عامې روغتیا وزارت: د پولیو واکسین د وېش بهیر کې هېڅ خنډ نشته

افغانستان کې د پولیو واکسین د وېش په لاره کې هېڅ راز ستونزې نشته دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي سره له دې چې د نظام له بدلېدو سره په بېلو برخو کې ستونزې رامنځ ته شوې، خو ددې زمینه برابره شوې چې په ټول افغانستان کې د پولیو واکسینو د وېش زمینه برابره کړل شي.

عامې روغتیا وزارت دغه راز وایي چې دمګړی د دوی د واکسیناتورۍ ټیمونه په ټول افغانستان کې فعال دي او د پولیو واکسینو د وېش کمپاین به روان وي.

سرچینې له عامو افغانانو غوښتي چې د کمپاین د بشپړېدو په برخه کې ورسره همکاري وکړي.

پولیو یا ګوزڼ هغه ویروس دی چې په ټوله نړۍ کې له منځه تللی، خو په افغانستان او د پاکستان په ځینو برخو کې لا هم موجود دی.

د یادونې ده چې په تیر نظام کې طالبانو د خپل واک لاندې سیمو کې د پولیو واکسینو مخه نېوله او ډېری واکسیناتوران او واکسیناتورانې د پولیو واکسینو د کمپاین پر مهال ووژل شوې.

About عاقله اسد 1247 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله