سیاست

په کابل کې د بریتانیا سفارت له کله راهېسې

د ۱۹ میلادي پېړۍ له نیمایی برطانیې په افغانستان کې د خپلو استاځو په ساتلو لاس پورې کړو. په ۱۸۵۵ م کې د امیردوست محمد خان ورور سردارغلام حیدرپه پیښور کې د هند ګورنرجنرل جان لارنس سره یوه معاهده وکړه. ددې د ۷ مادې تر مخه په پیښور کې به د انګریزانو یو استاځې(ایجنټ) ساتل کېدو. لومړی ایجنټ، نواب فوجدارخان د ملتان سدوزی و چې د ۱۸۵۶ م نه تر ۱۸۵۹ په پیښور کې کار … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

اته ژوند بربادونکي عادتونه

  لیکنه: راین ایرس ژباړه: شاهین موږ او تاسې ټول کله نا کله د ناسمو پریکړو قرباني کیږو. خو ځیني خلک بیا ډیر کله د خپلو ناسمو پریکړو له امله آن د بربادۍ او نابودۍ کندې ته لویږي. دلته موږ تاسې ته اته (۸) داسې عادتونه در په ګوته کو، چې که په چا کې موجود وي، نو بویه چې کیسه يې خرابه ده. خو اندیښنه مه کوئ. که وغواړئ، دا عادتونه بدلیدای شي او … نور ولولئ
په زړه پورې

دوبۍ تنده وهي، چارواکي یې د څښاک د اوبو موندنې نوې لارې لټوي

د عربي متحده اماراتو د خوړو د تامین وزیره وايي، د اوبو نشتوالی د متحده عربي اماراتو په وړاندې تر ټولو لویه ننګونه ده او دوی هڅه کوي چې ددې ستونزې په وړاندې د مبارزې لپاره په فني او ابتکار ولاړې نوې لارې چارې ومومي. د اماراتو د خوړو د تامین وزیرې مریم المهیري په دوبۍ کې د خوړو د تامین په یو نړیوال کنفرانس کې وویل، هیوادونه او سیمې د خوړو او پاکو اوبو … نور ولولئ
ادبیات

یو بختاني او خدمتګار استاد له نړۍ سره مخه ښه وکړه

نامتو افغان لیکوال، څیړونکي او ژورنالیست عبدالله بختاني خدمتګار له اوږدې ناروغۍ وروسته نن په کابل کې له نړۍ سترګې پټې کړې. ارواښاد بختانی د یو ژورنالیست، څیړونکي، شاعر او لیکوال په توګه اوږده کلونو د پښتو ژبې خدمت کړی. نوموړي په بېلابېلو برخو کې گڼې څېړنې ترسره کړي. همداشان يې د افغانستان په رسمي ادارو کې بېلابېلې دندې ترسره کړي. او د خپل ژوند په اوږدو کې سلګونه کتابونه لیکلي دي. استاد بختانی د … نور ولولئ
ژوند بڼه

د خوشحالۍ ترلاسه کولو لپاره دا ۸ کوچني عادتونه خپل کړئ

لیکنه: کسي امافیډون ژباړه: احمد فرهاد توتاخیل پخوانیو فیلسوفانو تل دا خبره کړې، چې اوږد سفر تل په یوه وړوکي ګام اخیستو سره پیلیږي. لَوټزو وايي: “د زرګونو مَیلو سفر یوازې په یوه ګام اخیستو سره پیلیږي.” که غواړې چې د خپل ژوند په سفر کې خوشاله واوسې، نو دغه لاندې څو کوچني ګامونه واخله او خپل ورځینی عادت یې وګرځوه: ۱. سهار وختي پاڅيږه هغوی چې سهار وختي پاڅيږي، د لټۍ احساس نه کوي، … نور ولولئ
سپورټ

د «PSL» سیالۍ د ملتان سلطانز لوبډلې په بریا سره پیل شوې !

د پاکستان د کورني کرکټ «پي اس ایل» ۲۰ اوریزه تجارتي سیالیو دریم پړاو د ملتان سلطانز لوبډلې په بریا، خو د تیر کال دفاعي اتلې پیښور زلمي لوبډلې په ماتې سره پیل شو. په متحده عربي اماراتو کې د پاکستان د دریم پړاو دې ۲۰ اوریزه کرکټ تجارتي سیالیو په لمړۍ لوبه کې د پیښور زلمي لوبډلې لمړۍ توپ وهنه وکړه، چې د محمد حفیظ د ۵۹ منډو جوړولو سره یې ټولې ۱۵۱ منډې … نور ولولئ
سپورټ

په ننګرهار کې (موږ امن غواړو) په نوم د کرکټ میله پیل شوه !

د هېواد په ختیځ ننګرهار ولایت کې د کرکټ سیالیو میله پیل شوه، چې پکې به د کرکټ بېلابېلې لوبډلې ولوبیږي. د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار ختیځ کرکټ اکاډمۍ کې د ۳۲ لوبډلو ترمنځ کرکټ ۱۲ اوریزه سیالیو ټورنمنټ پیل شو، چې د ۱۵ ورځو لپاره به دوام وکړي. دغه ټورنمنټ (مونږ امن غواړو) تر سرلیک لاندې د درې ځوانانو (عزیز دا دا، حُبیب امیري او همیم خان) لخوا جوړ شوی دی، … نور ولولئ
سپورټ

په یوه شپه کې دوه بریاوې؛ احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې

 د افغانستان د فري فایټ (Free Fight) یا ازادې مبارزې دوه لوبغاړو احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز خپلو سیالانو ته ماتې ورکړې. په متحده عربي امارتو کې د ACB سازمان لخوا دواړو افغان لوبغاړو احمد ولي هوتک او باز محمد مبارز د فري فایټ په سیالیو کې، چې په قفس کې ترسره کیږي، پکې یې ګډون کړی و. د ACB سازمان لخوا نن ۸ سیالۍ پلان شوې وې، چې پکې دوه افغان لوبغاړي هم ګډونوال وو. احمد ولي … نور ولولئ
ژوند بڼه

له بدبین ژونده، خوشبین ژوند ته د مشهور مثبت پلورې ۳ تجربې

لیکنه: هینریک ژباړه: غازي عابد په داسې یوه ماحول کې ناسته پاسته نه ده په کار چې منفګرايي په کې عامه وي، خو نن سبا نړۍ همداسې جوړه شوې، خامخا د منفي ګرايي مرض وي. زه خپله هم یو وخت د منفي ګرايي په ستونزه کې راګیر وم، خو له دې خطرناک ژونده مې د وتلو سفر پيل کړ او هغه دا چې ډیر خوشبین، هیله من به وم او امید مې نه قطعه کاوه. … نور ولولئ
خواړه

ولې سهارنۍ ( سباناري) باید قضا نه شي؟

ډاکتران، روغتیايي کارکونکي تل د ښې روغتیا لپاره د سباناري په نه قضا کولو ټینګار کوي. خو د سهارنۍ( سباناري) خوړل ستاسو صحت ته څه ګټي لري. دلته یې څو درسره شریکوو. د وزن په کمولو کې مرسته د یوې څېړنې له مخې هغه کسان چې ډېری وخت سهارنۍ نه خوري په هغوی کې د چاغوالي ګواښ تر هغوی ۵۰ سلنه لوړ وي چې نورمال سهارنۍ ناشته کوي. څېړنه وايي، سهارنۍ خوړل د بدن د … نور ولولئ