ټولنیز ژوند

که په خوب کې خریږئ، دلته یې لاملونه او کورنۍ درملنه شته

ژباړه: محمد صادق کریمزی په خوب کې خریدل یوه ټولنیزه ستونزه ده چې د خوب د کمښت او د نورو د خوب د مزاحمت سبب ګرځي. یو شمېر روغتیاپالانو په همدې اړه په ترسره کړیو څیړنو کې دې پایلې ته رسیدلي چې په خوب کې خریدل انسان د ساه بندۍ په مرض اخته کوي او د زړه په ناروغۍ د اخته کیدو خطر هم زیاتوي. دغه روغتیاپالان په خوب کې خرهارې کولو ډير لاملونه یادوي … نور ولولئ
طبیعت

د شاتو د مچیو په اړه اته په زړه پورې واقیعتونه

لیکواله: لیزا لابارڅیو ژباړه : هېواد د شاتو د مچیو په اړه ډیرې خبرې شته چې په زړه پورې دي. دلته ددې پیاوړو خو وړو دوستانو په اړه اته په زړه پورې ټکي درسره شریکوو. ۱- د شاتو مچۍ زموږ شا او خوا ښکلې کوي. ساینس اټکل کوي چې د لسو څخه تر شل میلونو کلونو مخکې مودې راهیسې د شاتو مچۍ د ونو بوټو له ګلانو شات جوړوي. دوی همدارنګه د ونو بوټو په … نور ولولئ
سپورټ

د مجيب دې لوبډله ولې سږکال په IPL کې تر نورو مخکې ده؟

لیکنه: مدثر دعوت کينګز ايليون پنجاب لوبډله وروسته ترهغې چې په ۲۰۱۴ز کال کي يې غوره لوبي نندارې ته وړاندي کړې، آن تر پايلوبې ورسېدل، خو په پايلوبې کې يې KKR لوبډلې ته وبايلل او دويم مقام يې خپل کړ. په تېرو دريو کلونو کې پنجاب لوبډلې هغومره ښې لوبي ونکړلې څومره چې د مينوالو ترې تمه وه، پداسي حال کي چې د نړۍ غوره توپوهونکي او توپ اچوونکي ورسره يوځای ول. سږکال IPL د … نور ولولئ
ټیکنالوژي

د بیل ګیټس د ژوند ځینې عجیب اړخونه

د هارورډ کې د پوهنتون له پرېښودلو، د مایکروسافټ تر میلیاردرۍ او بیا په نړیواله کچه تر بشردوستانه کارونو پورې بیل ګیټس له لوړو ژورو ډک ژوند درلود. هغه د یو سخت سري مدیر، وتلي مفکر او د یو داسې چا په توګه مشهور دی چې په ډیره ساده ګۍ د لوښو له وینځلو خوند اخلي. دلته درسره د بیل ګیټس د ژوند ځینې داسې څو کیسې شریکوو چې ښايي ډیرو ته نوې وي. دا … نور ولولئ
مخکښان

هوګو چاویز هغه څوک چې د سوسیالیزم یوه نوې بڼه یې معرفي کړه

لیکنه: شفیق امیرزی د درېيمې نړۍ هغه هېوادونه، چې څه لري هم له جګړې او ستونزو سره مخ دي او چې نه يې لري هم. هغه، چې څه نه لري د خپلو حکومتونو او چارواکو له ﻻسه په عذاب دي؛ خو هغه چې ډېر څه لري بيا د کورنيو زورواکو تر څنګ د نړۍ زبرځواکونه هم د تاړاک په موخه وردانګي. د دې خبرې يوه ښه بېلګه د وينزويلا د ولسمشر هوګو چاوېز وينا ده، چې … نور ولولئ
سیاست

زړه کیسه او نوي کرکټرونه

د خټین کور په دویم پوړ کې کړکۍ خواته ناست وم. د کړکۍ فلزي سیخان مې موټو کې ټینګ نیولي و او مخامخ مې د چارمغزو ونه کې یوې مرغۍ ته کتل. په شنه څانګه ناسته وه، له شنو پاڼو یې سپینې او تورې بڼې ښکاریدې او اوږده لکۍ یې خوځیده. هغې به په مښوکه چارمغز ته ټک ورکړ او بیابه لاندې ولوید. د کوزې او چلمچي غږ شو. ترور مې تور پلاستیکي دسترخوان غیږ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ښه مفاهمه د بریا کلي ده؛ خو څرنګه یې کولی شو؟

لیکنه: هیریفورډ ژباړه: غازي عابد د ښو خبرو اترو او مفاهمې مهارتونه د ژوند د بریا، کار، ملګرتیا او اړیکو لپاره خورا مهم دي. پرته له اغیزمنې مفاهمې نه شي کیدای چې یو پیغام په سم ډول ورسول شي، ځکه له ستونزو، سوه تفاهم، خنډونو او ننګونو سره به مخ وي. د مفاهمې یا خبرو اترو په وسیله افراد یو له بله سره نظریات او مفکورې تبادله کوي او شریکوي. په دې پروسه کې هڅه … نور ولولئ
اقتصاد

د نوي کور جوړولو په اړه څو سپارښتنې!

د اباسین بهیر لیکنه 1. د کور نقشه په انجنير جوړه کړئ، عام ټيکه دار یوازې د ساختمان جوړولو ماهر دی، تخنيکي پوهه او درايت نه لري. ځينې کورونه چې د ټیکه دار په لارښوونه جوړ شوي د سیخ او سېمټو بېخ يې په کې ايستلی او ان له نظامي تاسيساتو يې هم ډېر درانه (د وزن له پلوه) او مقاوم جوړ کړي او ځینې نور یې برعکس د مقاومت له پلوه کمزوري جوړ کړي. … نور ولولئ
سپورټ

ګاتم ګمبیر ډهلي لوبډله نیمه لار کې پريښوده 

د هندوستان د کرکټ مي لوبډلې پخواني اوپنر توپ وهوونکي ګاتم کمبیر د هندوستان د کورني کرکټ «IPL»۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د ډهلي ډرید ویلز لوبډلې کپتاني پریښوده. ګاتم ګمبیر، چې د یولسم پړاو «IPL»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ډهلي لوبډلې لخوا د لوبډلمشر په توګه انتخاب شوی و؛ د لوبډلې د مسلسل ماتو خوړولو وروسته یې د لوبډلمشرۍ د پریښودو خبر ورکړ. نوموړي ویلي، دا چې لوبډله د مسلسل ماتو سره … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د مطالعې غوره وختونه؛ باید دې وختونو ته په کتو لوستل وکړئ

لیکنه: انزاې ژباړه: غازي عابد ۱- د مطالعې لپاره مناسب وختونه. – د سهار له ۴ تر سهار ۶ بجو، ځکه دغه وخت کې مغز ۱۰۰ سلنه کار کوي. – د سهار له شپږړ تر ماښام ۷ پورې؛ دغه وخت کې مغز ۵۰ سلنه کار کوي. – د شپې له پلوه مغز ۲۰ سلنه کار کوي. ۲- په صنف یا ټولګي کې په لومړۍ څوکۍ کې کیښنئ، تر څو درباندې د استاد ډیر پام وي … نور ولولئ