سپورټ

محمد نبي د انګلستان ۲۰ اوریزه سیالیو کې له راشد خان او مجیب ځدران وړاندې روان دی

د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې او په نړیوال کرکټ کې مشهوره الراونډر محمد نبي عیسی خیل د انګلستان په ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د دوه نورو افغان لوبغاړو سره یو ځای ګډون کړی دی، چې ښه پیل له ځان سره لري. د انګلستان د بلاسټ په نوم ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې محمد نبي عیسی خیل د لیسټر شایر، راشد خان د سسیکس او مجیب ځدران د همپشایر لوبډلې لپاره … نور ولولئ
سپورټ

سریلنکا د جنوبي افریقا کیسه په ۳ ورځو کې ختمه کړه

په سریلنکا کې د جنوبي افریقا خلاف کوربه سریلنکا لوبډلې په لمړۍ ټیسټ سیالۍ کې د میمله لوبډلې په ماتې سره پیل وکړ. په سیالۍ کې د سریلنکا کرکټ ملي لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې د کرونارا تاني د ۱۵۸ ناسوځیدلو او په دویمه پاڼۍ کې یې د ۶۰ منډو جوړلو پرمټ د جنوبي افریقا لوبډلې ته د ۳۵۲ منډو هدف ورکړ. سریلنکا د خپل بالینګ پرمټ افریقايي لوبډله په لمړۍ پاڼۍ کې په ۱۲۶ … نور ولولئ
سپورټ

ننګرهار کې د پښتون ژغورنې غورځنګ په ملاتړ لوبې: نن ۹ مه لوبه وشوه

راپور: توحیدالله اخندزاده د له ډیورنډ فرضي کرښې اخوا د پښتون غورځنګ په ملاتړ د ننګرهار ولایت غني خیلو ولسوالۍ په شیرګړ سیمه کې د کرکټ ستر تورنمینټ پيل شوی. دا تورتنمینت چې ځوانانو په لاره اچولی، هدف یې د پښتون ژغورنې غورځنګ او ددې غورځنګ د سرلارې منظور پښتین ځیني ملاتړ ښودل دي. نن ددې لوبو ۹ لوبه ترسره شوې چې احمد شاه ابدالې لوبډله د شیرګړ اتلانو پر وړاندې د سیالۍ لپاره میدان … نور ولولئ
کلتور او هنر

اریانا سعید له خپل همکار حسیب ساعد سره نامزاد شوه

په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوې تصویرونه ښيي چې تکړه افغان سندرغاړې اریانا سعید د استرالیا په میلبرون ښار کې د کنسرټ پر مهال د سلګونو نندارچیانو په وړاندې د خپل همکار حسیب ساعد له خوا د واده وړاندیز منلی دی. حسیب ساعد له اوږدې مودې راهېسې د اریانا سعید د پروګرامونو تنظیمونکی او د نوموړې د موسیقۍ د ډلې منیجر دی. د دواړو ترمنځ د اړیکو په اړه لا دمخه هم اوازې وې خو … نور ولولئ
سپورټ

د پاکستان بریا د زیمبابوې د ماتو لړۍ وغزوله !

د پاکستان او زیمبابوې د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ۵ یو ورځینیو سیالیو په لړۍ کې پاکستانۍ لوبډلې په لمړۍ بریا سره د زیمبابوې د ماتو لړۍ ته دوام ورکړ. په دې وروستیو کې د زیمبابوې کرکټ بورډ سره د دغه لوبډلې پیاوړو لوبغاړو لوبډلمشر ګریم کریمیر، ویکټ کیپر توپ وهونکې برینډن ټایلر، الراونډر سکندر رضا او یو شمیر نورو لوبغاړو د خپلو تنخواوو د ځنډ پر سر پریکون کړی دی، چې لوبډله یې … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

میرمنې باید د طبیعي یا نورمال زیږون لپاره دا ټکي په نظر کې ونیسي

ژباړه: مریم محمدي هغه میرمنې چې د زیږون پر مهال سزارین (عملیات) ته انديښنه لري، نو د امیندوارۍ په وخت دې دغه ټکي په پام کې ولري: ۱- که چیرې میرمنې د یو کامیابه طبیعي زیږون تمه لري، نو ټولې اندیښنې دې شاته واچوي، د حمل په وخت کې دې خپل صحت او ماشوم ته متوجې اوسي. ۲- د امیندوارۍ په وخت کې مور ته په کار ده، چې لږ تر لږه څلور ځلي دې، … نور ولولئ
په زړه پورې

له ټرمپ سره د اروپا سفر کې ملګرې یې میرمن میلانیا ټرمپ او که د هغې همشکله ده؟

لویدیځې رسنۍ د امریکا له ولسمشر ټرمپ سره چندانې جوړې نه ښکاري. په دې اړه چې د ولسمشر ټرمپ سره په ځینو محافلو او سفرونو کې دده د میرمنې میلانیا ټرمپ پر ځای د هغې هم شکله څرګندیږي، د تیر یو کال راهېسې اوازې تودې دې. خو اوس بروکسل ته د سفر پر مهال د ټرمپ سره د میلانیا ټرمپ نویو عکسونو دا اوازې نورې هم تودې کړي دي. د ټولنیزو رسنیو ډیر کارونکې د … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د یوې ناځوابې پوښتنې ځواب؛ د خپل عمر اندازه څنګه معلومه کړو؟

سرچینه: یورو نیوز ژباړه: پاڅون بهرام خیل د ییل پوهنتون څېړونکي د یوه داسې طبي ازمېښت په طرحه کولو بریالي شوي، چې په وسیله یې کیدای شي د انسان د عمر د اندازې په اړه په ډېر دقت سره وړاندوینه وشي. د دغې څېړنې او کشف ډلې ویلي، چې دغه طبي ازمیښت د ۹ عواملو په پام کې نیولو سره ترسره کیږي او څرګندوي، چې د یوه انسان جسم د هغه له زیږیدو څخه تراوسه … نور ولولئ
سپورټ

د جنوبي افریقا پښه بیرته د سریلنکا خلاف وښویده

په سریلنکا کې د جنوبي افریقا خلاف کوربه لوبډله سریلنکا د خپل بالینګ پرمټ بیرته را بیداره شوه او مقابله جنوبي افریقا لوبډله یې د خپلو ۲۸۷ منډو جوړولو وروسته یوازې په ۱۲۶ منډو را ایساره کړه. د دواړو کرکټ ملي لوبډلې ترمنځ د ټیسټ لوبو لړۍ په لمړۍ سیالۍ سره دوه ورځې وړاندې د تیرې پنجشنبې په ورځ پیل شوې ده، چې پکې سریلنکا لوبډلې په لمړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو … نور ولولئ
سپورټ

بنګله دیش د ویسټ انډیز سفر کې بې وسه ښکاري

 په ویسټ انډیز کې د ویسټ انډیز او میلمه بنګله دیش د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ټیسټ سیالي هم د لمړۍ لوبې د برخلیک سره مخامخ ده. بنګله دیشۍ لوبډله په لمړۍ سیالۍ کې په ۱۴۴ او ۴۳ منډو سره سوځیدلې وه، چې پکې ویسټ انډیز د ۲۱۹ منډو په توپیر سره بنګله دیش ته ماته ورکړې وه.  په دویمه ټیسټ لوبه کې هم د بنګله دیش حالت خراب دی او یو ځل بیا … نور ولولئ