سپورټ

د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي افغان لوبډلې ته دوه لوبغاړي اضافه کیږي

افغان کرکټ بورډ د پاکستان پر وړاندې دریو یوورځنیو لوبو ته ۱۵ ورځې وړاندې د څلورو احتیاطي لوبغاړو په ګډون ۲۱ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې پکې داځلې ډېرو ځوانو لوبغاړو ته چانس ورکړل شوی. بورډ د یادي لوبډلې د اعلانېدو پر مهال په یوې اعلان شوې خبرپاڼه کې ویلې وه، دغه لوبډله یې د څو اونیو تحلیل او تجزیې، بحثونو او د یو ـ یو لوبغاړي ټولو اړخونو سنجولو او همدارنګه ټولو اړوندو اړخونو … نور ولولئ
سپورټ

جې‌روټ د انګلستان لپاره د ډېرو منډو جوړولو ریکارډ جوړ کړ

د انګلستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو توپوهونکي جې‌روټ د انګلستان ملې لوبډلې لپاره ریکارډ جوړ کړ او ددې هیواد لپاره ترټولو مخکښ منډه جوړونکی لوبغاړی شو. جې‌روټ په ټیسټ، یوورځنیو او شل اوریزه لوبو کې تر بل هر انګلستاني لوبغاړي زیاتې منډې جوړې کړې او په دې سره یې د انګلستان لپاره یو ریکارډ جوړ کړ. هغه په ۲۹۰ ټیسټ، یو ورځنیو او شل اوریزه لوبو کې ټولې ۱۵۷۸۰ منډې جوړې کړې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د نیمې نړۍ نیمګړې زده‌کړې!

  په نړۍ کې نيمه برخه د ښځو ده! مګر هغه ښځه چې، د نيمې نړۍ مسووليت په غاړه لري بايد خپلواکه، باسواده او غښتلي اوسي. نو د ښځو لپاره زده‌کړه اړينه ده؛ ځکه ښځه په یو لاس زانګو په بل لاس جهان زنګوي. د پاچا خان په قول ( د ښځو انرژي د څلورو دېوالونو ترمنځ وسوځېده). موږ خپل نيم قوت پخپله له ځانه اخيستی او په ښځو دا ناقص قول عملي کوي چې” … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ ملي لوبغاړو هم د تکبیر نارې پورته کړې

  دا چې افغانستان کې جګړه ګرمه شوې او د وسله والو طالبانو لخوا د یو شمېر ولایتونو پر مرکزونو بریدونه شوي دي؛ نو دې چارې په ځېنو ولایتونو کې پخواني جهادي قوماندانان او عام خلک اړ کړي، چې د دې حالت پر وړاندې د تکبیر نارې پورته کړي. د تېرې دوشنبې په ماسختن د اګسټ په لومړۍ نېټه په هرات کې ګڼ شمېر خلکو او ښاریانو د روان جنګ پرضد د الله اکبر نارې … نور ولولئ
سپورټ

فرید هوتک؛ د پاکستان پر وړاندې اعلان شوي نوملړ سره ۸۵ سلنه افغانان موافق دي

  د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک په خپله فیسبوکپاڼه لیکلي، چې د پاکستان پر وړاندې درېیوو یو ورځنیو لوبو ته له اعلان شوې لوبډلې ۸۵ سلنه هېوادوال راضي دي او یاده لوبډله یې وړ بللې ده. هغه د کرېک لیډ په نامه د یوې وېب پاڼې ټول پوښتنه خپره کړې ده، چې د دې ټول پوښتنې له لارې د یاد ۱۷ کسیزه لوبډله چې ترې ډېره پکې ځوانې څېرې تر سترګوکېږي، خلکو خوښه کړې … نور ولولئ
ژوند بڼه

د ورزش له ګټو ځان خبر کړئ

لیکنه: ساحل اسد که غواړئ چې له خوشاليو ډک صحتمند او نېکمرغه ژوند ولرئ؛ نو ورزش په ګټو ځان پوه کړئ تر څو بريالي اوسئ. اوریدلي به مو وي، چې سالم عقل په سالم بدن کي وي؛ هو دا خبره ريښتیا ده، که ورزش وکړئ؛ نو سالم بدن به مو په برخه وي او د سالم بدن په شتون کې سالم عقل حتمي دي. غواړم دلته د ورزش یو شمېر هغه ګټې دروپېژنم، چې ستاسې … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: له جګړې ستړو هیوادوالو د الله اکبر په ویلو سره د طالبانو د جګړې ځواب ورکړ

ولسمشر غني وایي، چې هېوادوالو د الله اکبر په ویلو سره د طالبانو د فتنې (جګړې) ځواب ورکړ. نوموړي نن په ارګ کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو له متقاعدو جنرالانو او افسرانو سره په لیدنه کې ویلي، چې د طالبانو جګړه د هېواد، ملي ارزښتونو او عنعناتو خلاف جګړه ده او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د ولس بېساری ملاتړ له ځان سره لري او په ټول قوت د طالبانو پر وړاندې جنګېږي. … نور ولولئ
افغانستان

ناټو: افغان پوځ ته لا ډېر نظامي تجهیزات او وسایل لېږو

د ناټو سازمان ویاندې اوانا لانگسکو په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې ناټو د افغان ځواکونو تر څنګ ولاړه ده او ددغه هېواد د پوځ ملاتړ ته به ادامه روکړي. د نوموړې په خبره ناټو افغان پوځ ته لا ډېر نظامي تجهیزات او روغتیايي توکي استوي او په دې برخه کې به یې همکارۍ دوامداره وي. اوانا زیاته کړې، چې د روان کال له پیله تر دې دمه ناټو د اویا میلیونو ډالرو په … نور ولولئ
سپورټ

ډیویلرز: غواړم څو نور کلونه هم په IPL کې ولوبېږم

د سویلي افریقا د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو پخواني لوبغاړي اي بي ډیویلرز په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې له ملې لوبو څخه یې پر سم وخت تقاعد اعلان کړی، خو غواړي د هند په آي پي ایل سیالیو کې څو نور کلونه هم ولوبیږي. ډیویلرز ویلې، د هند په آی پي ایل سیالیو کې بنګلور لوبډله ورته ځانګړی ځای لري او په همدې موخه غواړي په یاد لیګ کې ددې لوبډلې سره … نور ولولئ
سپورټ

تاریخي بریا؛ بنګله‌دېش د لومړي ځل لپاره اسټرالیا ته ماتې ورکړه

د بنګله‌دېش او اسټرالیا کرکټ ملې لوبډلو ترمنځ د بنګله‌دېش په کوربتوب تېره ورځ د پنځو شل اوریزه سیالیو لړۍ پيل شوه، چې په لومړۍ شل اوریزه لوبه کې بنګله‌دېش اسټرالیا ته په ۲۳ منډو ماتې ورکړه او په دې سره بنګله‌دېشۍ لوبډله وتوانېدله، د لومړي ځل لپاره د شل‌اوریزه سیالیو په تاریخ کې اسټرالیا ته ماتې ورکړي.   د بنګله‌دېش لپاره د یادي تاریخي بریا بشپړ حال   په یاده لوبه کې لومړی بنګله‌دېش … نور ولولئ