په زړه پورې

ډنمارک یو ځل بیا د نړۍ خوشحاله هیوادونو کې لومړی مقام خپل کړ؛ د دوی د خوښۍ لامل څه دی؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس د ډنمارک پلازمېنه کوپنهاګن، د ډېسمبر په مياشت کې يخ، تياره او مرطوبه وي. خو د ډنمارک وګړي د دويم ځل لپاره په پرلپسې ډول د نړۍ ترټولو خوښ خلک وپېژندل شول. د ملګرو ملتونو د يو راپور له مخې چې د ۱۵۶ خوشحاله هېوادونو په اړه ترسره شوی دی، ډنمارک لومړی مقام اخېستی او سويډن، هالنډ، سويس او ناروې په ترتيب سره د دويم نه تر پنځو مقامونو کې راغلي … نور ولولئ
سپورټ

سرچینه: افغان ۱۷ کلنې لوبډلې ځکه بنګلدیش ته سیالۍ وبایللې چې لازم وسایل یې نه درلودل

د افغانستان د ۱۷ کلنو کم عمره لوبډلې د مارچ میاشتې په اخره کې د بنګله دیش لوبډلې سره درې یو ورځنۍ سیالۍ تر سره کړې چې په کې دوه یې د بنګله دیش او یوه یې افغان کم عمره ځوانانو وګټله. خو ویل کیږي چې افغان ۱۷ کلنو ځوانانو دغه سیالۍ د امکاناتو د نشتون له امله بایللي دي. یوې سرچیني یاران ته د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې نه یوازې د … نور ولولئ
اقتصاد

له نوي کاري چاپېريال سره څرنګه عادت شو؟

د محمد حامد اکبري لیکنه نن سبا د ګڼو ځوانانو لپاره د کارموندنې ستونزه يو سر خوږی او له بل لوري د کارموندنې وروسته د کار له چاپېريال سره بلدتيا بله ستونزه ده، په هر صورت له دې ليکنې زموږ اصلي موخه د دوهمې ستونزې د حل په اړه له ځوانانو سره مرسته کول دي، په څرګنده بايد ووايم چې ډېری وختونه هغه ځوانان له داسې ستونزو سره لاس او ګريوان وي چې په تحصيلي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د لویو انسانانو د بریالیتوب ۷ رازونه؛ دا رازونه مو راوسپړئ

ژباړه: بختي جان مراد زیات شمیر اشخاص دا فکر لري، چې په ژوند کې کامیابیدل یوازې په یو شمیر خاصو شیانو پورې تړاو لري لکه: پیسې، امکانات، یوې ډلې پورې تړل او دېته ورته نور… خو ژوند موږ ته ډیر داسې کسان را په ګوته کړي، چې نه يې پیسې لرلې، نه یې نورې ځانګړې اسانتیاوې، په ټوله کې یې هیڅ ډول امکانات په واک کې نه ول. دوی یوازې په ژوند کې د کامیابۍ … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان کې د شهزاد لوبیدو غبرګونونه را پارولي دي

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د توپ وهنې بریدګر پیلیز لوبغاړی شهزاد محمدي په ټولنیزه شبکو کې د توندو غبرګونونو سره مخ شوی دی. ویل کیږي شهزاد محمدي، چې د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو څخه هېواد ته راستون شوی، بیرته پاکستان ته رسیدلی دی او د یو ځایي کلب لوبډلې سره لوبیدلی، چې په ټولنیزه شبکو کې انځور او ویډیو هم خپره شوې ده. دې کار په کور دننه او بهر کې … نور ولولئ
اقتصاد

په مرکه کې دا پوښتنه چې (غټه کمزوري دې څه شی دی؟) څنګه ځواب کړو؟!

لیکنه: سزي ویلچ ژباړه: غازي عابد دې پوښتنې ځواب باید څنګه ورکړو چې؛ ستا تر ټولو غټه کمزوري څه شی دی؟ کیدای شي هغه کس چې له تاسره د دندې په اړه د ادارې په استازیتوب انټرویو یا مرکه کوي، داسې په وارخطايي یا ساده ډول در ځنې وپوښتي چې ستا تر ټولو غټه کمزوري څه شی دی؟ داسې پوښتنې ممکن دي؛ خو دا په دې مانا نه چې تاسې باید دا ډیر جدي ونیسئ. … نور ولولئ
سپورټ

پاکستاني لوبڅار ریکارډ جوړ کړ

لیکنه: فضل الرحیم رحیمي د پاکستان ایکسپریس نیوز په یوه راپور کې وايي، علیم ډار د امپارۍ یا لوبڅارۍ په برخه کې نړیوال ریکارډ جوړ کړ. هغه په ۳۵۰ لوبو کې لوبڅاري وکړه او له نورو هغو مخکې شو. پاکستاني علیم ډار د کرکټ نړیوالې شورا لخوا په ۲۰۰۹،۲۰۱۰، او ۲۰۱۱ م کلونو کې د کال غوره امپایر جایزه یې هم ترلاسه کړې وه. علیم ډار په ۱۹۶۸ میلادي کال پاکستان کې زیږدلی. هغه د … نور ولولئ
سیاست

منظور پښتین: سبا د پېښور جلسې ته د هغو عکسونه ځان سره راوړئ چې تري تم شوي او یا صحرايي محکمو کې وژل شوي دي

په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې د غورځنګ مشر منظور احمد پښتین، د پېښور له سترې غونډې یوه ورځ مخکې له خپلو پلویانو وغوښتل چې په غونډه کې دې د پراخ ګډون سربیره د خپلو هغو خواخوږو او کورنیو د غړیو عکسونه په بنرونو ولګوي او ځان سره یې دې دې سترې غونډې ته راوړي چې یا تري تم کړی شوی، یا له عدالتونه بهر وژل شوي او یا یې د جسد د سپارلو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د یوه مثبت او خوښ ژوند لپاره دا لارې ووهئ

لیکوال : ټریسي ژباړ‎ن : میا عبدالرحمن ” آریوبي ” عمل هر څه دی. نن پرېکړ‎ه وکړ‎ئ چې دا نظریه پلې کړ‎ئ. ستونزه ښکل کړ‎ئ او د خپل ژوند له ناخوښوونکو حالتونو سره مخ مقابله وکړئ. په دې ډول به په پشپړ ‎مثبت، خوښ او روغ کس بدل شئ . ۱- د ژوند چنګښې یعنې هغه منفي کسان، حالات او خاطرې چې تاسې د منفي احساساتو په ډنډ کې ډوبوي وپېژنئ او ورسره سالمه مبارزه … نور ولولئ
اقتصاد

کمربندونه ماتیږي

د لارې پر سر به د ګلانو څانګې له نازه کږې وې. تا به ویل مُغلي دربار دی او حسینې پیغلې له شاهانه میلمنو هرکلي ته ولاړې دي. له ګلانو اخوا روسۍ ولې ( ابلیټس) به داسې خوا پخوا ولاړې وې لکه غښتليو ځوانانو چې د کوم مهم ځای امنیت نیولی وي. له دې ور اخوا هغه ونې ولاړې وې چې آن خدای ج پرې خپل عظیم الشان قران کې سوګند یاد کړی دی. دا … نور ولولئ