ملګري ملتونه: د جګړو له امله ۳،۵ میلیونه افغانان بېځایه شوي

په افغانستان کې درې نیم میلیونه وګړي د جګړو له امله بېځایه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ ویلي چې په افغانستان کې د وچکالۍ او جګړو له امله د خلکو ژوند له ګواښونو سره مخ شوی دی او دمګړی شاوخوا ۳،۵ میلیونه وګړي له خپلو مېنو بېځایه شوي دي.

سرچینه وايي چې دغه کسان تر ډېره د جګړو له امله بېځایه شوي او بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

دغه اداره همدا راز وایي چې دمګړی دوی د مرستې رسونې په برخه کې فعالیت کوي او ټول تمرکز یې پر کورنیو بېځایه شوو دی خو شته مرستې کفایت نه کوي او د نړیوالو لا ډېره همکاري اړینه ده.

د سرچینې په خبره کابل ته یې ځینې بشردوستانه مرستې پر لار ده چې ژر به را ورسېږي او پر اړمنو به ووېشل شي.

About عاقله اسد 1247 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله