خواړه

هغه خواړه چې روغتیا ته جدي خطر لري او عمر کموي

ژباړه زراکي د خوړو متخصص د پنځه خوړونیزو توکو یادونه وکړه، چې ترې ډډه کول د سلامتیا سره مرسته کوي. کاترین زراتسکي، د خوړو متخصص د مایو په کلینیک کې د پنځه خوړو څخه يادونه وکړه چې د عمر زیاتېدو سره مرسته وکړي. نوموړي وویل چې د بشپړو پاکو خوړو خوړل UHT، سره شوي او پروسس شوي خواړه، سره شوي خواړه، د شکر لرونکي خواړه او زیات الکول څښل، پر روغتیا منفي اغېز ښندي او … نور ولولئ
ژوند بڼه

سیاسي بدلونونه او پر ګډ ژوند یې اغېز

سیاسي او اقتصادي حالات هرومرو پر کورنیز ژوند اغېز پرېباسي؛ خو دا اغېز باید تر ډېره مهار شي. تر هغو یې مهارولو کې هڅه او هاند وشي چې له مستقیم والي څخه لار چپه او نامستقیم والي ته واوړي. یانې هر هغه خوښۍ چې په یوه کورنۍ موجودې وي باید د حالاتو د بدلون قرباني نشي. بلکې حالات د خوښیو قرباني شي. که چېرې هر ځل د ټولنیزو حالاتو له بدلون سره کورنۍ خوښۍ ولړزېږي, … نور ولولئ
په زړه پورې

شپږم حس او څرنګوالی یې

ښايي دا لیکنه درته جالبه واېسي؛ ځکه د دې په اړه مالومات درکول کېږي چې ایا انسانان شپږم حس لري؟ دا څه ډول حس دی؟ ټول حسونه مو نومونه لري، شپږم حس ولې مشخص نوم لري؟ شپږم حس د علمونو له انده ثابت شوی که نه؟… لکه څنګه چې تاسو ته جوته ده، انسانان پينځه ډوله حسونه لري؛ خو دا هغه حسونه دي چې نوم او څرنګوالی یې، دندې یې او په اړه یې نورې … نور ولولئ
افغانستان

امریکا ته د ا.ا.ا خبرداری, د افغانستان د بې ثباته کولو هڅه مه کوئ

ا.ا.ا امریکا ته د افغانستان د بې ثباته کولو په تړاو خبرداری ورکړی دی. د راپورونو له مخې د افغانستان د ا.ا د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په دوحه کې له امریکایي پلاوي سره لیدلي او دوی ته یې خبرداری ورکړی چې د افغانستان د حکومت د بې ثباته کولو هڅه و نه کړي. د متقي په وینا که امریکا داسې کومه هڅه وکړي؛ نو دا به د هېچا په ګټه نه … نور ولولئ
سپورټ

شهزاد نیپال لیګ کې ترټولو زیاتې منډه جوړونکې لوبغاړی شو

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی شهزاد محمدي د نیپال په غوره لیګ سیالیو کې ښه ولوبېد او ددې لیګ ترټولو زیاتې منډه جوړونکی توپوهونکی شو. شهزاد محمدي په دې لیګ کې ټولې ۷ سیالۍ وکړې، چي په دې اوو لوبو کې یې ۲۰۷ منډې جوړې کړې او د ډېرو منډو جوړونکو لوبغاړو په سر کې راغی. په دې سره هغه ته د موټرسایکل جایزه ورکړل شوه.   د نیپال … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان سره د بشري مرستو لپاره دې عملاً پیسې ورکړل شي

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر فلیپو ګراندي وایي، له افغانستان سره د بشري مرستو ژمنې شوي، اوس په کار ده چې دا پیسې عملاً ورکړل شي ځکه په افغانستان کې اوس مهال سمدستي نورو سرچینو ته اړتیا لیدل کېږي. ګراندي همدا راز وویل چې د ملګرو ملتونو د کډوالو له ادارې سره د اعلان شوې ۳۰۰ میلیونه ډالره مرستې یوازې ۱۸ سلنه دوی ته رسېدلې ده. نوموړي مرستندویو هېوادونو ته په خطاب … نور ولولئ
افغانستان

د بشر حقونو څار سازمان: افغانستان کې اقلیتونو ته لا هم ګواښ متوجه دی

په کندز ښار کې پرون برید چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړل په هېواد دننه او بهر له سختو غبرګونونو سره مخامخ شو. د بشري حقونو د څار سازمان د اسیا د برخې مسوولې پترېشیا وویل، دا برید ښيي چې د افغانستان اقلیتونو ته لا هم ګواښ متوجه دی. د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون پر خپله ټویټرپاڼه دا برید په کلکه غندلی او دا یې د هدفي وژنو په دوام یو … نور ولولئ
افغانستان

د افغانانو راتلوونکی به څه ډول وي؟ څه باید وکړو؟

آغاملوک سهار انسان د تاریخ په اوږدو کې له درې لویو ستونزو او ننګونو سره مخ وو جنګ، لوږه او وبا. لرغونی مصر، د منځنیو پیړیو اورپا او چين په څو زره کلن تاریخ کي له سختو لوږو او قحطیو سره مخ وو. لسګونه میلیونه چینایان له لوږې مړه سوو. حتا چين په شلمه پیړۍ کې هم له دی ننګوني سره مخ وو خو مډرني حکومتولۍ، منظم اقتصادی او سیاسي سیسټم، مسلکي او متخصصیو کدرونو … نور ولولئ
افغانستان

نړیواله ټولنه له اړمنو افغانانو سره نغدي مرسته کوي

نړیوله ټولنه د یوې طرحې پر اساس په افغانستان کې له محتاجو کسانو سره د مرستې لپاره نغدې پیسې لېږي. له دې طرحې خبرو کسانو رویټرز خبري اژانس ته معلومات ورکړي دي. دوی ویلي چې دا مرستې اړمنو کسانو ته په پام کې نیول شوي دي. د دې پلان هدف دا دی چې په افغانستان کې د اقتصادي ستونزو د مخنیوي لپاره عامو خلکو ته پیسې ورکړل شي. د رویټرز خبري اژانس د راپور له … نور ولولئ
افغانستان

عدلیه وزارت: ا.ا.ا د پخواني پاچا ظاهر شاه د دورې اساسي قانون نافذوي

د ا.ا.ا وایي دوی د موقتي دورې لپاره د وروستي پادشاه محمد ظاهر شاه اساسي قانون نافذوي. د ا.ا.ا د عدلیې سرپرست وزیر د چین له سفیر وانګ یو سره د لیدنې پر مهال ویلي، دوی ټولو هغه قوانینو ته درناوی لري چې د دوی له اصولو او شریعت سره په ټکر کې نه وي. د عدلیې وزارت پر رسمي فیسبوک پاڼه په همدې تړاو په خپره شوې اعلامیه کې د عدلیې د سرپرست وزیر … نور ولولئ