د روانې میاشتې په ۲۱مه یعنې ۸ ورځې وروسته د اسټرالیا هېواد د ښځينه کرکټ شل اوریز جام کوربتوب ته چمتو دی.
سږ کال د ښځينه شل اوریز جام اووم پړاو دی، چې لس لوبډلې پکې ګډون لري.
اسټرالیا، نیوزیلېنډ، انګلستان، ویسټ انډیز، سویلي افریقا، هندوستان، پاکستان، بنګلهدېش، سریلانکا او تایلېنډ لوبډلې به په ښځينه نړیوال جام کې خپلې لوبډلې ولوبوي.
د ښځينهوو شل اوریز نړیوال جام د فبروري په ۲۱مه د جمعې پر ورځ پېلېږي او د مارچ میاشتې تر ۸ مې دوام کوي.
ټولې پکې ۲۳ لوبې کېږي.
د ښځينهوو نړیوالو شل اوریزو جامونو ګټونکي هېوادونه

د ښځينهوو شل اوریز نړیوال جامونه په ۲۰۰۹م کې پیل شول، چې لومړی پړاو ۲۰۰۹م کې ترسره شو، کوربه یې انګلستان و او اتلولي یې هم انګلستان یوړه، پایلوبه کې د نیوزیلېنډ ښځينه لوبډله ماته شوه.
دویم پړاو یې په ۲۰۱۰م کې ویسټ انډیز کې ترسره شو، چې اسټرالیا نیوزیلېنډ ته ماته ورکړه او اتلولي اسټرالیا وګټله.
درېیم پړاو په ۲۰۱۲م کې سریلانکا کې ترسره شوه، چې اتلولي یې اسټرالیا یوړه او پایلوبه کې یې د انګلستان ښځينه لوبډلې ته ماته ورکړه.
څلورم پړاو یې په ۲۰۱۶م کال په هندوستان کې ترسره شو، اتلولي یې ویسټ انډیز ترلاسه کړه او استرالیا ته یې ماته ورکړه.
۲۰۱۸م کې یې پینځم پړاو په ویسټ انډیز هېواد کې ترسره شو، چې اسټرالیا وګاټه او انګلستان ته یې ماته ورکړه.
او اووم پړاو یې د روان عیسوي کال د فبروري په ۲۱مه په اسټرالیا کې پېلېږي او اسټرالیا به له دفاع کولو هلې ځلې کوي.
د ښځينهوو نړیوالو شل اوریزو جامونو اتلولي ۴ ځلې اسټرالیا، یو ځل انګلستان او یو ځل ویسټ انډیز ګټلې ده.