اقتصاد

د افغانانو یو استنثايي بدلون؛ د اوربند په اړه د یو شمیر فعالانو څرګندونې

راپور: محمد عزيز پردېس شاوخوا درې مياشتې وړاندې د کابل او هلمند په شمول د هېواد په مختلفو سيمو کې د پرلت خېمو په منځ ته راتللو د ستړو او جګړه ځپلو افغانانو له لوري د جګړې د درېدلو او د سولې د راتګ لپاره عملي مبارزو رنګ واخېست. څه کم ۴۰ کاله کېږي چې افغانان د پردۍ او خونړۍ جګړې څخه رنځ وړي او لا هم دې جګړې ته د پای ټکی نه دی … نور ولولئ
سیاست

ولسمشر اشرف غني وايي اوربند یې تمدید کړ

ولسمشر محمد اشرف وايي له وروستي اوربند څخه د خلکو تود هرکلي ته په پام یې د افغانستان ټولو امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د اوربند د تمدید هدایت ورکړی دی. تر اوسه څرګنده نه ده چې افغان حکومت دا اوربند تر کوم وخته تمدیدول غواړي، خو ولسمشر وویل ددې اوربند جزییات به وروسته له خلکو سره شریک کړي. ولسمشر محمد اشرف غني چې نن یې په یوه ټلویزوني وینا کې خبرې کولې په عین … نور ولولئ
سپورټ

له هند سره د افغانستان تاریخي لوبه او په لوبه کې بد ریکارډونه

د افغانستان او هندوستان د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ په لمړنۍ تاریخي ټیسټ سیالۍ کې هندۍ لوبډلې د بهترینه او افغان لوبډلې د بد ترینه ریکارډونو لیکې خپلې کړې. په دغه تاریخي سیالۍ کې هندۍ لوبډلې د دوه اوپنرانو شیکر ډاون او مورلي ویجي په اوپنینګ د سلیزو جوړولو ریکارډ ترڅنګ هندۍ لوبډلې په ستر توپیر سره بریا هم خپله کړه. هندۍ لوبډلې د افغانستان خلاف په لمړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ستاسو په سیمه کې اختر څه ډول نمانځل کېږي؟

لیکنه: حمیدالله حمیدي اختر د ټولو مبارک شه ! که مسافر وي، که د یار په خوا کې وینه. اخترونه په ټوله کې په اسلامي فرهنګ او عنعناتو کې د خوښۍ او خوشحالۍ پیغام له ځان سره لري. د افغانستان په هره سیمه کې اخترونه په بېلا بېلو ډولونو نمانځل کېږي. چې کېدای شي د ځینو سیمو رواجونه یو څه سر ورته وي. زموږ په سیمه میدان وردګو، په تېره بیا چک او زموږ په … نور ولولئ
سپورټ

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د کوربه روسیې په بریا سره پیل شوې 

د فوټبال نړیوالې شورا فدراسیون یا فیفا د فوټبال نړیوال جام ۲۰۱۸ م کال سیالۍ د کوربه لوبډلې روسیې او سعودي عربستان په سیالۍ سره پیل شوې، چې پکې سعودي عربستان د روسیې څخه بدترینه ماته وخوړه. د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي پرون ماښام پیل شوه او پکې روسیې لوبډلې د سعودي خلاف ۵ ګولونه ترسره کړل، خو سعودي عربستان لوبډله تر پایه پورې د هیڅ کوم ګول په وهلو بریالۍ نشوه.  د ۲۰۱۸ م کال د فیفا د فوټبال نړیوال جام سیالۍ … نور ولولئ
سپورټ

افغانستان ته په ایرو کې پټ لال را وخت 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ته د کلونو انتظار وروسته د تیز بالر حمید حسن مومند بدیل او دولت ځدران ملاتړی را پیدا شو. افغان کرکټ ملي لوبډلې د هند خلاف په تاریخي ټیسټ سیالۍ کې نوي ځوان لوبغاړي وفادار مومند ته ځای ورکړی دی، چې د نوموړي راتګ او پیل ته مینه وال ګڼ شمیر مینه وال خوښ شول.  د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د څو کلونو راهیسې د تیزو بالرانو حمید … نور ولولئ
سیاست

ولسمشر غني وايي د تیرې شپې راهېسې طالبانو اوربند عملي کړی

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د تیرې شپې له ۱۲ بجو څخه راپدیخوا طالبانو او حکومت هغه اوربند په بشپړه توګه رعایت کړی چې دمخه تر دې یې اعلان کړی وو. افغان حکومت د روژې له اووه ویشتمې د اختر تر پنځمې نیټې پورې د اوربند اعلان کړی خو وسلوالو طالبانو بیا ویلي چې د اختر په درې ورځو کې به د حکومتي ځواکونو خلاف اوربند کوي. ولسمشر غني چې نن یې د اختر … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان او هندوستان ترمنځ تاریخي ټیسټ سیالي د ریکارډونو مل ده

د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د ټیسټ یا ۵ ورځینیو سیالیو پیل وشو، چې پکې افغان لوبډله د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې سره مخامخ شوه. د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دغه سیالۍ یوه تاریخي لوبه ده، چې پکې افغانستان د خپل ټیسټ کرکټ پیل د هندۍ لوبډلې خلاف وکړ. په دې لمړنۍ تاریخي ټیسټ کرکټ سیالۍ کې یو شمیر نړیوال ریکارډونه جوړ او لا هم جوړیدونکي دي. ۱ – د افغانستان د … نور ولولئ
سیاست

هیبت الله د ټرمپ پر وړاندې؛ امریکا به له طالبانو سره مذاکرات وکړي؟

لیکنه: ارشاد رغاند د وسله والو طالبانو مشر ملا هیبت الله پخپل اختریز پيغام کې له امریکا متحده ایالاتو څخه غوښتي، چې له وسله والو طالبانو سره د سولې مستقیمو مذاکراتو ته حاضرشي. هیبت الله په دې ډول یو ځل بیا د طالبانو هغه همېشنی دریځ تکرار کړی، چې دوی له افغان حکومت سره نه؛ بلکې له متحده ایالاتو سره په طرف کې دي او له همدغه هېواد سره د خپلې روانې جګړې د پای … نور ولولئ
سپورټ

د فوټبال نړیوال جام سیالۍ هم نن پیلیږي 

د ۲۰۱۸ م کال د فوټبال نړیوالې شورا فدراسیون یا فیفا د فوټبال نړیوال جام سیالۍ نن رسمآ پیلیږي، چې په لمړۍ لوبه کې کوربه د روسیې لوبډله د سعودي عربستان خلاف سیالي ترسره کوي.  د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي د ماښام په ۷ بجو او ۳۰ دقیقو سره پیل کیږي، چې پکې دواړه لوبډلې د الف ګروپ څخه ګډونوالې دي. د ۲۰۱۸ م کال د فیفا د فوټبال نړیوال جام سیالۍ د ورسیې په کوربه توب سره ترسره کیږي، چې پکې ۳۲ لوبډلې … نور ولولئ