بریا او پرمختګ

په ژوند کې د برياليتوب ۳۰ نړيوال قوانين؛ په لوستلو یې لار سیده کولی شئ

ژباړه: ساحل منګل برياليتوب ته د رسېدو لاره پېچلې نده او د لاس ته راوړلو وړ ده، خو ځينې قوانين شته چې د باتجربه خلکو له لوري لاس ته راغلي او له هغې څخه په کار اخيستلوکولای شو بريالي شو. د برياليتوب لپاره يوازې هڅه کافي نده، بلکې د ځانګړو قوانينو په پېژندلو سره کولای شو په ډېره بيره خپلو هدفونو ته ورسيږو. دلته د برياليتوب ۳۰ نړيوال قوانين ذکر کوو، دا لنډ او منل … نور ولولئ
کلتور او هنر

په کندز کې د شمال دوديزه کلنۍ مشاعره ترسره شوه

راپور: محمد عزیز پردیس – کندز سږنۍ د ۱۳۹۷ کال شمال دوديزه کلنۍ مشاعره په کندز کې د امن او ورورګلوۍ په فضا کې ترسره شوه. ياده مشاعره وروسته د ريدي ګل ملي او سترې مشاعرې څخه دويمه لويه او دوديزه مشاعره ده چې د پردېس کلتوري او ادبي ټولنې په نوښت او د ځينو فرهنګي ټولنو او کندز فرهنګپالو په همکارۍ د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې ترسره کېږي. مشاعره پرون ماسپښين … نور ولولئ
روغه سټه

په تور چای، تور مرچ او د پیازو په اوبو سره مو د ویښتانو د سپينیدو مخنیوی وکړئ

ژباړه: مریم محمدي د تورو او ښایسته ويښتانو درلودل د هر چا خوښیږي، خو نن سبا به مو ډیری ځوانان لیدلي وي، چې عمر به یې کم وي، خو ویښتان به یې سپین شوي وي. ځینې خلک بیا په دې اند دي چې د ژنیتکي خواصو له مخې به سپین شوي وي، دا باید ووایو چې د ژنیتکي یا جینیټکي خواصو سربیره ځینې نور لاملونه هم دي چې په کم عمر کې د ویښتانو د … نور ولولئ
سپورټ

ډهلي لوبډلې ته د کپتان وروسته بله ضربه؛ الراونډر کریس موریس یې هم د لاسه ورکړ !

د هندوستان د کورني کرکټ «IPL»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ډهلي ډریډ ویلز لوبډلې لمړی خپل لوبډلمشر ګاتم کمبیر د لاسه ورکړ، خو ورپسې الراونډر کریس موریس هم رخصت شو.  د یولسم پړاو (اي پي ایل) لوبو کې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې پخواني اوپنر ګاتم ګمبیر د لوبډلې د مسلسل ماتو او د خپلې خرابې کار کردګۍ له کبله د لوبډلمشرۍ دنده پریښوده او د ځان پر ځای یې ځوان شیر ایس … نور ولولئ
سپورټ

بلاخره د افغانستان د پریمیرلیک (APL) سیالیو د پيل نیټه په ډاګه شوه

د افغان کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل او نور چارواکي متحده عربي اماراتو تللي دي او له یوې هندي کمپنۍ سره یې د ای پي ایل سیالیو د تنظیم تړون لاسلیک کړی دی. د کرکټ بورډ اجرایه رییس شفیق ستانکزي اماراتو کې له هندۍ کمپنۍ سره یې د تړون د لاسلیک په غونډه کې د خبرو پرمهال د لوبو نیټه هم اعلان کړه. کرکټ بورډ په خپله رسمي فیسبوک پاڼه د اجرائیوي مشر له قوله … نور ولولئ
سپورټ

ډهلي لوبډلې د تیرو سیالیو زور له کلکتې وویست 

د هندوستان د کورني کرکټ «IPL»۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو کې د ډهلي ډریډ ویلز لوبډلې په خپلې ۷ مې سیالۍ کې د کلتې نایټ رایډرز لوبډلې څخه زور وویست.  ډهلي لوبډلې د خپل پخواني لوبډلمشر ګاتم ګمبیر په نشتون او نوي لوبډلمشر شیر ایس اییر په راتګ سره ارادې بدلې کړې وې، چې په خپلې لمړۍ توپ وهنه کې یې د روان «IPL»۲۰ اوریزه سیالیو تر لوړ هدف د کلکتې لوبډلې ته وټاکلو. د … نور ولولئ
سپورټ

د جیسن هولډر راتګ د کیرن پولارډ پاچاهي پای ته ورسوله

د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډلې د ټیسټ او ۵۰ اوریزه کرکټ سیالیو برحاله لوبډلمشر جیسن هولډر د ویسټ انډیز کاربین پریمیر لیګ سیالیو ته په راستنیدو سره د بل ویسټ انډیزي الراونډر کیرن پولارډ لوبډلمشري ختمه کړه. د (اي اس پي ان) ویب پاڼې د معلوماتو له مخې د ویسټ انډیز د کورني کرکټ کاربین پریمیر لیګ تجارتي۲۰ اوریزه سیالیو کې الرونډر کیرن پولارډ د بار باډوس ټریډینټ لوبډلې د کپتانۍ دنده ترسره … نور ولولئ
کلتور او هنر

سلمان خان د محکمو او زندانونو له چکر وروسته بیرته کار ته ستون شو

کله چې سلمان خان په وروستیو کې په ناڅاپې توګه د محکمې له خوا په بند محکوم شو نو د ”ریز ۳“ فلم لپاره شووټینګ نیمګړی پاتې شو. نوموړې د نایابو هوسیو د ښکار په جرم په پنځه کاله بند محکوم شو او دوه شپې یې د جوده پور په زندان کې هم تیرې کړې. خو وروسته په ضمانت خوشې شو او اوس بیرته د ریز۳ فلم په شوټینګ بوخت دی چې جاکولین فیرننداز ورسره … نور ولولئ
ټیکنالوژي

یورانیم له عادي وړانګو تر اټومي وسلو

په ۱۸۹۶ م کې فرانسوي فزیک پوهه، هنري بیکرل یوه زیړبخن تیږه د خپل میز په دراز کې کیښوده. هلته دعکس یوه دړه (نیګیټو) په کاغذ کې پوښلې پرته وه. څو اوونۍ وروسته بیکرل، د دړې نه عکس چاپ کړو نو هغه ځای ورباندې د رڼا وړانګې ښکاریدې چې تیږه ورسره لګیدلې وه. دی حیرانه شو چې تیږه به دومره توان ولري چې په تیاره کې، بې له بل عامل عکس وران کړي. دغه د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د نوښت او ابتکار وړتیا ډیر لري خو جرات یې کم خلک لري

په زړه کې مو یوه نوې خبره در ګرځي. فکر مو پر یوې نوې طرح او ابتکار بوخت دی، خو لا مو نورو ته د هغه د ویلو فرصت نه دی ترلاسه کړی. زړه مو نه کیږي، چې خپل فکر او نظر وړاندې کړﺉ. ویریږﺉ، چې هسې نه څه ستونزه په کې راووځي، بد ښکاره نه شئ او یا څوک درپورې ونه خاندي. په دې وسوسو کې یو بل څوک راپورته کیږي او له تاسې … نور ولولئ