ا.ا له خپلو لیکو څخه دوه نیم زره کسان ایستلي دي

د صفوفو د تصفیې کمېسیون وایي، د هغو کسانو د نیولو او مجازاتو ته ژمن دی چې له خلکو سره بد چلند او یا هم پرې نور تورونه وي.

دغه کمېسیون زیاتوي، یو شمېر ولایتونو کې یې د خپلو ځواکونو صفونه بشپړ تصفیه کړي او پاتې صفونو کې هم دغه لړۍ روانه ده.

د یاد کمېسیون په خبره، تر دې دمه دې کمېسیون څه باندې دوه نیم زره کسان له خپلو لیکو د بېلابېلو جرمونو په تور ایستلي دي.

په ورته وخت کې پوځي شنونکي وايي، چې د هېواد روان وضعیت ته په کتو که چېرې د اسلامي امارت صفوف تصفيه نه‌شي، نو ډېرې ستونزې به جوړې کړي.

د پوځي چارو شنونکي وايي، د صفوفو د تصفیې په تړاو د اسلامي امارت وروستي اقدامات ګټورې پايلې لرلی شي او له دې سره به د ناوړه ګټه اخیستنو مخنیوی وشي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې ځینې ویډیوګانې په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې، چې د طالبانو له لورې خلک ځورول کېږي.

دغې ویډیوګانو په ټولنیزو رسنیو کې د ګڼو خلکو غبرګونونه را پارولې دي.

About عاقله اسد 1247 Articles
په کابل کې د یاران خبریاله