سپورټ

د بنګلور د مخکې تګ هیلې ژوندۍ پاتې شوې؛ خو نورو لوبډلو ته یې د خطر زنګ ووهه

د هندوستان یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په ۵۱ لوبه کې رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې د سنرایزرز حیدر اباد لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره دویم پړاو «پلی اف» ته د ورتګ هیلې ژوندۍ وساتلې.  په سیالۍ کې دواړه لوبډلې د بنګلور په چینسوامې نړیوال لوبغالي کې مخ شوې، چې پکې بنګلور لوبډلې د افریقايي «اي بي ډيویلیرز» د ۶۹، انګلستاني «معین علي» د ۶۵ او نیوزیلینډي «کولین ډیګرین هوم» د ۴۰ چټکو منډو … نور ولولئ
سپورټ

بیسل ټامپي په «IPL» کې د بد ترینه بالینګ ریکارډ ثبت کړ

د هندوستان د کورني کرکټ لوبغاړی بیسیل ټامپي، چې د یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د سنرایزرز حیدر اباد لوډلې سره لوبیږي، په دغه لیګ کې د خپل بدترینه بالینګ سپیل ریکارډ ثبت کړ. نوموړي د رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلې خلاف په مهمې سیالۍ کې ۴ اورونه ترسره کړل، چې پکې د مقابل توپ وهونکو د کلکو ګوزارونو سره مخ شو. ټامپي په ۴ اورونو کې د هیڅ کوم لوبغاړي په سوځولو سره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کفر ویره

د میرمنې ساه لنډه لنډه کیده. زموږ انګړ ته را دننه شوه. د خونې دیواله ته یې تکیه ووهله. له تور پوړني یې له ګونځو ډک مخ ښکاریده. سترګې یې کولکونو کې ننوتلې وې. ویل یې: چربانګ ( پیشلمی) مې له یوې پیالې چای سره یوه کپله سړه ډوډۍ وخوړه. اوس مې پښې کمزورې دي او کور په کور نشم ګرځیدلای. هغې خبره پسې وغځوله: نور شیان په خپل ځای، خو سړو اوبو سره به … نور ولولئ
سپورټ

د مغروره ویرات کوهلي غرور له مجیب وروسته راشد خان مات کړ 

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي راشد خان د مجیب ځدران وروسته د هندوستان د کورني کرکټ په مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د هندۍ لوبډلې لوبډلمشر ویرات کوهلي غرور مات کړ.  د سنرایزرز حیدر اباد او رایلز چیلینجرز بنګلور لوبډلو ترمنځ په سیالۍ کې دواړه ویرات کوهلي او راشد خان د لوبې پنځم اور کې سره مخامخ شول، چې پکې راشد خان په همدغه خپل لمړي اور کې ویرات کوهلي له … نور ولولئ
سپورټ

برخلیک ټاکونکې لوبه کې؛ راشد خان د ویرات کوهلي او ډیویلیرز پر وړاندې

د هندوستان د کورني کرکټ په مشهوره «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو یولسم پړاو کې نن شپه د سنرایزرز حیدر اباد لوبډله د ستونزو سره مخ رایلز چیلنجرز بنګلور لوبډلې خلاف د سیالۍ ډګر ته ځي. د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي د بنګلور لوبډلې لپاره ځکه برخلیک ټاکونکې ده، چې په بایللو سره د بنګلور لوبډله په دغه بهیر کې د مخکې تګ پر ځای کور ته ستنیږي.  د یولسم پړاو «IPL» ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالۍ وروستي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

که دا ۵ کارونه مو وکړل؛ د مرګ تر کندې مو رسولی شي

لیکنه: ننډیش دوداماري ژباړه: غازي عابد که دا پنځه کارونه ترسره کوئ، نو خامخا به له خطراتو سره مخ یاست، غوره ده چې ځان ترې وساتئ. ۱- د وارخطايۍ او شکونو یوځای کول! کله چې شکمن هم یاست او بیا ګډوډ یعنې وارخطا هم شئ، دغسې حالت کې په خپل ځان اطمینان او ډاډ له منځه ځي. همداراز دا ډول وضعیت مو فکر او نوښتونه له منځه وړي او د ډار او ویرې پر لور … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که دغه نښې مو درلودې، له بې خوبۍ سره مخ یاست

ژباړه: حمیدالله حمیدي د عمر په لوړېدو سره د شپې لخوا ښه خوب کول ورځ تر بلې سختېږي. هغه ورځې چې کاري بوختیاوې مو زیاتې وي او له ذهني اړخه ډېر ستړي کېږئ بیا نو په هېڅ ډول ژور او ښه خوب شونی نه دی. عمر، دندې او شخص ته په کتو د خوب ساعتونه هم توپیر کوي. د ځینو خوب کم او د ځینو بیا دومره زیات وي، چې په هغه ټاکلي وخت کې … نور ولولئ
سیاست

د افغان ـ پاکستان او چین درې اړخیزه ناسته ولې بې پایلې وه ؟

لیکنه: ارشاد رغاند د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د افغانستان، پاکستان او چین درې اړخیزه غونډه د تېرې چهارشنبې په ورځ د چین په دې ژمنه پای ته ورسېده، چې د افغانستان ـ پاکستان د اړیکو د رغولو لپاره به خپلې ټولې هڅې وکاروي . دا ناسته، چې د افغانستان او پاکستان د ترینګلو اړیکو په فضا کې ترسره شوه د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي پکې د … نور ولولئ
سپورټ

نیپالي سندیپ لامیچاني د بنګله دیشي شکیب الحسن ځای ونیو

د نیپال د کرکټ ملي لوبډلې لیګ بریکر بالر سندیپ لامیچاني د بنګله دیشي شکیب الحسن په نشتون کې د کرکټ نړۍ په غوره یولس کسیزه لوبډله کې د لوبیدو زیری ترلاسه کړ. د ویسټ انډيز «کاربین» په جزیرو کې د طوفان له کبله د کرکټ لوبغالو او روزنځایونو د بیرته جوړولو لپاره د مرستې راټولولو په موخه د ویسټ انډیز او  د نړۍ د غوره یولس کسیزې لوبډلې ترمنځ یوه ۲۰ اوریزه کرکټ خیریه سیالي پلان شوې … نور ولولئ
اقتصاد

که د تنخوا ټاکلو پرمهال مو دا ۱۳ ټکي وکارول، دنده به مو په اوبو لاهو کړي وي

لیکوال: حسام پور ژباړه: حمیدالله حمیدي د معاش ټاکل د مذاکرې تر ټولو مهم اړخ دی، چې لازم مهارت او هنر ته اړتیا لري. د معاش په اړه بحث کول هغه هنر دی، چې باید ښه یې زده کړئ. مهمه نه ده چې نوې دنده اخلئ، یا دا چې په یوه شرکت کې مو درې کاله کار کړی، خو هر کله چې د معاش یا تنخوا لوړېدل غواړئ باید په ښه ډول د مذاکرې دغه … نور ولولئ