افغانستان

زلمی خلیلزاد له دندې ګوښه شوی

د افغان سولې لپاره د امریکا خاص استازی زلمی خلیلزاد له خپلې دندې ګوښه شوی دی. د امریکا بهرنیو چارو وزارت تایید کړې ده چې خلیلزاد به نوره دغه دنده پر مخ نه وړي او د افغانستان چارې به د نوموړي مخکینی مرستیال ټام ویست په واشنګټن کې د بهرنیو چارو له وزارت او یا په قطر کې د امریکا له سفارت څخه څاري. سي ان ان ویلي چې لا څرګنده نه ده چې زلمي … نور ولولئ
افغانستان

چین: له افغانستان څخه ژر د جلغوزیو صادرات پيلوو

چین ډاډ ورکړی دی چې له افغانستان څخه به دغه هېواد ته د جلغوزیو د صادراتو بیا پیل ته زمینه برابره کړي. دا څرګندونې په کابل کې د چین لوی سفیر وانګ یو د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست امیرخان متقي سره په لیدنه کې کړې دي. د یاد وزارت په خبره، په دغه ناسته کې د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ترمنځ پر راتلونکې ناستې موافقه شوې ده چې وخت او ځای … نور ولولئ
افغانستان

کرزی: نوی حکومت دې د ملي او نړیوال مشروعیت د خپلولو هڅه وکړي

پخوانی ولسمشر حامد کرزی وایي د افغانستان نوی حکومت باید د ملي او نړیوال مشروعیت د خپلولو په لټه کې شي. نوموړي له امریکا غږ سره په یوه تازه مرکه کې ویلي چې په ملي کچه د طالبانو حکومت د لویې جرګې یا ټاکنو له لارې مشروعیت خپلولی شي؛ خو په نړیواله کچه د نړیوالو قوانینو د عملي کولو له لارې مشروعیت ګټي. هغه ویلي افغانان باید د نوي حکومت تر څنګ ودرېږي، د ثبات … نور ولولئ
افغانستان

مجاهد: د تیلفوني مکالمو نرخ راټیټوو

د افغانستان ا.ا وایي دوی په دې لټه کې دي چې د تلیفوني مکالماتو نرخونه راټيټ کړي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په تازه څرګندونو کې ویلي د مبایلونو له کرېډيټ کارتونو لس سلنه مالیه ا.ا ته راځي او دوی هڅه کوي په دې برخه کې پوره شفافیت رامنځ ته کړي. دده په وینا دمګړی په هېواد کې د تلیفوني مکالماتو نرخونه لوړ دي چې په همدې موخه یې یو هیت … نور ولولئ
افغانستان

قزاقستان له افغانستان سره د ۵ زره ټنه اوړو مرسته اعلان کړه

قزاقستان افغانستان ته د پنځه زره ټنه اوړو د ورکړې ژمنه کړې ده. د راپورونو له مخې د افغانستان لپاره د قزاقستان د ولسمشر ځانګړي استازي یرزان کازيخانوف د رییس الوزرا له مرستیال ملا برادر سره کتلي دي. په دې لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا او نورو اړوندو مسایلو بحث شوی دی. قزاقي لوري ډاډ ورکړی چې دوی تر خپلې وسې د افغانستان تر څنګ درېږي او بشري مرستو ته به ادامه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د خلکو په څهرو بې غرضه موسکا یو ښکلی احساس او غوره نیکي ده

د یو ځوان نقل دی: چې یوې بوډۍ میرمنې خپل ټول عمر په کلیو و بانډو کې تېر کړی و. د لومړي ځل لپاره په الوتکه کې سپره وه. د خپلې لور او زوم لیدو لپاره ښار ته تلله. هغه په الوتکه کې زما تر څنګ سېټ ته کښېناستله. د الوتکې عملې (خدمې) خواړه راوړل. هغې د لومړي ځل لپاره دا ډول خواړه لیدل. نوموړې لومړی د ځانګړي نسج (ټوشو پیپر) پاکټ خلاص کړ او … نور ولولئ
افغانستان

جنرال مبین: پاکستان دې مونږ ته رسمیت غوښتو پر ځای خپل ځان اصلاح کړي

د افغانستان ا.ا د فرهنګي کمیسیون غړي جنرال مبین په یوه تلویزیوني مرکه کې پر پاکستان توندې نیوکې کړې دي. نوموړي ویلي چې د افغانستان په اړه د پاکستان پالیسي کې تغیر نه دی راغلی او له پیله تر اوسه له افغانانو سره د دښمن په څېر چلند کوي. هغه زیاته کړې چې پاکستان ناټو او امریکا ته خپلې دروازې پرانیستي وې خو کله چې خبره د افغانانو د ګټې شوه نو دوی خپلې دروازې … نور ولولئ
سپورټ

ویراټ کوهلي: موخه مو د شل‌اوریزه نړیوال جام ګټل دي

د هندوستان د کرکټ ملې لوبډلې لوبډلمشر ویراټ کوهلي په خپلو تازه څرګندونو کې ویلې، د لوبډلې یوازینۍ موخه یې داده، ترڅو د کرکټ شل‌اوریزه نړیوال جام وګټي. ویراټ کوهلي له رسنیو سره په خبرو کې ویلې، ددې موخې لپاره به تر وروستۍ کچې زیاتې هڅې وکړي.   شل اوریزه نړیوال جام   ټاکل شوې وه د ۲۰۲۰م کال د کرکټ شل اوریزه نړیوال جام د هند په کوربتوب ترسره شوی وای، خو د کورونا … نور ولولئ
افغانستان

آلمان او ترکیې پر افغانستان خبرې کړې دي

د راپورونو له مخې د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د المان له لومړۍ وزیرې انګیلا مېرکل سره پر افغان کډوالو او د افغانستان پر وضعیت خبرې کړې دي. مېرکل ویلي چې دمګړی سلګونه افغان کډوال د قاچاق وړونکو د دسیسو ښکار شوي او په لاره کې قرباني شوي. د نوموړې په وینا نړیوال باید له افغانستان سره بشردوستانه مرستې یقیني کړي څو له دغه هېواد د کډوالو پیل شوې څپه ختمه شي او د … نور ولولئ
افغانستان

ازبکستان کې د کابل-ترمذ-پیښور رېل پټلۍ پر جوړولو خبرې دوام لري

طالبانو له ازبکستان سره د ترمز- کابل-پېښور پر رېللارې خبرې کړې دي. د راپورونو له مخې د ازبکستان او افغانستان ترمنځ یوه نوې کاري ډله جوړه شوې چې دوی به په راتلونکو لسو ورځو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو پر نقشه او مهمو برخو خبرې کوي، طرحه به جوړوي او ددواړو لورو د چارواکو ترمنځ به لاسلیکېږي. ویل کېږي چې دمګړی له ازبکستان سره د ترمذ-کابل- پېښور د رېل پټلۍ په اړه خبرې شوې … نور ولولئ