سپورټ

عزیز‌الله فضلي یوځلې بیا د کرکټ بورډ رئیس وټاکل شو

د افغانستان کرکټ بورډ وایي، چې  د کرکټ بورډ پخوانی رئیس عزیز‌الله فضلي، چې په کرکټ بورډ کې او د ملي لوبغاړو سره تر ډېره نژدې پاته شوی، یوځلې بیا د فرهان یوسفزي پرځای د کرکټ بورډ عمومي سرپرست رئيس وټاکل شو. هغه نن په رسمې ډول د بورډ کارکوونکو ته وروپېژندل شو. https://www.facebook.com/1585279335059992/posts/3009749002613011/ د لومړي ځل لپاره د عزیز‌الله فضلي ټاکل او بیرته لیري کول عزیز‌الله فضلي د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۸م کال … نور ولولئ
افغانستان

بایډن د ملي امنیت له ټیم سره د افغانستان په اړه خبرې کړې دي

د بایډن د ملي امنیت له ټیم سره په افغانستان کې د ترهګرۍ پر احتمالي ګواښونو خبرې کړې دي. سپینه ماڼۍ وایي چې بايډن د ملي امنیت له ډلې سره کتلي دي او په هغه کې یې په افغانستان کې پر روان وضعیت مهمې خبرې کړې دي. تر ډېره خبرې په دې شوې دي چې په افغانستان کې د کشمکشونو د ختمولو لپاره باید خبرې ادامه پیدا کړي او دغه راز یې په دې هېواد … نور ولولئ
افغانستان

د کابل هوايي ډګر کې د ګڼې ګوڼې له امله درې کسان وژل شوي

په کابل کې د حامد کرزي له نړیوال هوایي ډګر سره د ګڼه ګوڼې له امله شاوخوا درې کسان وژل شوي دي. سکای نیوز په یوه راپور کې ویلي، چې دغه کسان د ډېرې ګڼې ګوڼې له امله تر پښو لاندې شوي دي او ګڼ نور ټپیان هم دي. په راپورونو کې راځي چې په کابل کې د هوايي ډګر شاوخوا ته زرګونه کسان راټول شوي دي او هڅه کوي ددغه ډګر له لارې بهرنیو … نور ولولئ
سپورټ

ګاتم ګمبیر هغه څلور لوبډلې وښوودلې، چې د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته رسېدای شي

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې پخواني توپوهونکې ګاتم ګمبیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې، د هغه څلورو هیوادونو نومونه اخیستې، چې کولای شي د راتلونکې شل اوریزه نړیوال جام نیمه پایلوبې ته لاره پیداکړې.   ګاتم ګمبیر ویلې، هندوستان، نیوزیلنډ، انګلستان او ویسټ انډیز هغه څلور لوبډلې دي، چې له هره اړخه قوي دي او د نړیوال جام نیمه پایلوبې ته به ووځې.   راتلونکی شل اوریزه نړیوال جام   ټاکل شوې وه د … نور ولولئ
سپورټ

شل پوښتنې او د حشمت الله شهیدي جالیب ځوابونه

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چپ لاستې توپوهونکې او په ټیسټ او یوورځنیو لوبو کې د ملې لوبډلې لوبډلمشر حشمت الله شهیدي د کریک ټریکر په نوم ورزشي پاڼې سره مرکه کړې، چې پکې جالیبو پوښتنو ته یې ځوابونه ویلې.   ۱- کریک ټرېکر: هغه کوم خواړه دي، چې له هغه پرته ژوند نشې کولای؟ ۲- شهیدي: ماهیان   ۲- کریک ټرېکر: کوم افغان لوبغاړی زیاته لټي کوي؟ ۲- شهیدي: محمد شهزاد محمدي   … نور ولولئ
افغانستان

د پاکستاني طالبانو یو مشر: اوس د پاکستان وار دی چې نا مسلمانه رژیم ته یې بدلون ورکړو

د پاکستاني طالبانو یو مشر مولوي فقیر محمد په افغانستان کې د طالبانو پر بریالي کېدو خوښي څرګنده کړې ده. فقیر محمد له زندانه تر خوشې کېدو وروسته خپلو پلویانو ته لومړنۍ وینا کې ویلي، دا انصاف نه دی چې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د رامنځته شوي شرعي نظام پلوي کوي خو په پاکستان کې دې نامسلمانه رژیم حاکم وي. هغه خپلو وسله والو ته ویلي، اوس وخت دی چې په پاکستان … نور ولولئ
پوهنه

دین/مذهب، دولت او کلتور مانا او تعریف!

ليکنه او راټولونه دین، مذهب، دولت او کلتور دا هر یو ځانګړی تعریف لري. دین په لغت کې طاعت او انقیاد یانې پیروي او غاړې ایښودلو ته وایي. په عامه اصطلاح کې په غیبي امورو باندې د انسان عقیدې او عمل ته دین وایي. په اسلامي اصطلاح کې الله ج ته تسلیمۍ او غاړه ایښودلو ته وایي هغه دین کوم چې د الله ج له طرف نه په رسول الله ص نازل شوی دی چې … نور ولولئ
خواړه

ويښتان په هره میاشت کې دوولس ملي مترو پورې وده کوي!

ډېری خلک په دې اند دي، چې د ښو وېښتانو درلودلو لپاره د وېښتانو مینځل او د بېلابېلو شامپوګانو کارول غوره کار دی. خو د ښو وېښتانو درلودلو لپاره ښه لاره دا ده، چې د حمام پر ځای پخلنځي ته لاړ شئ! په خلکو کې یو عام خبره دا ده، چې ویښتان د انسان نیم ښایست دی، او دا خبره تر ډېره رښتیا ده، ځکه ویښتان د انسان په ښکلا کې یو خاص جذابیت لري. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

خواشینې هم په خپل ذات کې یو رنګ دی، چې په هر رنګ (غم) کې یو خیر وي

  دنیا د غم ټال دی او په دې ټال د زنګېدلو لپار بهانې، دلایل کم نه دي، خو د دې ټال نه د کوزېدو او د دې قلف ماتولو لپاره کیلۍ لرل پکار دي. مثلا: د خواشینۍ دلیل که لیکې، نو دا هم ولیکه؛ دا چې انسان باید د انسان په ځای او رب د رب په ځای وګڼل شي. هر کله چې انسان د رب په ځای کښېنول شي، د دوی عبادت کوي، … نور ولولئ
ژوند بڼه

د مېرمن او خاوند په اړيکه کې ټوکې او ځورول د اړيکې د پايښت لامل کېږي

که غواړئ چې له خوښۍ او هوساينې نه ډکه اړيکه ولرئ او د لاسته راوړلو لپاره یې هڅه کوئ، نو تر هر څه وړاندې هڅه وکړئ چې په خپلې اړيکې کې په دوامداره توګه ټوکې وکړئ او مقابل لوری وخندوئ! نړۍ انسانان داسې حالت ته راوستلي دي چې اوس مهال د نورو خندول د انسان يوه مثبته او ښه ځانګړنه بلل کېږي، هغه انسانان چې په دې توانېږي چې مقابل لوری وخندوي هغه مقابل لوري … نور ولولئ