سیاست

هند ته د غني سفر؛ د کرزي نیږدې کس څنګه ناکام کړ؟

افغان ولسمشر محمد اشرف غني پرون هند ته په یوه ورځیني سفر لاړ، خو د توقع خلاف یې دغه سفر د یوه کامیاب سفر پرځای د ناکام سفر بڼه غوره کړه. د هغه دا سفر په هند کې د هغه د ځانګړي استازي ( سفیر) لخوا تنظیم شوی وو. سفیر شیدا محمد ابدالي په هند کې د ډاکټر غني له سفر ختمیدو سره سم نوموړي ته له خپلې دندې څخه استعفا وړاندې کړه. له دې … نور ولولئ
سپورټ

راشدخان د خپل کلیزې په ورځ هم زړونه او هم ډالر وګټل

راشدخان چې له دې وړاندې ۱۹ کلن و، نن یې شلمه کلیزه وه، نوموړي د خپلې کلیزې په ورځ د افغان لوبډلې لپاره حېرانوونکې کارنامه وکړه، چې د دغې کارنامې له امله یې لس زره ډالر هم وګټل او د افغانانو او نړۍ والو په خوله یې نوم هم ډېر زمزمه شو. کیسه داسې وه، چې راشدخان د محمدنبي عیسی خېل تر سوځېدلو وروسته لوبغالي ته راښکته شو، چې دا مهال افغان لوبډله چندان ښه … نور ولولئ
سپورټ

د راشد خان د کلیزې جوش بنګله دیش مات کړ، د جمعې په ورځ د پاکستان وار دی

یاران سپورټ  د اسیا جام په سیالیو کې افغانستان خپله دویمه او ددې جام د ګروپي سیالیو وروستۍ لوبه له بنګله دیش څخه د ( 136) منډو په لوی توپیر وګټله. افغانستان چې د بچې له ګټلو وروسته یې د لومړي بیټینګ فیصله وکړه، بنګله دیش ته د 256 منډو لوی هدف وټاکه. خو بنګله دیش په 42 اورونو کې خپل ټول لوبغاړی د لاسه ورکړل او په ډیره خوارۍ یې 119 منډې جوړې کړې. … نور ولولئ
سپورټ

راشد خان خپله کلیزه په نیمه سلیزه ولمانځله ؛افغانستان د بنګله دیش په وړاندې د منډو غر ودراوه

راشدخان خپله شلمه کلیزه نن د بنګله دیش په وړاندې په داسې حال کې په شانداره نیمه سلیزه ولمانځله چې افغان لوبډله تر فشار لاندې وه. له ګلبدین نایب سره په شریکه څوک چې په 42 منډو ناسوزیدلی پاتې شو، راشد خان د افغانستان په منډو 95 ورزیاتې کړې. په یوه ورځنۍ نړیواله سیالۍ کې په 50 اورونو کې پر اوو ویکټو 255 منډې جوړول د افغانستان لپاره ریکاډ دی. د کریکټ نړیوال مبصرمحمد سلام … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان او بنګله دیش ترمنځ توده لوبه ؛ د بنګله دیش ابو حیدر تر اوسه ښه لوبه کوي

د ابوظبۍ په توده هوا کې افغان او بنګله دیشي ټیم سره مخامخ دی. په لوبغالي کې د افغان نندارچیانو په مقایسه بنګله دیشي نندارچیان زیات ښکاري. د افغانستان د ټیم کیپتان اضغر ستانکزي د پچې له ګټلو وروسته د توپوهنې پریکړه وکړه. ننی لوبه د اسیا جام سیالیو د بې ګروپ وروستۍ لوبه ده. دواړه ټیمونه ددې جام د څلور غوره ټیمونو مرحلې ته وتلي او ننۍ لوبه یې په وړاندې تګ کوم اغیز … نور ولولئ
روغه سټه

جنسي اړیکې پر مغز او روان څه اغېزې لري؟

ژباړه: بشر دروېش جنسي اړیکې یوازې د جنسي لذت وسیله نه ده او نه باید په دې اړه خبرې عادي او په اصطلاح بې ادبي وګڼل شي. دا اړیکې، چې خامخا باید مشروع او حلالې وي د انسان پر ټول وجود او له هغې ډلې پرمغزو ځانګړې اغېزې لري. د دې لپاره، چې پر دې اغېزو پوه شئ، راځئ دا مطلب ولولئ. جنسي اړیکې د نیشه یي توکیو غوندې دي! جنسي اړیکې معمولاً انسان ته … نور ولولئ
سپورټ

بنګله دیشي لوبغاړي، نن او سبا د اماراتو دوو جلا ښارونو کې د پرلپسې لوبو مهال ویش غوسه کړي

د اسیا جام سیالیو کې افغانستان او بنګله دیش دواړه د سرېلانکا په ماتولو ددې سیالیو د څلورو غوره لوبډلو سیالیو ته وتلي دي. د پنجشنبې په ورځ افغانستان او بنګله دیش په خپل ګروپ کې وروستۍ او خپلو کې لومړنۍ لوبه په ابوظبۍ کې کوي. هر ټیم که یې وګټي، د اسیا جام سیالیو مهال ویش داسې جوړ شوی دی چې په سبا به یې، یعنې د جمعې په ورځ به بنګله دیش له … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له پوزې وینه بهیدنه؛ لاملونه او حل لارې یې دا دي

ژباړه: بشر دروېش له پوزې وینه بهیدنه یوه عامه موضوع ده. داسې څوک به نه وي، چې په ژوند کې یې څو ځله یا یو ځل دا حالت نه وي تجربه کړی. دا مسئله هم عادي ده هم جدي. عادي والی یې په کله ـ کله رامنځته کیدو او جدي والی یې په دایمي تکرار پورې اړه لري. له پوزې څخه د وینې بهیدو مسئله که د شپې لخوا ترسره شي، خطرناکه ګڼل کیږي. په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا ۱۳ کارونه مو پر شخصیت منفي اغیز کوي

د ګل ولي ځواک لیکنه هر انسان غواړي چې غوره شخصیت ولري، ترڅو لوړ مقام ترلاسه کړي، خو ځیني داسې کړني چې انسان په لوی لاس د ورځې په اوږدو کې یې ترسره کوي د دې لامل ګرځي څو خپل شخصیت ته لویه ضربه ورسوي. هغه دا دي: لومړی: د نشه یي توکو استعمال نشه کول هغه ناوړه پدیده شمېرل کیږي، چې د نړۍ د ګڼو انسانانو د تباهۍ لامل ګرځیدلې ده. که غواړئ چې … نور ولولئ
اقتصاد

دنده که کاروبار؛ کوم یو، موږ او ټولنې ته ډیره ګټه لري ؟!

لیکنه: غازي عابد د یوه کاروبار پر مخ وړل خپله یوه دنده ده، خو دلته له کاروبار یا Business او دندې یا Job نه دوه جدا اهداف او ماناوې اخلو. کاروبار یعنې په خپله یو څه تولیدول او خرڅول، یا تولید شوي شیان په خپله سرمایه له یوه ځایه بل ځای ته وړل یا په یوه کار کې د ګټې په موخه شتمني بندول. خو دنده مانا د بل له لورې په تولیدیدونکي کار کې … نور ولولئ