د پام وړ افغانانو لږ ترلږه د خپلو کم عمره نجونو د عکسونو له خپرولو سره د خواله رسنیو له لارې ونمانځله. افغانستان له هغو هېوادونو دی، چې اساسي قانون یې د ښځو او نارینه وو حقونه د یو بل برابر ګڼي، خو عملا د ناسمو ټولنیزو دودونو، کم لوستۍ او قیدو فکرونو له وجې ښځینه وو … نور ولولئ
سپورټ

افغان پریمیرلیګ کې ریکارډ: په یو توپ ۱۶ منډې وشوې

د افغانستان سوداګریزکرکټ لیګ کې د جمعې په ورځ په مازیګرنۍ لوبه کې شرف الدین اشرف په یوه بال د کندهار لوبډلې ته ۱۶ منډې ورکړې. کیسه داسې ده، چې شرف الدین اشرف د پکتیا لوبډلې کیڼ لاسی اف برېک ارتودوکس توپ اچوونکي د دوهمې پاڼۍ توپ وهنې پرمهال لسم اور ترسره کولو لپاره وټاکل شو؛ هغه په لومړي توپ یوه منډه ورکړه، په دوهم توپ منډه رانغله، په دریم توپ بیا یوه منډه راغله، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څو ټکي چې په ټولنیزه وده کې مرسته کوي

ژباړه: محمد عزيز پردېس ۱- د دواړو اړخونو ګټه په پام کې ونيسئ. د مذاکرې پر مهال يوازې د خپل ځان په اړه فکر مه کوئ. ښه په دقيق ډول خبرو ته غوږ ونيسئ او د مقابل لوري عقايدو او نظرياتو ته هم احترام وکړئ. خپلې خبرې په څرګند او روښانه ډول بيان کړئ او له دې ځان مطمئين کړئ چې مقابل لوری مو خبرو ته متوجه دی او ستاسو مطلب يې اخېستی. ۲- د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د وینې فشار د ټیټیدو لاملونه او نارمل حالت یې

ژباړه: مریم محمدي د وینې فشار دوه ډوله دی، یوه ته سیسټولیک او بل ته ډیاسټولیک وايي. دلته خاصتاً په دې اړه معلومات در کوو چې ولې مو د وینې فشار ټيټيږي: ۱- د ویني فشار څه ته وايي؟ د وینې فشار هغه ځواک دی چې د رګونو پر دېوالونو د وینې د جریان په وسیله را منځ ته کېږي او د ژوند یوه نښه پېژندل کېږي. کله چې وینه د زړه په وسیله پمپېږي، … نور ولولئ
خواړه

د ياقوت پلو د پخولو طریقه دلته زده کړئ

ژباړه: مریم محمدي د وریجو پخول بېلابېل ډولونه لري، لکه: ماش پلو، قابلې پلو دې ته ورته نور، نن درته د آلو بالو پلو يا ياقوت پلو د پخولو اړه معلومات درکوو چې کولای شي تاسو یې هم پوخ کړئ. ۱- د اړتیا وړ مواد: – وریجې يو كيلو – چرګ يوه دانه – غوړي ۵۰۰ ګرامه – آلو بالو يو كيلو – بوره نیم كيلو – زعفران يوه كاچغه – پسته او بادام هر … نور ولولئ
په زړه پورې

انټرنیټ او نوې نړۍ؛ ګټي او زیانونه

ژباړه: نوراحمد فضلي موږ ټول په ورځني ژوند کښي د انټرنیټ له ګټو خبر یوو. خو له بلي خوا څخه دې انټرنیټ مو په شخصي او کورني ژوند، فرهنګ، اړیکو او ټولنیزو تعاملاتو کښي یو لړ منفي تاثیرات هم راوستلي دي. مثلاً: اړیکي: انټرنیټ مو د دوستانو او حتا په کاري چاپېریال کښي د همکارانو سره د تعامل او اړیکو ډول بدل کړی دی. د بېلګي په ډول: مخکي به مو د خپلو احساساتو د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د پلاستیکي توکو استعمال د ناروغیو سبب کیږي

ژباړه: مریم محمدي په لندن کې ترسره شوې روغتيايي څېړنې دا معلومه کړې، چې د پلاستیکي توکو کارول روغتیا ته زیان رسوي. څېړنو موندلې، هغه کيميکل یا کیمیاوي مواد چې د پلاسټیک په جوړولو کې ترې کار اخیستل کېږي د خوراکي توکو د استعمال قابل نه دي، او وروسته له هغې چې په پلاسټیک کڅوړه کې کوم خوراکي توکي واچول شي، د دوو يا درې ساعتونو په تېرېدو سره پلاسټيک کې هغه کيميکل راڅرګند شي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بریالي ژوند څو رازونه

ژباړه: محمد عزيز پردېس ۱- خپله بريا مجسمه کړئ. که مو په ذهن کې د ځان لپاره څه مجسم کړل، نو هغه به په واقعيت کې هم وګورئ. مثبت ليد، ښه ليد، مثبت فکر او په ذهن کې مثبت انځور جوړول… دا ټول هغه څه دي چې ستاسو خوبونه په واقعيت اړوي. دا کار نه يوازې دا چې تاسو ته مثبت انرژي دربښي، بلکې تاسو دې ته هڅوی چې تل د خپلو موخو او هيلو … نور ولولئ