روانې سلامتي

څنګه خپل فکر راټول کړو تر څو پر یو څه فکر وکړو!؟

ليکنه صديقه پوپلزۍ غږ استاد عظيمي داسې ډېر انسانان شته چې فکر یې تیت او پرک وي او نشي کولای پر یوې ځانګړې موضوع باندې فکر او تمرکز وکړي. ناسم فکرونه، اندېښنې، د تمرکز ګډوډي او دې ورته نور مسایل جلا جلا ستونزې دي. په ټولیز ډول هر انسان له داسې ستونزو سره مخ کېږي، دې ستونزو ته فکري ګډوډي هم ویلای شو او د اضطراب او ژور خپګان پر مهال هم اړوند کسان خپل … نور ولولئ
پوهنه

شنه خالونه، سينګار او فولکلوريک ادب!

په پښتنه ټولنه کې د کليوالو ښځو د نور سينګار ترڅنګ خال کيښودل، سور سالو، نيکريزي او رانجه مشهور سینګار بلل کيږي. غواړم د هغه شين خال په اړه بحث وکړم، چې د ښځو لخوا په تنډه او زنه وهل کېږي. د شنو خالونو وهل د ښځو منځ کې د سينګار په ډول وهل کېږي. او د نارينه‌وو له خوايې ستاينه کېږي. دا خال به د پخوانيو کليوالو پيغلو په منځ کې يو خاص ځای … نور ولولئ
سپورټ

نړیوال جام کې د افغانستان د ټولو لوبو نېټې، وختونه او ځایونه

ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا له امله وځنډول شو او اوس به د یاد هیواد پرځای په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي.   د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام به د روان ۲۰۲۱م کال د اکتوبر میاشتې له ۱۷مې بیا د نوومبر میاشتې تر ۱۴مې نېټې پورې ترسره شي.   دا لوبې به د متحده عربي اماراتو … نور ولولئ
سپورټ

د هیواد روانو حالاتو پاراُلمپیک سیالیو کې افغان لوبغاړي له ګډونه محروم کړل

د جاپان په توکیو ښار کې د روانې اګسټ میاشتې په ۲۴مه نېټه د پاراُلمپیک سیالۍ پیلیږي، چې په دې سیالیو له افغانستان څخه دوو لوبغاړو نارینه او ښځینه ورته لاره پیداکړې ده، خو د هیواد د روان وضعیت له امله دوی نشي کولای په دې سیالیو کې ګډون وکړې.   ټاکل شوې وه، ذکیه خداداي په تکواندو او حسین رسولي بیا په اسکیت ورزشي رشته کې د افغانستان په استازیتوب د پاراُلمپیک سیالیو په … نور ولولئ
سپورټ

کارابین لیګ کې د لوبډلو وروستي سکواډونه او پکې اخیستل شوي افغان لوبغاړي

د ویسټ انډیز هیواد کورني کرکټ لیګ ‹‹کارابین›› ته د لوبغاړو د رانیولو مراسم د روان ۲۰۲۱م کال د مې میاشتې په ۲۸مه نېټه ترسره شوه، چې پکې شپږ افغان لوبغاړي واخیستل شول.   وقار‌ سلامخېل، ابراهیم ځدران، قیس احمد، شفیق‌الله غفاري او رحمن‌الله ګربز هغه پنځه افغان لوبغاړي وه، چې بولۍ کې اخیستل شوي وه، خو د نوین‌الحق سره وار له مخي خپلې لوبډلې «ګیانا امازون وایررز» سږ کال د لوبېدو په موخه تړون … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: زما د وژلو پلان جوړ شوی و، د ډاکټر نجیب سناریو تکراریده

ولسمشر محمد اشرف غني نن شپه له اماراتو څخه په خپل ویدیویي پیغام کې وویل، چې له هیواد نه دی تښتیدلی او نه نیت لري چې وتښتي او یا چیرته پناه واخلي. نوموړي وویل، چې د عزت له مرګ یې ویره نه لرله؛ خو نه مې غوښتل، چې کابل کې دې د خلکو وینه تویه شي. د هغه په وینا: “د تیرې یکشنبې په ورځ د خپل کار په دفتر کې د خپل عادي کاري … نور ولولئ
سپورټ

ویراټ کوهلي یو بل ویاړ په خپل نوم کړ

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې تکړه او نامتو لوبغاړی او ددې لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي یو بل ویاړ خپل کړ او د ټیسټ سیالیو په تاریخ کې څلورم لوبډلمشر شو، چې دده تر رهبرۍ لاندي لوبډله یې زیاتې ټیسټ سیالۍ ګټې.   هند کرکټ ملې لوبډلې د ویراټ کوهلي تر رهبرۍ «لوبډلمشرۍ» لاندي ۶۳ ټیسټ سیالۍ کړې دي، چې په دې ۶۳ ټیسټ سیالیو کې یې ۳۷ ګټلې او ۱۵ یې بیا بایللې دي. … نور ولولئ
سپورټ

افغان لوبډله د پاکستان پر وړاندې سیالیو ته پوره چمتو ده، چې ډېر ژر به سریلانکا ته لاړه شي

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند محمد فرید هوتک ویلې، افغان کرکټ ملې لوبډله د پاکستان پر وړاندې راتلونکو دریو نړیوالو یو ورځنیو لوبو ته پوره چمتو ده، چې د پروازونو د پیل کېدو سره سم به ډېر ژر سریلانکا هیواد ته سفر وکړي.   فریدهوتک دا څرګندونې پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې کړې دي.   د پاکستان پر وړاندې د افغانستان راتلونکې درې سیالۍ   ټاکل شوې د کرکټ نړیوالې شورا د سوپرلیګ سیالیو … نور ولولئ
سپورټ

بابراعظم: راتلونکی نړیوال جام موږ ته د کورنیو لوبو په څېر دی

د پاکستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلې لوبډلمشر بابراعظم په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، د کرکټ راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام ټولو پاکستاني لوبغاړو ته د کورنیو لوبو په څېر دی؛ ځکه پاکستان د متحده عربي اماراتو په کوربتوب له بېلابیلو هیوادونو سره په تېره یوه لسیزه کې زیاتې سیالۍ کړي او لوبغاړي له میدانونو سره اشنا دي. بابراعظم ویلې، موږ راتلونکی نړیوال ته پوره چمتوالی لرو، چې په همدې موخه مو له بېلابیلو … نور ولولئ
افغانستان

فېسبوک پر طالبانو بندیز لګوي

د فېسبوک اداره وایي چې دوی طالبانو ته د ترهګرې ډلې په سترګه ګوري. د دوی له خوا یا د دوی په ملاتړ د هر ډول محتوا خپرول پر فېسبوکپاڼو بند دي. د دې ستر شرکت اداره وایي چې یوه ډله افغاني کارپوهان یې د طالبانو اړوندو محتواوو د څار او له منځه وړلو په موخه ګومارلي دي. کلونه کېږي چې طالبان د خپلو خبرتیاوو او تبلیغاتو په موخه فېسبوک کاروي. په افغانستان کې چټک … نور ولولئ