کلتور او هنر

جیګي چن او امیتابهـ چن به د بالیوډ په یو فلم کې راښکاره شي

د هالیوډ مشهور اکشن فلمي ستوری جیګي چن به د هندۍ سینما د ښاغلي او قدرمن اداکار امیتابهـ بچن سره به په یوه فلم کې کار وکړي. ویل کیږي چې جیګي چن به د بالیوډ د دغه محترم ستوري امیتابهـ سره د(انکهین) فلم په راتلوونکي برخه کې راښکاره شي. په هالیوډ کې د خپل ښه رول اداکولو مشهور جیګي چن چې په ډیري اکشن او مزاحیه فلمونو کې یې کار کړی او ښه کامیاب فلمونه … نور ولولئ
روغه سټه

منفي فکرونو راباندې روښانه ورځ شپه کړې، څنګه ترې ځان خلاص کړم؟

لیکنه: پټي اونډرکو ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل وړاندې له دې چې د مثبت فکر کواو سټراټیژي په خپل ځان تطبیق کړې، روغتیايي ګټې یې راټولې کړې، ښې اړیکې جوړې کړې او په ژوند کې خوشالي ومومې، نو لومړۍ له خپل ذهن نه د منفي فکرونو په له منځه وړلو پیل وکړه. موږ د نړۍ د اروا پوهانو، ښوونکو او لیکوالانو څخه د منفي فکرونو بیلابېلې کړنلارې راټولې کړي، ددې کړنلارو په کارولو تاسو کولی شئ … نور ولولئ
سیاست

طالبان او روسیه؛ د مجاهدینو تېروتنه ولې تکراروي ؟

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاروف اعلان کړی، چې د وسله والو طالبانو یو پلاوی به په ماسکو کې د افغان سولې په اړه جوړیدونکې غونډه کې برخه واخلي. وسله والو طالبانو په دې اړه رسماً څه نه دي ویلي، خو افغان بهرنیو چارو وزارت په دغه غونډه کې خپل ګډون مشروط کړی او ویلي، چې روسیه دې لومړی پر وسله والو طالبانو له افغان حکومت سره مستقیم مذاکرات ومني. له وسله والو … نور ولولئ
سیاست

د حنیف اتمر تشه؛ ولې یې استعفا وکړه، څه غواړي؟

ارشاد رغاند ولسمشر غني نن خپل ښي لاس( د ملي امنیت سلاکار) حنیف اتمر رسماً بایلود. اتمر غني ته پخپله استعفا پاڼه کې لیکلي، چې د حکومت له رهبرۍ سره یې د ملي یووالي او ملي اجماع د ساتنې، سولې، امنیت، سیاسي مدیریت، ټاکنو، ښې حکومتوالۍ او له سیمې و نړۍ سره د اړیکو په اړه جدي اختلافات لرل. د اتمر د استعفا لیک له مخې دا اختلافات له څو میاشتو راهیسې پیدا شوي وو، … نور ولولئ
روغه سټه

د مخ پوستکي د سپینولو لپاره ګټور ماسک

ژباړه: مریم محمدي طبیعي ماسکونه د مخ د پوستکي ځوان ساتلو، داغونو او ښکلا لپاره ګټور دي. خو په یاد ولرئ چې په دې ګتورو ماسکونو کې یو یې حتمي له نورو بهتر وي، نن درته په دې اړه وايم چې څنګه کولای شو په پینځو دقیقو د مخ پوستکی ځوان کړو. دارچین او شات په ماسکونو کې تر ټولو غوره ماسک دی، ځکه دا مواد پوستکی ښکلی او ځوان ساتي. تاسو کولای شئ چې … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز امریکا ته د کرکټ انتقال په موخه د هندۍ لوبډلې کوربه توب کوي 

د کرکټ نړیوالې شورا یا «اي سي سي» رسمي پاڼې څخه ویل شوي، ویسټ انډیزی کرکټ بورډ پلان لري، ترڅو په امریکا کې د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې کوربه توب وکړي.  ویل شوي، د ویسټ انډیز کرکټ بورډ به هندۍ کرکټ ملي لوبډله د دوه ۲۰ اوریزه سیالیو د ترسراوي په موخه د امریکا فلوریډا ایالت ته دعوت کړي.  د ویسټ انډیز کرکټ بورډ اجرایوي مشر «جاني ګریو» د کرکټ «اي ایس پي این … نور ولولئ
سپورټ

د افغان لوبډلې پخوانی روزونکی لال چاند د زیمبابوې په برخه شو 

 د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او روزونکی لال چاند راجپوټ سیتا رام اخیر هم د زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلې د مشر روزونکي په توګه وټاکل شو.  د زیمبابو کرکټ بورډ د خپلې رسمې ټویټر پاڼې څخه ټویټ کې خبر ورکړی، چې دغه پخوانی هندی لوبغاړی یې د خپلې ملي لوبډلې لپاره د مشر روزونکي په توګه غوره کړ.  هندی لال چاند د هندوستان د کرکټ ملي لوبډلې لپاره یواځې په دوه … نور ولولئ
سپورټ

حضرت ځاځي په ۲ پنځوسیزو نړیواله درجه بندۍ کې ګڼ توپ وهونکي وروسته کړل 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې سره په وروستیو کې یو ځای شوي چپ لاسي توپ وهونکي د ایرلینډ خلاف په دوه ۲۰ اوریزه سیالیو کې د مسلسل پنځوسیزو په جوړولو سره د کرکټ نړیوالې شوره په درجه بندۍ کې شامل شو.  نوموړي د ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې خلاف په لمړۍ سیالۍ کې ۷۴ او دویمه سیالۍ کې ۸۲ چټکې برید کوونکې منډې جوړې کړې او د افغان لوبډلې په بریا کې یې ستر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

سني لیوون د هندوستان سیلاب ځپلو ته مرسته استولې

د بالیووډ نوموتې ستورې سني لیوون د هندوستان په کرالا ایالات کې د سیلاب ځپلو کورونیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې. په دغه مرسته کې، چې وریجې او دال شامل دي، وزن يې ۱۲۰۰ کیلو ته رسي. سني لیوون د مرستې په اړه، پرون په خپل انسټګرام لیکلي: “هلیمنده یم، چې نن به زما خاوند (دانیل) او زه وکولای شو، چې د کرالا د سیلاب ځپلو او اړمنو خلکو څخه يې یو کم شمیر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

معتاده شاه بي بي: د خاوند بې رحمانه وژل کیدو په سګرټ څکولو روږدې کړم

وايي: کوژده ما درته وکړه، واده خپله وکړه! دلته پورتنۍ اصطلاح ددې لپاره نده چې څنګه کټ مټ کارول شوې دا د نشه يې توکو د روږدو کسانو ترمنځ استعمالیدونکې جمله ده. په نشه يي توکو روږدې ډیری نارینه به مو لیدلې وي چې له نصوارو نیولې تر شرابو او دې ته ورته د نشې نور ډولونه کاروي، خو موږ په همدې ترتیب ځینې میرمنې هم لرو چې په نشه يې توکو روږدې دي. نصوار، … نور ولولئ