سپورټ

پیښور زلمي لوبډلې کراچۍ کینګز کور ته ولیږله

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو کې د تیر کال اتلې پیښور زلمي لوبډلې د کراچۍ لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره پای لوبې ته لار پیدا کړه. په سیالۍ کې پیښور زلمي لوبډلې د لوبې په ټاکلو ۱۶ اورنو کې د کامران اکمل د ۷۷ منډو جوړولو سره د کراچۍ کینګز لوبډلې ته د ۱۷۱ منډو هدف ورکړ، چې کراچي کینګز لوبډله هدف د رسیدو په وروستیو شیبو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د کابل پرلت له لرو پښتنو سره د ملاتړ او د افغان وژنې د دریدو لپاره دی

شاوخوا دوه مياشتې وړاندې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د پاکستاني پوځ له لوري چې کله پښتون نقيب الله مسيد په بې رحمانه ډول ووژل شو نو د لر او بر پښتنو او خواله رسنيو کې يې توند غبرګونونه راوپارول. د پاکستان حکومت ادعا وکړه چې مسيد د ترهګرو ملګری و او پولیسو سره مخامخ ډزو کې وژل شوی و، خو له پېښې وروسته د نقیب الله مسید خپلوانو ادعا وکړه، چې نوموړی پولیسو … نور ولولئ
سیاست

پیرانو یو ځل بیا د پاکستان په پلوۍ افغانان غوسه کړل، دا ځل سید اسحاق ګیلاني

داسې ښکاري چې د پیر ګیلاني کورنۍ د افغانستان په وړاندې د پاکستان دفاع ته د یو مهم ماموریت په توګه جدي کار ویلی. لا د پیر سیدحامد ګیلاني په کور کې د جنرال مشرف د عکسونو او د نوموړې د هغو څرګندونو( چې ویل یې طالب مشران په پاکستان کې نه بلکې افغانستان کې دي) له کبله د خلکو غوسه نه ده کراره شوې چې سید اسحاق ګیلاني په اسلام اباد کې د پاکستانیانو … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز د باران په مرسته نړیوال جام ته ورسید

د ۲۰۱۸ م کال د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې سکاټلینډ ته په ماتې ورکولو سره د ۲۰۱۹ م کال د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته لار پیدا کړه. په سیالۍ کې د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې د سکاټلینډ خلاف په لمړۍ توپ وهنه کې ښه پیل نه درلود، ځکه چې دوه بریدګر لوبغاړي اوپنر کریس ګیل او شايي هووف یې د لوبې پیل کې پرته … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان د ویسټ انډیز پر لوبغاړو د ډالرو باران کوي

  د پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړی، چې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ سره هوکړې ته رسیدلي دي، تر څو دغه لوبډله د سیالیو ترسره کیدو لپاره په راتلونکې میاشت کې پاکستان سفر وکړي. د ویسټ انډیز کرکټ بورډ ویلي، هغه لوبغاړي چې د لوبډلې سره پاکستان ته سفر کوي هر یو لوبغاړي ته به (۲۵۰۰۰) پنځه ویشت زره امریکايي ډالر ورکوي. له بل خوا د پاکستان کرکټ بورډ هم خبر ورکړی، چې د ویسټ … نور ولولئ
سپورټ

ویسټ انډیز نن د سکاټلینډ خلاف خپل برخلیک ټاکي

  په زیمبابوې کې د کرکټ نړیوال جام ته د غوراوي پړاو سیالیو کې نن د ویسټ انډیز د کرکټ ملي لوبډله د سکاټلینډ لوبډلې خلاف خپل برخلیک ټاکي. د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې ویسټ انډیزۍ کرکټ ملي لوبډلې په خپلې تیرې سیالۍ کې کوربه زیمبابوې لوبډلې ته په ۴ ویکټو سره د لوبې وروستیو شیبو کې ماتې ورکړه او د کرکټ نړیوال جام سیالیو ته ورتګ لپاره یې خپل ځان ته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څنګه کولی شو خپلې وړتياوې لوړې کړو؟

 ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس  برياليتوب هغه غرختونکي ته ورته دی، چې يوه اوږده لاره يې شاته پريښی وي او د غره څوکې ته نږدې شوی وی، خو يو دم د لارې د دوام څخه انکار کوي، په ټپه درېږي او ناهيلی کېږي، خو په دې نپوهېږي چې د غره څوکې ته نږدې شوی. ولې ټول خلک نه بريالي کېږي؟ ايا ځيني کسان باهوشه او يا هم خوش چانسه دي، چې تل بريالي کېږي؟ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په دې ۹ برخو کې بښنه غوښتل لویه تیروتنه ده، ځان ترې وساتئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس هغه وخت چې تاسو کومه تېروتنه نه وي کړي؛ بښنه غوښتل کولی شي چې ستاسو شخصيت کمزوری کړي. د تېروتنې څخه وروسته بښنه غوښتل، د ژوندانه د اړتياو څخه دي. انسانان ټول جايزالخطا دي او هېڅ انسان بې عيبه نه دی، خو په تېروتنه پښېمانېدل او بښنه غوښتل د انسان د لوړ شخصيت څرګندونه کوي. په برعکس ډول؛ کله چې يو انسان تېروتنه نه وي کړي او پرته له کوم دليله … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له یوه نارینه ښوونکي د یوې افغانې انجلۍ ۵ هیلې او غوښتنې

۱.عزت مې خپل وګڼه آی ښوونکیه! پوهیږم په کور کې خویندې، مور، میرمن او داسې نورې تور سرې لرې چې ته يې په عزت ځان قربانوي. هو! پوهیږم همداسې ده، نو ما هم خپل عزت وګڼه او د عزت لپاره مې ما خپلو تیروتنو ته متوجه کړه، نه د بې عزتۍ لپاره بدې لارۍ ته. ۲. سمه لارښوونه راته وکړه ګرانه ښوونکیه! ته هغه څوک يې چې دا نوم لومړی د خوږ پیغمبر وو او … نور ولولئ
سپورټ

ځوان لوبغاړو افغانستان سترې بریا ته ورساوه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د کرکټ نړیوال جام غوراوي پړاو سیالیو کې نن د متحده عربي اماراتو د کرکټ ملي لوبډلې ته په ستر توپیر سره ماتې ورکړه. په سیالۍ کې د امارتو لوډلې افغان لوبډلې ته د شایمن انور د ۶۴ منډو جوړلو سره د ۱۷۸ منډو هدف ورکړ. د افغان لوبډلې ځوابي پیل یو ځل بیا لوبډله په ستونزه کې راګیره کړه او د شهزاد محمدي وروسته یې ویکټې یو بل … نور ولولئ