افغانستان

افغان حکومت؛ د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ځانګړې ناستې غوښتنه کړې ده

افغان حکومت د افغانستان د روان وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ځانګړې غونډې غوښتنه کړې ده. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې حنیف اتمر له خپل هندي سیال جي شینکر سره د افغانستان پر وضعیت غږېدلی دی. نوموړي له هندي لوري چې دمګړی د امنیت شورا دوره يي مشري پر غاړه لري غوښتي، چې د افغانستان د وضعیت په اړه ددغه شورا ځانګړې … نور ولولئ
سپورټ

د شل اوریزو لوبو په درجه‌بندۍ کې د اسټرالیا او پاکستان مقابله

  د اسټرالیا لوبډله د روانې میاشتې په درېیمه نېټه د سه شنبې په مازیګر څلورنیمې بجې له بنګله دېش سره د پنځه یو ورځنیو لوبو لړۍ پیلوي. اسټرالیا د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې پنځم مقام لري او ۲۴۸ نومرې لري. له اسټرالیا څخه په شل اوریزو لوبو کې پاکستان یو قدم مخکې دی. د پاکستان لوبډله د شل اوریزو لوبو په درجه بندۍ کې څلورم ځای نیولی دی او د نومرو … نور ولولئ
سپورټ

په سل بالیز کرکټ کې د راشدخان دې لوبډله مخکې ده

  سل بالیز کرکټ چې د جولای په ۲۲ مه نېټه د اته لوبډلو په ګډون پیل شوي، پکې څلور افغان لوبغاړي هم برخوال دي. راشدخان چې له ټرېنټ راکېټس لوبډلې سره لوبېږي، تردې دمه تر ټولو مخکښه لوبډله ده، دې لوبډلې په ۴ لوبو کې ۳ ګټلي، یوه یې بایللې او د ۶ نومرو په لرلو سره د جدول په سرکې ده. مانچیسټراورېجنل لوبډلې په ۴ لوبو کې دوه ګټلي، یوه یې بایللې او … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ د نړۍ هغه بالران، چې هېڅ نو بال یې نه دی کړی

  د کرکټ لوبو کې داسې بالران هم تېر شوي دي، چې په خپل ټول کرکټ کې کېریئر کې یې هېڅ ( نو ) بال نه دی کړی. نو بال د یوې لوبډلې او بالر لپاره د زهرو ګوټ دی، چې تېروي یې، ځکه مقابلې لوبډلې ته لومړی مفته منډه په لاس ورځي، که د نوبال ترسره کېدو سره په بال بونډري راشي، نو پنځه یا هم اووه منډې حتمي او توپ هم نه حسابېږي. … نور ولولئ
روانې سلامتي

ارواپوهنه: پاخه دروغجنان؛ په دروغو پېژندلو کې ماهره وي!

  لیکنه او راټولونه د ارواپوهني له نظره ځینې نکتې؛ ـ په خوب کې مطالعه نه کېږي، ځکه چې خوب لیدل او لوستل د مغزو دوه مختکلفو خواوو فنکشن دي، چې د خوب په حالت کې دواړه یو ځای کار نه کوي. ـ د کومو اشخاصو خط چې بدرنګه یا خراب وي؛ دوی د ډېر تخلیقې صلاحیتونو خاوندان وي. (۹۰% پېښو له مخې) ـ ستاسي ماغزه په خوب کې هم دا احساسولای شي، چې ستاسو … نور ولولئ
ژوند بڼه

د بامیانو د بودا مجسمې بیا ترمیم څه ارزښت لري؟

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر معین ښاغلي هارون حکیمي په وینا چې په هیواد کې د بودا مجسمې د ترمیم چارې به بیا پیل شي او د دې مجسمو د ترمیم په برخه کې له افغان حکومت سره یونسکو او جاپان د همکارۍ ژمنه کړې. ښاغلي حکیمي ویلي چې که دا مجسمې بیا ترمیم شي، موږ یې په ترمیم سره هغه پخوانۍ مجسمې نه شو لرلی، خو که ترمیم شي پخوانی … نور ولولئ
ژوند بڼه

هغه ملتونه ژوندي دي، چې تاریخ ژبه او کلتور یې ژوندی وي

د پاچا خان یوه وینا ده، چې وایي: (د کوم ملت چې ژبه مړه شي هغه ملت هم مري.) د پاچا خان دې وینا ته که په غور سره فکر وکړو دا به راته څرګنده شي، چې د خان بابا دا وینا ډېره ریښتینې او په زړه پورې ده او دا یوازې ژبه نه بلکې تاریخ او کلتور هم په کې راځي. کله چې ځینې ډلې وغواړي یوه ملت له منځه یوسي، د نورو برخو … نور ولولئ
افغانستان

اتمر: طالبان یوازې نه دي؛ لس زره بهرني ترهګر یې په ملاتړ جنګېږي

د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر وایي، چې په تېرو څو میاشتو کې د طالبانو له لوري په خونړۍ جګړه کې درې زره ملکيان وژل شوي، درې سوه زره کسان د خپلو سیمو پرېښودو ته اړ شوي او اوسمهال اتلس میلیونه وګړي په تر ټولو بد بشري وضعیت کې ژوند کوي. نوموړي دا څرګندونې نن په دغه وزارت کې د ګاونډیو او سیمه ییزو سفارتونو له استازو سره په لیدنه کې کړې دي. هغه له … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: هراتیانو د الله اکبر په نعرې سره وښوده چې څوک په حقه دي

ولسمشر غني وایي، چې د هرات خلکو تېره شپه د الله اکبر په نعرې سره وښوده چې د حق پلوي او د الهی احکامو پلي کوونکي څوک دي. نوموړي یو ځل بیا د طالبانو جګړه فتنه او فساد وبلله او زیاته یې کړه چې د دغې ډلې جګړه د خلکو او ملي ګټو پر خلاف او د یادې ډلې یوازینۍ دنده د خلکو وژل دي. ولسمشر ټینګار کړی دی چې دا خاوره تل د الله … نور ولولئ
سپورټ

عزیز‌الله فضلي یوځلې بیا د کرکټ بورډ رئیس ټاکل کیږي

داسي راپورونه ورکول کیږي، چې د افغانستان د کرکټ بورډ پخوانی رئیس عزیز‌الله فضلي، چې په کرکټ بورډ کې او د ملي لوبغاړو سره تر ډېره نژدې پاته شوی، یوځلې بیا د فرهان یوسفزي پرځای د کرکټ بورډ عمومي رئيس ټاکل کیږي. د افغانستان د ملي، روغي جوړې عالې شورا ویاند فریدون خوځون پر خپلې رسمې فیسبوک‌پاڼې خوښي ښوودلې او ویلې یې دي، چې عزیز‌الله فضلي به ډېر ژر بیرته کرکټ له نړۍ سره سیال … نور ولولئ