کلتور او هنر

د عامر خان ریکارډونه په نړیدو دي؛ خو سلمان خان نوي ریکارډونه جوړوي

د بالیووډ د خانانو ترمینځ سیالي کومه نوې خبره نه ده؛ خو دا ځل د عامرخان ریکارډونه په نړیدو دي، او سلمان خان ریکارډونه جوړوي. تازه په چین کې د سلمان خان پخوانی فلم (بجرنګي بایجان) په سینما خپور شوی او دغلته يې د عامرخان ریکارډ جوړونکی فلم (دنګل) تر شاه پریښی. د سلمان خان بجرنګي بایجان په لومړۍ ورځ ۲.۲۴ میلونه ډالر ګټلي؛ په داسې حال کې چې د عامرخان دنګل فلم په لومړۍ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغوی چې دا اصطلاحات کاروي، ژور خفګان لري

لیکنه: مینډا زیټلین ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل غواړئ پوه شئ چې یو څوک په ژور خپګان اخته دی؟ له خبرو او د لغاتونو له غوراوي څخه یې وپیژنئ. ځکه هغه لغاتونه چې هغه کاروي، په دغې ناروغۍ د مبتلا تر ټولو سترې نښې دي. د ژبپوهنې شننو په ډاګه کړې هغوی چې په ژور خپګان (ډیپریشن) ناروغۍ اخته وي، شخصي ضمیرونه (زه، ما، زما) ډیر کاروي. دا روښانه خبره ده، که چیرې تاسې روغتیا پالان … نور ولولئ
روغه سټه

درې هغه ساده تمرینونه چې ذهني سکون درکوي

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس کله چې ډار او وېره تاسو کې زياتېږي، متوجه کېږئ چې ستاسو ذهن ډول ډول مسائل مغشوش کوي، د زړه ضربان مو لوړېږي او لنډ لنډه ساه اخلئ. په داسې شرايطو کې د يو څو ساده تمرينونو په پلي کولو سره خپل ذهن ارامه کړئ. ښايي دا ونشئ شمېرلی چې خپل ژوندانه کې چې څو ځلې د تشويش او اسټرس سره مخامخ شوي ياست. معمولا همدا تشويش، وېره او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له یوه همکار نه بل همکار ته شکایت کول ولې ناوړه کار دی؟

لیکنه: مو کریک ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل د بیلګې په ډول، په کاري ساحه کې ته د یوه همکار له ټنبلۍ او بې دسپلینو کارونو په تنګ راځې او ناهیلی کیږې. ته سم دلاسه ځې بل همکار ته او د هغه بل د بې دسپلینو کړنو او ټنبلۍ په اړه ترې شکایت کوې او خپل زړه دې ورته خالي کوې. نو په دې کار سره ته په غیر عمدي توګه هغه اور ته لمن وهې، … نور ولولئ
کلتور او هنر

۲۶ کال وروسته سنجي دت او پوجا بټ یو ځای فلم کې لوبیږي

د سنجي دت او پوجا بټ په ۱۹۹۱ کال کې خپور شوی رومانوي فلم “سړک”، لا هم د خلکو یاد دی. سړک فلم نه یوازې دا چې خوندورې سندرې درلودې، بلکې د فلم کیسه هم ځانګړې او خوندوره وه چې له امله يې هغه وخت د کال تر ټولو فلمونو ډېره ګټه کړې وه. په دې فلم کې سنجي دت او پوجابټ مرکزي رولونه لوبولي او په فلم کې د دواړه ترمنځ د مینې کیسه … نور ولولئ
خواړه

د شاتو له دې مهمو روغتیايي ګټو خبر يئ؟

وايي، فلانی داسې خوږ دی لکه شات. مطلب دا چې د خوږلنۍ له اړخه شات تر هر څه خواږه او خوندور دي. ددې تر څنګ چې شات خوندوره غذا ده، د انسان روغتیا ته هم ګڼې فایدې لري او روغتیا پالان دا هم وايي، چې شات د انسان د پوستکي یا جلد په تازه ساتلو کې هم ستره ونډه لري. همدارنګه په نبوي سنتو کې د شاتو د ښه والي یادونه شوې ده. په دې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

بريالي خلک خپلو کورونو کې دا ۸ توکي لري

ژباړه: محمد عزيز پردېس دا جالبه او مهمه نه ده چې ټول بريالي خلک دې ګډې او په يوه بڼه ځانګړنې ولري. بريالي کسان ټول خپلو کورونو کې داسې لوازم او توکي لري چې د تمرکز د ډېروالي، د کورنۍ سره د اړيکو د پياوړتيا او د هغوی د پرمختګ او مخکې تګ لامل ګرځي. دلته به تاسو ته د ځينو هغو شيانو نومونه بيان کړو چې تقريبا ټول بريالي خلک يې خپلو کورنو کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څنګه له ځان سره مینه وکړو؟

ژباړه: غازي عابد ۱- تشویق او ملاتړ ترلاسه کړئ. ستاسې هڅې، خوارۍ او کوښښونه یوازې په دې مانا نه دي چې یوازې به یې ترسره کوئ، د یوه پوه ګیبریلي برینسټین خبره؛ باید د اشخاصو معنوي منډه او همکاري درسره وي چې په سختو ورځو کې مو مبارزې او ستاسې کړنې وستايي، ملا مو وتړي او په اسانه یا بریالۍ ورځو کې مو مننه، افرین او نمانځنه وکړي. ۲- له ځانه سره یوه ساده خاموشي … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان د کورني کرکټ فرسټ کلاس دویم پړاو سیالۍ پیل شوې 

 د افغانستان د کورني کرکټ فرسټ کلاس یا څلور ورځینۍ سیالۍ، چې د کرکټ نړیوالې شورا سره د لمړۍ درجه لوبو حیثیت لري؛ نن د ۶ زونونو د لوبډلو په سیالیو سره پیل شوې.  د ۲۰۱۸ م کال د فرسټ کلاس سیالۍ چې د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې د دویم ځل لپاره ترسره کیږي، پکې  د کابل ګرین، سپین غر، بند امیر، امو، بوسټ او میس عینک زونونو لوبډلې شاملې دي. د دویم پړاو … نور ولولئ
په زړه پورې

تصویري: درګاه نظام الدین اولیاء، په هند کې د طریقت تاریخي زیارت

درګاه نظام الدين اولیاء د هند له مهمو او تاريخو ځايونو بلل کېږي. دا د مشهور صوفي حضرت نظام الدين اولياء مقبره ده، چې پر صوفي عقيدتمندو سربېره يې سيلانيان هره ورځ لېدو ته ورځي. حضرت خواجه شېخ سید محمد نظام الدين اولیاء د اتمې هجرۍ پيړۍ له مشايخو او عرفاو څخه دی، چې د چشتيه طریقت سرلاری بلل کېږي.د هغه کورنۍ له اره د بخارا اوسېدونکي دي، تر پيداېښت مخکې يې پلارنۍ له هغه … نور ولولئ