سپورټ

کلکتې د پنجاب، ممبیي او بنګلور مخکې تګ شکمن کړ

د هندوستان د کورني کرکټ مشهوره تجارتي «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو یولسم پړاو کې کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې د درې نورو لوبډلو پنجاب، ممبيي او بنګلور مخکې تګ نور هم ستونزمن کړ. د کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې په خپلې ۱۳ مه لوبه کې د راجستان رایلز لوبډلې ته په ماتې ورکولو په روانو لیګ سیالیو کې خپله ۷ مه بریا خپله کړه او د دغه درې واړو لوبډلو څخه وړاندې شوه.  همدا راز که کلکته … نور ولولئ
اقتصاد

د امريکا د اقتصاد تور مخ؛ د نړیوال بانک د کتنو له مخې په ټولنیز عدالت کې له ۱۰۷ هیوادونو هم شاته ښکاري

ژباړه: محمدحامد اکبري امريکادنړۍ ټولو لوی اقتصاد لرونکی هېواد دی، يوازې په ۲۰۱۷ ز کال کې د دې هېواد ناخالص ملي توليد ۱۸ ترېليون ډالرو ته رسېده، چې دا رقم د ټولې نړۍ د ناخالص ملي توليد څلورمه برخه جوړوي. د امريکا اقتصاد د چين، جاپان او آلمان له اقتصاد سره چې په ترتيب سره په نړۍ کې دويم، درېيم او څلورم ځای لري برابر دی. که لنډه يې ووايو د اقتصادي پراختيا له مخې … نور ولولئ
کلتور او هنر

د اردو ژبې مشهور لیکوال حسن سعادت پر ژوند د جوړیدونکي فلم، ټریلر خپور شو

د اردو ژبې په مشهور ډرامه لیکوونکي سعادت حسن منټو په ژوند د بالیوډ سینما فلم د جوړیدونکي فلم ټریلر خپور شو. ټریلر تر فلم وړاندې د فلم لنډه برخه ده چې فلم ته د ښه مارکیټ یا بازار په خاطر د سینما پر پردو او پر انټرنیټ خپریږي، تر څو لیدونکي یې وګوري او د فلم د لیدو لپاره تلوسه پيدا کړي. کله چې یو فلم ښه ټریلر ولري او زیات وګړي په تلوسه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه نښې چې پر ټولنیزو شبکو د روږدي کېدو ښکارندویي کوي

لیکواله: الناز طرزمني ژباړه: حمیدالله حمیدي ټولنیزو شبکو نن سبا د انسانانو په ژوند کې د پام وړ بدلونونه او اسانتیاوې را منځ ته کړي دي او د میلیونونو کسان تر منځ د اړیکې د پل په څېر دنده تر سره کوي. خو له ګڼو ښېګڼو سره سره پر دغه شبکو د روږدي کېدو له کبله د ګڼ شمېر کسانو ژوند یو ډول پاشل شوی دی. د دې پر ځای چې ګټه ورته ورسوي، پر … نور ولولئ
روغه سټه

هر څوک شپږم حس لري، خو که ویې کاروي

لیکنه: همیانۍ ورځپاڼه ژورنالیستانو ته خدای ورکړې ده، د ځان لپاره یې یو بل حس هم پیدا کړی، چې هغه شپږم حس دی. د ژورنالیزم پوهان دغه حس ته «خبري حس» وايي، چې انسان د خپلې شاوخوا، ګواښونو، راتلونکې او د پېښو د ولې؟ ( څیړنې او پلټنې) پر لور هڅوي. پوښتنه داده، چې رښتیا هم انسان شپږم حس لري؟ دا حس یوازې له ژورنالیست سره دی او که نور وګړي هم دا حس درلودای … نور ولولئ
خواړه

د روژې مبارکې مياشتې پېشلمي ( چرګ بانګي ) لپاره غوره خواړه

ژباړه: محمد عزيز پردېس که غواړئ د روژې مبارکې مياشتې په اوږدو کې د روژې نيولو سره د هېڅ ډول ستونزې سره مخامخ نشئ، نو غوره ده چې د پېشلمي لپاره برنامه ولرئ او مناسبه خوراک وخورئ. څېړونکي ټينګار کوي چې بايد په چرګ بانګي کې د مناسبو متنوع خوراکونو څخه ګټه پورته کړئ. لکه، هيډروکربوتونه، فيبرونه او کم چربه پروتينونه. د انسان بدن کربوهيدراتونه ورو ورو هضموي چې په تدريجي ډول يې د انرژۍ … نور ولولئ
اقتصاد

د ښه کار ترسره کولو ۱۵ لنډې لارې

ژباړه: غازي عابد ۱- کار دې په هغه لاره له چیلنجونو سره سره لا ډیرښه ترسره کړه چې تیره ورځ دې پرې ترسره کړی. ۲- کار ښه په مینه سره وکړه څو د ورځې رڼا ووینې. ۳- خپل کار داسې ښه ترسره کړه، تر څو د ستونزې د ودې په مقابل کې د حل لارې یا مانع یوه برخه شي. ۴- خپل کار دومره ښه ترسره کړه چې فکر وکړې، زه په نړیواله سطحه کې … نور ولولئ
سیاست

فراه؛ د سعودي او ایران د نیابتي جګړې میدان ! – ارشاد رغاند

ارشاد رغاند د افغانستان لویدیز او له ایران سره نیږدې ولایت فراه په وروستیو څو کلونو کې په شدت سره نا امنه شوی . دا نا امني تر دې حده ده، چې څو ځله د دې ولایت د سقوط اوازې او وړاندوینې هم شوي او په واقعیت کې دا وړاندوینه ډېره غیر واقعي او نا ممکنه هم نه وه . خو فراه ولې په دې حال شوه؟ یوازې له ایران سره د افغانستان د اوبو … نور ولولئ
سیاست

والیانو ته دې ضرب الاجل وټاکل شي

له ۲۰۰۱ کال څخه تر اوسه ننګرهار اوه والیان تجربه کړل؛ خو لا هم د دغه ولایت داسې والي په برخه نشو چې خلکو سره یې ښې خاطرې ثبت شي او په بیانولو یې ویاړ وکړي. البته، دا د حافظو ضعف نه دی؛ بلکې داسې څه نشته چې حافظو ته وسپارل شي. وګورئ د لغمان ولایت اکثریت خلکو ته اوس هم د داوود خان د جمهوریت د دورې والي حسن خان ګردیزي نوم یا دی. … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د مور او پلار سیلفي انځور د ۱۰ میاشتني ماشوم د مرګ سبب شو

د مور او پلار د سلفي تصویر اخیستو شوق، چې یې غوښتل جوړه یې واخلي د یوه لس میاشتنې ماشوم ژوند واخیسته. په وروستیو کې له کله چې د سلفي تصویر اخیستلو شوقیان زیات شوي نو داسې رپوټونه هم ورکړل شوي چې د زیاتو خلکو ژوند یې اخیستی. سلفي تصویر ځکه د ځینو خلکو لپاره خطرناک ثابت شوي او ژوند یې ترې اخیستي چې غوښتل یې په جېګو او یا هم خطرناکو ځایونو کې سلفیان … نور ولولئ