سپورټ

افغان لوبډله د انټر کانټنینټل جام اتلولۍ په موخه اماراتو ته ولاړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د انټر کانټینینټل جام سیالیو په لړ کې د خپلې وروستۍ مهمې سیالۍ د ترسره کیدو په موخه متحده عربي اماراتو ته ولاړه. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، د هېواد د کرکټ ملي لوبډله د متحده عربي اماراتو پر وړاندې د دغه جام په وروستۍ څلور ورځینۍ سیالۍ کې د ګډون په موخه تیره ورځ د اماراتو پر لور وخوځیده. د کرکټ نړیوالې شورا لخوا … نور ولولئ
طبیعت

ځنګلونه ولې و نه وهو؟ ریاض درمل

ونې د خپلې ودې لپاره کاربن ډای اکسایډ کاروي او اکسیجن تولیدوي،‌تولید شوی اکسیجن مونږ بیرته د ساه اخیستلو لپاره کاروو ــ د اکسیجن پرته ژوند کول ناشوني دی. د ونو وهل که له یوې خوا د اکسیجن د تولیدولو او کاربن ډای اکسایډ جذبولو مخه نیسي له بلې خوا د ونو په سوځولو سره هغه کاربن چې د دوي په وجودونو کې وي بیرته د کاربن ډای اکسايډ غاز په شکل هوا ته ځي. … نور ولولئ
ژوند بڼه

د نړۍ څو مشهورې دودیزې جامې

ساړي، هندوستان دا ښايي د نړۍ تر ټولو ساده جامې و اوسي. د ټوکر یوه اوږده ټوټه چې اوږدوالی یې تر نهو میترو رسیږي. ساړي په نړۍ کې یو شیک او د بیلابیلو ډولونو لرونکی لباس دی چې کیدای شي په لسګونو بڼو واغوستل شي. د هندوستان په کلیو او ښارونو کې ساړي په پراخه پیمانه کارول کیږي. د افغانستان په شمول د سیمې هیوادونو ته هم د ساړي بیلابیلو ډولونو لاره موندلې او یو … نور ولولئ
په زړه پورې

سعودي عربستان په سپیڅلو ځایونو کې د عکسونو پر اخیستو بندیز لګولی

د سعودي عربستان په مقدسو ځایونو کې پر خلکو د سیلفي انځورونو او نورو عکسونو او ویډیوګانو د اخیستو بندیز لګولی دی. د سعودي عربستان د حکومت د اعلان له مخې، له دې وروسته به هیڅ کس ته اجازه نه ورکوي، چې په پاکو او مقدسو ځایونو کې عکسونه واخلي. په نړیوالو رسنیو کې د خپرو شویو راپورونو له مخې په دې اړه د سعودي د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماټیکو چینلونو له لارې په … نور ولولئ
سیاست

د بهرنۍ پالیسۍ د جوړیدو او کنټرول لارې چارې

لیکنه: د چټکو نوټونو ویبپاڼه ژباړه: غازي عابد بهرنۍ پالیسي د یوه دولت نړیوال اهداف او دغو اهدافو ته د رسیدو له ستراتیژۍ څخه عبارت ده. پالیسي جوړونکي چې کله دولت ته پالیسي جوړوي، نو دا پنځه ټکي په نظر کې نیسي: ۱- د اجنډا وضع کول: یو مشکل یا مسله باید په اجنډا کې تشریح شوي وي. ۲- فارمول جوړونه: پالیسي باید جوړه شوې او ښه بحث شوې وي. ۳- قبلول: کله چې حکومت … نور ولولئ
سیاست

د محمد محقق له خوا په سوریه کې د جنګیدونکو افغانانو ستاینه او په افغانستان کې غبرګونونه

محمد محقق وايي، په سوریه کې د جنګیدونکو افغان، پاکستاني، عراقي، ایراني او نورو جنګیالیو منندوی دی په داسې حال کې چې په افغانستان کې دننه د هغو افغان ځوانانو د مخنیوي لپاره هڅې رواني چې ایران یې د سوریې جګړې ته استوي، د افغانستان د اجرایه ریس مرستیال او د وحدت د ګوند مشر محمد محقق په ایران کې په یوه غونډه کې ددې جنګیالیو ستاینه، مننه او ملاتړ وکړ. محمد محقق چې په … نور ولولئ
سیاست

د سفارت او قونسلګرۍ ترمنځ توپيرونه، دندې او مسوولیتونه

ژباړه: غازي عابد سفارت او قونسلګري په یوه هیواد کې د بل هیواد رسمي نمانیدګیو ته ویل کیږي. یو هیواد باید په بل بیروني هیواد کې یوازې یو سفارت ولري، خو په مختلفو ښارونو کې قونسلګریانې درلودلی شي. سفارت د یوه هیواد تر ټولو لویه نماینده ګي ده، خو قونسلګرۍ بیا د سفارت کوچنی شکل دی، کیدای شي ورته وړوکی سفارت ووایو یا د کوچنۍ رتبي سفارت یې وبولو. سفارتونه په یوه بل هیواد کې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د غوره تصمیم او اغیزمنې پریکړې څو لارې چارې

لیکنه: هینري فورډ ژباړه: غازي عابد د غوره تصمیم نیولو لپاره ځیني مهم ګامونه او لارې چارې شته. ښې او سالمې پریکړې او تصامیم نیول د ګټور او اغیزمن ژوند لپاره خورا مهم دي. موږ ټول د ورځینو تصامیمو له نیولو سره مخ شوي یوو او لا هم مخ کیږو. ځیني تصامیم ډیر کوچني وي او ځیني ډیر ستر وي چې حتا د ژوند د بدلون لامل کیږي. ځیني ډیر ساده او ښکاره وي، خو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه څه چې نورو ته مو پیاوړي او پر ځان ډاډه ښکاره کوي

لیکنه: ویویک ګوپټا ژباړه: غازي عابد دا یو څو ځانګړنې که دې ولرلې نو خلکو ته به په ځان باوري او ډاډمن ښکاره شئ. هیله ده: ۱- یوه خندونکې او خاموشه څیره یا مخ. ۲- کله چې له چا سره خبرې کوئ، نو خپلې پښې مه خوځوئ، ځکه که داسې وکړئ، نو دا با ستاسې عصبانیت یا نا ارامۍ استازیتوب وکړي. ۳- ډیرې تیزې او ډیرې سلو یا ورو خبرې هم مه کوئ. بلکې په … نور ولولئ
سپورټ

مجیب ځدران د بي پي ایل سیالیو کې د ګډون په موخه بنګله دیش ته تللی

د افغانستان د کرکټ ۱۹ کلنې ملي لوبډلې ځوان لوبغاړي مجیب ځدران د بنګله دیش په کورني کرکټ غوره لیګ سیالیو کې د لوبیدو موقع ترلاسه کړه. د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې د ۱۹ کلنې ملي لوبډلې دې لوبغاړي د بنګله دیش د کورني کرکټ بي پي ایل په نامه سیالیو کې د افغان لوبغاړي محمد نبي عیسی خیل او راشد خان په نشتون کې د کمیلا ویکټورینز لوبډلې کې د … نور ولولئ