سپورټ

چینای د څلورم ځل لپاره د IPL لیګ اتلولي خپله کړه

د هندوستان آی پي ايل سیالیو څوارلسم پړاو تېره شپه د چینای سوپر کینګز کرکټ لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد، چې دې لوبډلې په پایلوبه کې کلکتې نایټ رایډرز لوبډلې ته په ۲۷ منډو توپیر ماتې ورکړه.   2⃣0⃣1⃣0⃣ 🏆2⃣0⃣1⃣1⃣ 🏆2⃣0⃣1⃣8⃣ 🏆& NOW 2⃣0⃣2⃣1⃣ 🏆 Heartiest congratulations, @ChennaiIPL! 👏 💛#VIVOIPL | #Final | #CSKvKKR pic.twitter.com/23LqFdSzWH — IndianPremierLeague (@IPL) October 15, 2021     د پایلوبې بشپړ جذیات   پچه یا ټاس کلکتې لوبډلې … نور ولولئ
افغانستان

د طالبانو یو لوړپوړی پلاوی ازبکستان ته لاړ

د ا.ا.ا د ريس الوزرا د دويم مرستيال په مشرۍ يو پلاوی ازبکستان ته لاړ. د دغه پلاوي غړی مولوي انعام الله سمنګاني وايي، چې ټاکل شوې په دغه رسمي سفر کې له ازبکستان هېواد سره د دوه اړخيزو او سوداګريزو اړيکو تر څنګ پر اقتصاد، امنيت او ځینې نورو مسايلو خبرې وشي. په دغه پلاوي کې د روغتیا، اطلاعاتو او کلتور، برېښنا، لوړو زده کړو، افغانستان بانک، سوداګرۍ خونې، ترانسپورټ او ځينو نورو ادارو … نور ولولئ
افغانستان

ملګرو ملتونو او امریکا په کندهار کې د تېرې ورځې برید غندلی

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتریش په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې پر عامو وګړو د عبادت پر وخت برید کول او ددوی وژل نه بښل کېدونکی بشر ضد جنایت دی چې باید په اړه یې پلټنې وشي. دده په خبره دغه برید په کلکو ټکو غندي او ژر تر ژره یې د عاملینو د نیولو غوښتنه کوي. بلخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم دا برید غندلی او وایي افغانان حق … نور ولولئ
افغانستان

ډېلي مېل: امریکا کابل کې د هوايي برید د قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکوي

امریکا په کابل کې د خپل وروستي هوایي برید قربانیانو ته غرامت ورکوي. ډېلي مېل برېټانوۍ نشریې د امریکا د دفاع وزارت له قوله ویلي چې دوی په کابل کې د ډرون برید څېړلی او ثابته شوې چې په هغې کې لس ملکي وګړي وژل شوي دي. سرچینه وایي د امریکا د بهرنیو چارو او دفاع وزارتونو ته دنده سپارل شوې چې د قربانیانو کورنیو ته یې تاوان ورکړي او که غواړي په مصونه او … نور ولولئ
ژوند بڼه

لنډه کیسه: هېڅکله مه ناهيلي کېږﺉ

  ژباړه: نسیمه محمدي څلور ډيوې ورو ورو سوځېدې، چاپېریال دومره ارام او چوپ و، چې د هغوی ترمنځ خبرې اورېدل کېدای شوای. لومړۍ ډيوې وویل: زه سوله یم، هېڅوک نشي کولی ما تل روښانه وساتي. فکر کوم ډېر ژر به خاموشه شم. د سولې خبرې لا خلاصې نه وې چې لمبه یې کمه او بیا مړه شوه. دویمې ډيوې وویل: زه ایمان یم، په رښتیا لکه چې ما ته څوک اړتیا نه لري، نو … نور ولولئ
ژوند بڼه

د اعتماد په نفس رامنځته کولو لپاره شپږ لارې چارې

  ژباړه: نسیمه محمدي ١ _ د نورو سره له پرتله کولو لاس واخلﺉ؛ څېړونکو موندلې ده هغه کسان چې ځان د نورو سره پرتله کوي، حسادت تجربه کوي. او څومره چې د دوی حسادت زیاتېږي، د ځان پر وړاندې بد احساس لري. ٢ _ ځان د مثبت اندو په کړۍ کې کډ کړﺉ؛ وګړي چې تاسې ورسره وخت تېروﺉ، ستاسې له اټکل زیات ستاسې په فکر او اند اغېز ښندي. که د یوه ځانګړي … نور ولولئ
روغه سټه

سینوزېټ څه ډول ناروغي ده؟

  ژباړه: نسیمه محمدي سينوزېت ناروغي د زکام او ریزش سره د ورته نښو نښانو له امله د خلکو له نظره پټه پاتې کېږي او د وخت په تېرېدو سره مزمنې بڼې ته اوړي چې هم د نارامۍ سبب ګرځي او هم یې درملنه ستونزمنه کېږي. سینوزېت ( Sinusitis) د سینوز د مخاطي غشا( سینوز کوچنۍ کندې دي چې د پوزې دواړو خواوو او د وريځو پورته برخه کې ځای لري او په یوه ډول … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: د ژمي له راتګ د مخه دې افغانانو سره بشري مرستې وشي

د ملګرو ملتونو د کډوالو لویه کمېشنري وايي، که له افغانستان سره په بېړه مرسته ونه شي، د دې هېواد اقتصاد به وپاشل شي او د ژمي له راتګ سره به بشري ناورین رامنځته شي. د دې کمېشنرۍ ویاند بابر بلوچ چې کابل ته راغلی وايي، افغانان له یوې خوا جګړو ځپلې او له بلې خوا وچکالۍ زیانمن کړي دي. بلوچ وايي، د نړیوالې ټولنې ترڅنګ ملګري ملتونه هم د افغانانو ملاتړ ته دوام ورکوي. … نور ولولئ
افغانستان

ترکیه: طالبانو ورسره ژمنه کړې٬ چې ترکيه کې میشت افغان کډوال به راوباسي

د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر امیر خان متقي په مشرۍ پلاوي د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر مولود چاووش اوغلو سره کتلي دي. ترکي چارواکو د کابل هوايي ډګر د چارو سمبالولو موضوع د یوې مهمې موضوع په توګه وړاندې کړې او طالب پلاوي د دوی په رسمیت پېژندل د یوې مهمې غوښتې په توګه مطرحه کړې ده. په دې کتنه کې د نورو موضوعاتو تر څنګ له ترکیې افغانستان ته د ترکیې … نور ولولئ
سپورټ

صديقي ګروپ د نړيوال جام لپاره د کرکټ ملي لوبډله سپانسر کړه

صدیقي ګروپ د نړیوال شل اوریز جام سیالیو لپاره په رسمي توګه د ملي لوبډلې د مالي ملاتړ کوونکي حقوق ترلاسه کړل. یاد ګروپ دغه حقوق د څلور نیم لکه امریکايي ډالرو په بدل کې ترلاسه کړي دي، چې له اصولو سره سمو د لوړې اندازې په پایله کې په نړیوال جام کې د ملي لوبډلې مالي ملاتړ کوونکی وپېژندل شو. د یادونې ده، چې له دې وړاندې داسې ګنګوسې وې، چې ګواکې د شل … نور ولولئ