پوهنه

وایروس څه دی او انساني حجرې څنګه له منځه وړي؟

ليکنه او راټولونه وایروس له لاتیني کلمې وینوم څخه اخیستل شوی چې د زهري مایع مانا لري. وایروس د ژوندیو موجوداتو ټول خصوصیات نه لري او له ژوندۍ حجرې څخه بهر غیرفعال وي، نو له دې امله بیولوژي پوهان وایروس ژوندی جسم نه ګڼي. ویروسونو له دوو برخو څخه جوړ شوی. باندنۍ برخه یې چې پروټین دي د کپسید په نامه یادېږي او داخلي برخه یې چې د کپسید په واسطه پوښل شوې ده، ښایي … نور ولولئ
افغانستان

نړیوال سور صلیب: لسو ورځو کې مو د جګړې د ۴ زره ټپیانو درملنه کړې ده

د نړیوال سره صلیب کمېټه وايي، چې په افغانستان کې وروستیو جګړو او تاوتریخوالي بشري ناورین رامنځ ته کړی دی. ددغه نړیوال بنسټ له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې په ډېری ښارونو کې جګړو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده، روغتیایي خدمات یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي دي، خلک د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي او ددوی روغتیايي کارکوونکي هره میاشت د لسګونه زره ټپیانو درملنه کوي. … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: په دې پوهېږو؛ پاکستان کې د ترهګرو مرکزونه افغانستان کې د جګړو لامل دي

امریکا منلې، چې د پاکستاني حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې د ترهګرو ډلو او طالبانو امن مرکزونه فعال دي. د امریکا ددفاع وزارت ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال د یوې پوښتنې په ځواب کې ویلي، دوی پوهېږي چې د پاکستان په سرحدي سیمو کې د ترهګرو امن مرکزونه په افغانستان کې د روانو جګړو او ناامنیو لامل دي. دده په وینا داسې هم نه ده چې په … نور ولولئ
سپورټ

راتلونکې شل‌اوریزه نړیوال جام ته نیوزلنډ خپله لوبډله اعلان کړه

داچې د کرکټ شل‌اوریزه نړیوال جام ته ۶۸ ورځې پاتې دي، نیوزیلنډ کرکټ بورډ اوس لا ورته د ښه چمتوالي په موخه خپله ۱۶ کسیزه لوبډله اعلان کړه، چې په دې سره په راتلونکې نړیوال جام کې د ګډونوالو ۱۶ لوبډلو له ډلې نیوزیلنډ لومړی هیواد شو، چې ورته لوبډله اعلانوي.   د نیوزیلنډ اعلان شوې ۱۶ کسیزه لوبډله   کین ویلمسن، ټوډ اسټلي، ټرینټ بولټ، مارک چپمان، ډېون کانوې، لوکي فرګوسن، مارټین کوپټیل، کایل … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: طالبان دې د بیان ازادۍ له ځپلو ډډه وکړي

امریکا وایي طالبان دې د بیان ازادۍ له ځپلو ډډه وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په تازه څرګندونو کې ویلي، چې پر خبریالانو د طالبانو بې مانا بریدونو افغانستان د خبریالانو لپاره په خونړي هېواد بدل کړی دی او دا ددې سبب شوې چې لسګونه خبریالان له هېواد ووځي. سرچینه وایي طالبانو ته په کار ده چې د خبریالانو پر وړاندې بې مانا بریدونه پای ته ورسوي، د بیان ازادي دې نه ځپي … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: که رهبري سمه وي، افغان ځواکونه د سترو بدلونونو وړتیا لري

د امریکا ددفاع وزارت وایي افغان ځواکونه د جګړې په ډګر کې د لویو بدلونونو وړتیا لري، خو دا هر څه د افغان حکومت په رهبرۍ پورې تړلي دي. د پنټاګون ویاند جان کربي په یوه خبري کنفرانس کې د خبرو پر مهال ویلي، چې دوی له افغان ځواکونو هوايي ملاتړ ته ادامه ورکوي، خو بیا هم افغان ځواکونه پیاوړي دي او د جګړې په ډګر کې لوی بدلونونه راوستلی شي. سرچینه وړاندې لیکي، چې … نور ولولئ
خواړه

د ليمو جوس د سکاروي ناروغۍ درملنه کوي!

لیمو ته د ډېرو ګټو لرلو په خاطر د درملتون لقب ورکړل شوی دی، ځکه چې لیمو له ټولو وایروسونو سره تضاد دی، او بېلابېلو ناروغیو لپاره غوره درمل ګڼل کېږي، لکه: زکام، سترګو بهیدنه، ستونی درد، سکاروي، ټوخی… له پېړیو څخه دا ثابته شوې ده، چې لیمو د سکاروي ناروغۍ لپاره غوره درمل ګڼل کېږي.سکاروي/ نمونيا یو ډول ناروغۍ ده چې د انسان بدن د ویټامین سي د کمښت په صورت کې ورسره مخ … نور ولولئ
سپورټ

 د افغان لوبډلې د چټکې توپ‌اچوې روزونکی څه ډول بالر دی او ولې د اسټرالیا په لوبډله کې پاتې نشو؟

  شاون ټېټ په ۱۹۸۳ م کې د سویلي اسټرالیا کې د اډیلایډ په سیمه کې زېږېدلی دی، اوسمهال ۳۸ کاله عمر لري. په ۲۰۰۵ کال کې د اسټرالیا لپاره ټېسټ لوبې پیل کړې، ټولې یې درې ټېسټ لوبو کې ګډون کړی دی، چې ۵ وېکټې یې اخیستي دي او غوره توپ اچونه یې هم په ۱۲۱ منډو د درې وېکټو اخیستل دي. د ټېسټ لوبو په پنځه پاڼیو کې یې ۲۰ منډې کړي دي، … نور ولولئ
افغانستان

بریتانیا: طالبان مو مجبوروي چې بېرته افغانستان ته ستانه شو

د بریتانیا دفاع وزیر بن والاس په افغانستان کې د طالبانو له لوري پراخو بریدونو ته په اشارې د امریکا او طالبانو د دوحې هوکړه غندلې او زیاته کړې یې ده چې هغه یوه بې ځایه او ناکامه هوکړه وه. د ډیلي مېل د راپور له مخې، بن والاس زیاته کړې چې دوی له دغه هېواد څخه د بهرنیو ځواکونو تر وتلو وروسته خپلو متحدینو سره افغانستان ته د بېرته ستنېدو خبره مطرح کړې ده … نور ولولئ
سپورټ

د اُلمپیک سیالیو پای؛ امریکا پکې لومړی او چین دویم مقام خپل کړ

ټاکل شوې وه په ۲۰۲۰م کال کې د نړۍ ترټولو ستري بېلابیلې سیالۍ «اُلمپيک» د جاپان په توکیو ښار کې پيل شوي وای، خو د کورونا ویروس له امله وځنډېدې او تر ځنډ وروسته دادی د تیرې جولای میاشتې په ۲۳مه نېټه پيل شوې او پرون د اګسټ میاشتې په ۸مه نېټه پای ته ورسېدې. په دې سیالیو کې د افغانستان په ګډون د ۲۰۷ هیوادونو څخه ۱۱ زره ۳ سوه لوبغاړو په بېلابیلو سیالیو … نور ولولئ