حامد کرزی: هیله لرم چې پوهنتونونه ژر پرانیستل شي

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د پوهنتونو له ځینو استادانو سره کتلي دي.

د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې استادانو په هېواد کې د پوهنتونونو د بیا پیل او د لوړو زدکړو د تقویې په اړه خبرې کړې دي.

د سرچینې په خبره، پخواني ولسمشر له یادو استادانو سره له کتنې خوښي څرګنده کړې او د هېواد ابادي او پرمختګ یې د افغانستان د ځوانانو په تعلیم او تحصیل پورې تړلې بللې.

هغه دغه راز په هیواد کې د استادانو پاتې کېدل ستایلي او هیله یې ښودلې چې پوهنتونونه ژر تر ژره د ټولو محصلینو (نجونو او هلکانو) پر مخ پرانیستل شي او د لوړو زدکړو د تقویې لپاره هر اړخیزې ملي هڅې وشي.

د یادونې ده چې تېره ورځ کرزي ویلي د نورو هېوادونو له خوا د طا لبانو حکومت په رسمیت پیژندلو لپاره اړینه ده لومړی دا ډاډ تر لاسه شي چې حکومت د ټولو استازیتوب کوي، په کور دننه قانوني مشروعیت لري او د دې لپاره په کار ده چې لویه جرګه جوړه شي.

حامد کرزي له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو حکومت په رسمیت وپيژني خو دننه په هېواد کې هم افغانان باید د دې ډاډ ورکړي چې حکومت د ټولو استازیتوب کوي.

نوموړي پر لویه جرګه هم ټېنګار کړی چې د ده له نظره د افغانانو هیلې خوندي کولی شي.

کرزي ویلي چې د طالبانو د حکومت ملاتړ دې وشي او نړیواله ټولنه هم باید راشي او رښتینې مرسته وکړي، خو لاسوهنه دې نه کوي.

هغه زیاته کړه، افغانان له ترهګرۍ سره د مبارزې په نوم او یا هم په یوه او بل نوم د بهرنیانو لاسوهنه نه غواړي.

حامد کرزي د افغانستان له ګاونډيانو او په ځانګړي ډول له پاکستان څخه غوښتي، چې د افغانستان په چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

کرزي په دغه مرکه کې دغه راز ویلي، چې د امریکایانو له خوا د بې پیلوټه الوتکو عملیاتو مخالف دی او که امریکایان افغانستان کې پوځي عملیاتو کوي نو دا ډېر ناسم کار دی.

About عاقله اسد 1247 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله