ټولنیز ژوند

د مسټر بین پر سبک خوشحاله ژوند کول زده کړئ

ژباړه: نوراحمد فضلي خوشحاله ژوند کول زموږ ګډه هیله ده او موږ ډېر یې په اړه کوشش کوو. راځئ دا ځل د مسټربین پر سبک خوشحاله ژوند کول ولرو. د مسټربین Mr. Bean له نامه به مو اورېدلي وي، او فلمونه یا لږترلږه تمثیلي کلیپونه به مو ئې حتمن لیدلي وي. موږ نننی مطلب پر دې راڅرخي چي نوموړی ژوند ته له کومي زاويې ګوري. مسټربین چي نې تعلیم کړی، نه شتمن دی او نه … نور ولولئ
سپورټ

پاکستانیانو له راشد وروسته دا ځل مجیب پسې راواخیسته !

پاکستاني لوبغاړي دا ځل د مجیب په عمر شکي دي. کرېک ټرېکر وېب پاڼې خپاره کړي، د پاکستان ځېنې لوبغاړي وایي، مجیب ځدران په رښتیا هم اوولس کلن نه دی. دوی وایي، چې مجیب ځدران ۲۰۰۰ م کال کې نه دی زېږېدلی بلکې عمر یې زیات دی. د نړۍ په ټولو وېب سایټونو کې د مجیب ځدران د عمر په اړه ویل کېږي، چې هغه ۱۷ کلن دی او یواځېنی لوبغاړی دی، چې په ۲۱ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا خبرې هیڅکله مېرمنې ته مه کوئ

ژباړه: بشر دروېش پښتانه سره له دې، چې ښځو سره په بد چلند تورن دي خو ښځو ته د « کور ودانه» اصطلاح کاروي. له دغې اصطلاح سره څرګندیږي، چې حتا دوی له ټول سخت دریځه ذهنیت سره مېرمنو ته د کور ودانولو د بنسټ په سترګه ګوري او په دې قانع دي، چې کورونه یې په مېرمنو ودان دي. مېرمنه چې «کور ودانه» ده، بیا خو ورسره په چال چلند کې باید پوره احتیاط … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د اولاد په روزنه کې د پلار رول

ژباړه: محمد عزيز پردېس په تېرو کې به داسې فکر کېده چې پلرونه يوازې د کور د خرڅ پوره کولو مسول دي او ميندې دي چې د اولاد په روزنه او تعليم کې رغنده رول لوبوي. خو په اوسنی عصر کې ارواپوهان په دې باور دي چې پلار د اولاد په روزنه کې اساسي رول لري. علمي څېړني ښيي چې پر اولادونو ( لوڼو او زامنو ) د پلار اغېز اوږدمهاله دی او د پلرونو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

عشق ځپلي په دې جملو غم او ماتې هېرولای شي

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش د مینې پای هغومره ځورونکې ده، چې پيل یې څومره خوندور دی. د داسې عاطفي اړیکو پای ته رسول او درد زغمل یې اسانه نه دي. په افغانستان کې سره له دې، چې ډېرخلک په خوله حال نه وایي خو اکثره د مینې خوږه او ترخه تجربه دواړه لري. دلته به هغه جملې درسره شریکې کړو، چې د عشق ځپلو پام له خپلې ماتې اړوي. « زه مې خپل ځان … نور ولولئ
سپورټ

له پلاره کوچنی پاتی شوی افغان څنګه د کرکټ ستوری شو؟

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې تر ټولو کم عمره لوبغاړی او د نړۍ په کچه ځلېدونکی کرکټ ستوری مجیب ځدران وایي، ما مې خپل پلار نه دی لیدلی او د هغه د مهربانۍ له سیوري محروم پاتی شوی یم. مجیب ځدران د ۳ میاشتو و، چې پلاریې وفات شوی دی، هغه بیا د خپلې نیا یا انا په کور کې له نیکه او نیا سره ستر شوی دی. هغه د خوست ولایت په ښکلې … نور ولولئ
سیاست

امریکا ولې ۵۰۰ زره کډوال له خپل پوځه وویستل؟

ژباړه: بشر دروېش د امریکا متحده ایالاتو پوځ د تېریوه کال په موده کې تر ۵۰۰ زرو پورې کډوال له خپلو لیکو ویستي. د تابعیت د سند امتیاز د امریکا پوځ کډوال معمولاً د دې لپاره پخپلو لیکو کې جذبوي، چې یا یې پر نورو ژبو له برلاسي توبه ګټه واخلي او یا دغه کډوال د طب پياوړي ډاکټران وي او په بېړنیو حالاتو کې د پوځ د سرتېرو په درملنه کولای شي. د امریکا … نور ولولئ
سیاست

غني او د ملت دسترخوان؛ حکومت ولې د فقر بحث نه وېریږي؟

ارشاد رغاند د ولسمشرغني د هغې ژمنې خلاف، چې په ټاکنیزو کمپاینونو کې یې ملت ته د دوی د سترخوان بدلولو او پراخولو وعده ورکړې وه، د وروستیو ارقامو له مخې لږ ترلږه ۳ میلیونه افغانان د فقر په ترټولو لوړه مرحله کې ایسار دي. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي توبي لانزر د فرانسې خبري اژانس ته په یوه تازه مرکه کې ویلي، چې افغانستان د وچکالۍ له ترټولو بد وضعیت سره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د یوې خوشحالي کورنۍ د نېکمرغۍ راز په څه کي وي؟

ژباړه: نوراحمد فضلي آیا تاسي غواړئ چي په درو دقیقو کښي دي د نېکمرغۍ او خوشحالۍ په آسانو او کلیدي لارښوونو پوه سئ؟ آیا تاسي وخت نلرئ چي ددې خوشحالۍ او نېکمرغۍ له پاره دي په کلونو وخت ولګوئ؟ نو ددې مطلب تر پایه ویلو سره به په هغو کوچنیو رازونو پوه سئ چي وخت پر وخت ازمایل سوي او د علمي تحقیقاتو پر بنسټ ترلاسه سوي دي. خوشحالي کورنۍ د یو و بل سره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ژوند ملګرې ته د ډالۍ ورکولو پر مهال لاندې جملې وکاروئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس په معمول ډول هغه کسان چې د ژوند په اوږدو کې د کلماتو څخه د ښې استفادې وړتيا لري، د هغو کسانو په پرتله چې دا وړتيا نه لري؛ مخکښ او بريالي دي. که غواړئ په يو محفل کې د ټولو پام ځان ته راواړوئ، نو دا به بسنه وکړي چې د خبرو کولو له هنر څخه ګټه پورته کړئ. هر هغه چا او په ځانګړي ډول د خپل ژوند ملګرې … نور ولولئ