اقتصاد

له ځان سره مینه کول څه ګټه لري؟ ۴ لارښوونو کې یې ولولئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس ارواه پوه کارلا ماري منلي، په دې باور دی چې خپل ځان سره مينه لرل د سالمې اړيکې يو حياتي جز دی. هغه وايي: ( که يو څوک خپل ځان ته دومره توجه ونکړي او ټول پام يې نورو ته وي، نو دغه نامساوي تعادل به ورته ډېر ګران تمام شي او کله چې له ځان سره واقعي مینه وکړئ، نو دغه مينه به ستاسو د متعادلو او سالمو اړيکو تکيه … نور ولولئ
په زړه پورې

د سیاحت او اوسېدو لپاره د نړۍ ۱۱ ارزانه هېوادونه

معمولا هر څوک د یوه دلیل له مخې د نړۍ بېلا بېلو هېوادنو ته سفر کوي. ځینې د ښه ژوند، ځینې د زده کړو او ځینې نور بیا د مجبوریت له مخې یوه هېواد ته ځي او خپل وطن پرېږدي. په دې لیکنه تاسو د نړۍ له هغه هېوادونو خبروو چې سفر کول ورته ارزانه پرېوځي. InterNations د نړۍ په کچه د مهاجرت او سفر په اړه مشهوره تولنیزه شبکه ده. دې ټولنیزې شبکې په … نور ولولئ
اقتصاد

دا ۸ ګامونه واخلئ او خپل اهداف مو ژر ترلاسه کړئ

حساب ورکوونکي اوسیدل دا قوت درکوي چې د خپلو اهدافو پر لور ورنیږدې شئ او منظم ور ورسئ. لیکنه: روګر کونورټام سمیت ژباړه: غازي عابد زړه – ځیرکتیا – همت دا بره ټولې ځانګړنې ارزښتناکې دي، خو له موږ په پرتلنه کې پیکه شوي چې زموږ د ژوند بریالیتوب لپاره څه شي او څومره مهم دي. شخصي حساب ورکوونه تر نورو ډیره مهمه ده. خپلو شرایطو ته اجازه مه ورکوه چې تا تعریف کړي چې … نور ولولئ
سیاست

سوله که توطیه؟ ټول طالبان که یوازې رهبري یې دا دریځ لري؟

د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په یوه استولې اعلامیه کې د سولې په پلوۍ ټول حرکتونه د امریکا توطیه او پروژه ګڼلي او په یو ډول یې د دې حرکتونو پر ضد هم د اقدام ګواښ کړی. د طالب ویاند استدلال په دې برخه کې دا دی، چې ګواکې د سوله غوښتنې دا حرکتونه د دوی په اصطلاح «جهاد» د یوې جګړې په توګه تعبیروي او په دې ډول په … نور ولولئ
په زړه پورې

د نړۍ تر ټولو کوچني هېوادونه چې ممکن تر اوسه مو یې نوم نه وي اورېدلی

ژباړه: حمیدالله حمیدي په نړۍ کې تر ۲۰۰ ډېر هېوادونه شتون لري، چې کېدای شي د هره یوه نوم مو یو ځل تر غوږو شوی وي. خو په دې سیاره کې داسې واړه هېوادونه هم شته چې کېدای شي تر اوسه پورې یې تاسو نوم نه وي اورېدلی. دې سیمو د نړۍ ډېره لږه برخه اشغال کړې ده او په ځینو کې یې ان دوه کورونه ژوند کوي. په دې لیکنه کې مو هغه هېوادونو … نور ولولئ
اقتصاد

د ازموینو پرمهال له ویرې د خلاصون لپاره دا لیکنه ولولئ

ليکنه: حامد مشواڼی د ازموينو په رارسېدو سره زده کونکي/محصلين د ازموينې څخه د وېرې په رنځ اخته کېږي. له ازموينو څخه وېره د زده کونکو/محصلينو په زده کړه باندې منفي اغېزه لري. ارواپوهان وايي په هر کار کې چې وېره موجوده وي، هغه په کاميابۍ سره نه شي تر سره کېدای. د دې لپاره چې په ازموينو کې مو غوره پايله ولرو او خپله وېره ختمه کړو بايد لاندې نکتو ته پاملرنه وکړو: الف: … نور ولولئ
اقتصاد

له ماتې زده کړه په کار ده، کنه ټول ژوند بربادولی شي

ژباړه: محمد عزيز پردېس وروسته له هرې ماتې نه بايد پورته شو او د ټولو هغه پېښو په اړه فکر وکړو چې رامنځ ته شوي او تر کوم ځايه چې کولی شو د تېرو تجربو څخه بايد درس واخلو او خپل ځان بايد برياليتوب ته چمتو کړو. موږ يوازې هغه انسان نه يوو چې ماته خورو؛ ټول انسانان د ژوند په پړاوونو کې څو څو ځلې د ماتې سره مخ شوي او ناکامه شوي او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

میندو ته څو اړینې سپارښتنې؛ خپل اولادونه باید داسې خوشحاله کړئ

لیکواله: کریمه ابراهیمي ژباړه: حمیدالله حمیدي د میندو خوښي د اولادونو په خوښۍ کې نغښتې ده. مور د خپلو اولادونو لپاره ژوند کوي، او خپل ټول ژوند یې د دوی له ژونده قربان کړی وي. د مور لپاره په نړۍ کې تر ټولو لویه خوښي دا ده چې اولاد یې په هر څه کې بریالی وي او تر ټولو د خفګان خبره ورته بیا داده، چې د اولاد ناکامي یې ګوري، خو تر ټولو مهمه … نور ولولئ
اقتصاد

یو بد [تداوم]

د دیواله بیخ ته پیاز پراته وو. لکه د خوړ کاڼي چې سیلاب یوې ډډې ته کړي وي. لکه دا پیاز چې خپله شنه شوي وي. لکه په کر او پاللو چې یې د هیچا لاسونه، نه وي تڼاکې شوي. له بزګره مې وپوښتل؛ د هغه ملا چې له پټي څخه د پیازو انتقال شخه کړې وه، ورو یې نیغه کړه او بیا یې ویل: څه پرې وکړو، من پنځوس کلدارې هم څوک نه اخلي. … نور ولولئ
سیاست

د اردوغان په اړه زموږ بحثونه؛ سیاسي قشر که ملت پړ دی؟

د ارشاد رغاند لیکنه ټولنیزې رسنۍ، چې تر ټولو وسیلو ډېر زموږ د عامه ذهنیت ښه استازیتوب کوي له څو ورځو راهیسې د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په اړه بحثونو ته ځانګړي شوي وو . په دې بحثونو کې یوه لویه برخه لوستو افغانانو برخه لرله، یوې ډلې د ترکیې د ټاکنو ګټونکي( ولسمشر رجب طیب اردوغان) ستایه، د اسلامي نړۍ رهبر اواتل یې باله . بلې ډلې د اردوغان او د هغه د پلویانو مخالفت … نور ولولئ