کرکټ

سرېلانکا د سپین بالینګ پرمټ بیا افریقايي لوبډلې ته سر خوږی جوړ کړی دی

په سرېلانکا کې د کوربه سرېلانکا او جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د لمړنۍ ټیسټ لوبې وروسته دویمه ټیسټ سیالۍ کې د افریقايي سپین بالر کیشاو مهراج وروسته سرېلانکايي سپینرانو بیرته د جنوبي افریقا د کرکټ ملي لوبډله را ایساره کړې ده. د سیالۍ په لمړي اننګز کې د سرېلانکا خلاف کیشاو مهراج د خپل ځان او جنوبي افریقا لپاره ۹ ویکټې ترلاسه کړې، خو ورپسې سرېلانکايي سپینرانو د جنوبي افریقا توپ وهونکي … نور ولولئ
کرکټ

بنګله دیش د ویسټ انډیز خلاف لمړۍ بریا ترلاسه کړه

د بنګله دیش او ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د دوه ټیسټ سیالیو د لړۍ وروسته د ۵۰ اوریزه لوبو سیریز پیل شو، چې پکې بنګله دیش د روان سفر لمړۍ بریا خپله کړه. په سیالۍ کې د بنګله دیش لپاره د اوپنر تمیم اقبال د ۱۳۰ منډو ترڅنګ الراونډر شکیب الحسن په ۹۷ منډو جوړولو سره بهترینه لوبه ترسره کړه او دغه لوبډله یې د ۲۸۰ منډو هدف ټاکلو ته ورسوله. ویسټ … نور ولولئ
په زړه پورې

روسان له ګرمۍ سره داسې مقابله کوي

سرچینه: یورو نیوز ژباړه: بریښنا ارغند روسان سره له دې چې د ژمي او سختې یخنۍ موسم یې اوږد وي، خو په اوړي کې ګرمي هم تجربه کوي. هغوی د پېښور او جلال اباد مېشتو برعکس حتا د ۳۰ او ۳۵ درجې ګرمۍ زغم هم نه لري . روسیه د کال په دولس میاشتو کې اته میاشتې سړه هوا او واورې لري. ځینې وخت خو دا واورې په اوړي کې هم نه وي اوبه شوي، … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ماشومان څه ډول له خپګان څخه ژغورلی شو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي د ماشومانو د خفګان یو ستر لامل تنبه کول دی، چې ډير وخت میندې او پلرونه دغه کړنه تر سره کوي، په یاد ولرئ، چې ماشومان ډیر حساسه او زیانمنه کېدونکې روحیه لري. دا خبره سمه نه ده، چې ډېری خلک یې کوي، ماشومان هېڅ کله هم بې له تنبه څخه خپلې لارې ته نه راځي؛ خو تنبه هم بیا په خپل مناسب ځای کې او مناسبه اندازه. له بده مرغه ډېری … نور ولولئ
اقتصاد

په دې لارو چارو مو د فیسبوک لایکونه ډیر کړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس فېسبوک له ګوګل وروسته د نړۍ په کچه د خوښې وړ وېبسايټ دی او ورځ تربلې يې خوښوونکي مخ پر زياتېدو دي. د فېسبوک ارزښت د هغه لايکونو سره نېغه اړيکه لري. په دې ليکنه کې هڅه شوې چې دې پوښتنې ته ځوابونه وموندل شي، چې څنګه کولای شو د خپل فېسبوک لايکونه زيات کړو. ۱- خپلو پوستونو سره انځورونه يوځای کړئ څېړنې ښيي، هغه پوستونه چې انځورونو سره دي، تر … نور ولولئ
سیاست

د دوستم راتګ؛ حکومت څه وګټل، څه وبایلل؟

ارشاد رغاند د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال دوستم، چې ځینو په ترکیه کې سیاسي تبعید باله، له څه باندې یو کلنې جلا وطنۍ وروسته کابل ته راغی . ښاغلی دوستم د ولسمشر د دویم مرستیال سروردانش په مشرۍ له حکومت سره د وروستیو مذاکراتو په پایله کې د ځانګړو تشریفاتي مراسمو په بدرګه کابل ته راغی او پخپل دفتر(صدارت ماڼۍ) کې یې خپلو پلویانو ته وینا وکړه. له دوستم سره د هغه د سیاسي ایتلاف … نور ولولئ
خواړه

لیمو؛ د مرضونو ارزانه او اسانه درمل

ژباړه: مریم محمدي لیمو د باکتریا ضد، د ویروسونو ضد، د بدن د پیاوړتیا، او د وزن کموالي سربیره بې شمیره ګټې لري. په لیمو کې د نور ګټورو موادو ترڅنګ په پریمانه اندازه ویټامین سي، کلسیم او مګنیزیم شته چې بدن ته قوت ورکوي او له مکروبونو سره مبارزه کوي. ممکن تاسو به د لیمو له ګټو ډير یا کمو ګټو خبریاست خو دلته درته په ځینو په اړه معلومات درکوو: ۱- لیمو د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

خوښي په مادیاتو نه، بلکې په تجربې، سفر او نوښت کې ده

ژباړه: حمیدالله حمیدي مشهور انګلیسي لیکوال ډېوډ میچل (David Mitchell) یو وخت ویلي و:« هغه کس چې له ډېرې شتمنۍ سره مړ شي ګټونکی دی!» خو اصلي خبره دا نه ده.ګټونکی هغه څوک دی، چې ګڼې تجربې ولري او په خوښۍ کې یې ژوند کړی وي. په دې لیکنه کې به دا ولولئ چې ولې علم هم اوس وایي، چې خپله ټوله شتمنۍ په سفر ولګوئ: پخوا خلکو داسې فکر کاوه چې ټولې خوښۍ په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بریا لپاره مو هیلو ته وزرونه ورکړئ

که غواړئ خپلو موخو او هیلو ته ورسېږئ، نو هیلو ته مو وزرونه ورکړئ. ستاسو دنده دا ده، چې د هغه څه په اړه فکر وکړئ، چې غواړئ ورته ورسېږئ، نو هیڅکله مه وایئ، څه ډول به ورته ورسېږم. ډیر کله مو هیلې له داسې لارې پوره کېږي، چې ان په اړه به مو یې فکر هم نه وي کړی. هرڅوک هیلې لري، دغه هیلې کېدای شي لویې وي او یا هم کوچنۍ؛ د بېلګې … نور ولولئ
سیاست

ټاکنې او مفهوم یې

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس ټاکنې په ډيموکراتيکو او ولسواکو نظامونو کې د وړ او مناسبو کسانو د ټاکلو لپاره ترټولو ښه لار ګڼل کېږي. د ۱۹ پېړۍ په وروستيو کې په لويديځ کې په ټاکنو کې د خلکو ګډون رواج ومونده. په ډېری اروپايي هېوادونو کې سياسي مشارکت او د رايې ورکولو حق په همدې دورې کې پيل شو او په پرلپسې ډول په ټوله اروپا کې دا چاره مخ په خپرېدو شوه. … نور ولولئ