افغانستان

عامې روغتیا وزارت: د پولیو واکسین د وېش بهیر کې هېڅ خنډ نشته

افغانستان کې د پولیو واکسین د وېش په لاره کې هېڅ راز ستونزې نشته دي. د افغانستان د عامې روغتیا وزارت چارواکي وایي سره له دې چې د نظام له بدلېدو سره په بېلو برخو کې ستونزې رامنځ ته شوې، خو ددې زمینه برابره شوې چې په ټول افغانستان کې د پولیو واکسینو د وېش زمینه برابره کړل شي. عامې روغتیا وزارت دغه راز وایي چې دمګړی د دوی د واکسیناتورۍ ټیمونه په ټول افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: د افغانستان د میلیاردونه ډالر شتمنۍ کنګل به دوام کوي

د امریکا د خزانې وزارت وايي، چې پر طالبانو به بندیزونه دوام کوي. د امریکا د خزانې وزارت مرستیال چې ددغه هېواد کانګرس ته وربلل شوی و، وایي دوی د افغانستان د شاوخوا ۹ میلیارده ډالره شتمنۍ د کنګل مسئلې ته ادامه ورکوي او په خبره یې دا مهمه ده چې پر طالبانو بندیزونه دوام وکړي. هغه ویلي دا د افغانستان د خلکو شتنمي ده او باید د طالبانو لاس ته و نه لوېږي. د … نور ولولئ
افغانستان

سراج الدین حقاني: د ځانمرګو کورنیو ته یوه نمره ځمکه ورکوو

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې وزارت سرپرست وزیر سراج الدین حقاني پرون دوشنبه د ځانمرګو بریدګرو له کورنیو سره کتلي دي. دا لیدنه په انټرکانټیننټل هوټل کې په یوه ناسته کې ترسره شوه. په دې ناسته کې حقاني وویل چې دغو «مجاهدینو او شهیدانو» ته درناوی لرو او هغوی د «اسلام او وطن اتلان» دي. همدارنګه سراج الدین حقاني ځانمرګي بریدګر د «مومن ولس د اتلانو» په نامه یاد کړي … نور ولولئ
افغانستان

خليلزاد: د افغان سولې خبرې د پلان مطابق ترسره نه شوې

د افغانستان لپاره د امریکا متحده ایالاتو د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد خپل د استعفا په سند کې ويلي دي چې هغه به د افغانستان په اړه شوې تیروتنې له افغانانو سره شريکې کړي. اسوشتيد پریس خبري آژانس نن خبر ورکړ چې زلمی خليلزاد به خپله دنده روانه اوونۍ پريږدي. خلیلزاد له دغه اژانس سره په مرکه او خپل د استعفا په سند کې ویلي دي طالبانو سره تړون، له افغانستان څخه د امریکايي قواوو … نور ولولئ
افغانستان

ا.ا: د مسکو ناسته کې له یوه روښانه دریځ سره ګډون کوو

د ا.ا.ا وايي، د مسکو په غونډه کې د خپل دریځ د مطرح کېدو لپاره د موضوعاتو یو بشپړ نوملړ لري. مسکو سبا د افغانستان په اړه د یوې غونډې کوربه دی. دې غونډې ته د افغانستان د ګاونډیانو په ګډون د سیمې او نړۍ ۱۱ هېوادونو استازي ور بلل شوي دي. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستیال او ویاند ذبیح‌ الله مجاهد وايي، پلاوی یې له یوه روښانه دریځ سره دې غونډه کې ګډون … نور ولولئ
افغانستان

انس حقاني: بهر ته تللي هیوادوال دې بیرته را وګرځي

په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر مخکیني غړي انس حقاني په تازه ټویټ پیغامونو کې پر هغو هیوادوالو غږ کړی چې تازه بهر ته تللي او یا اوس ور روان دي. انس حقاني ویلي، چې بیرته هیواد ته را وګرځئ او د هیواد په آبادۍ کې برخه واخلئ. حقاني زیاته کړې چې د بهرنیانو د هغه تبلیغاتو ښکار مه کیږئ چې بهر تګ ته مو هڅوي. نوموړی همدا راز زیاتوي، چې هیواد ته … نور ولولئ
افغانستان

ځانګړي امریکایي څارونکي له افغانستان د تخلییې ماموریت څېړي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړې څارونکي له افغانستان د تخلییې ماموریت څېړي. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې د دغه وزارت ځانګړې پلټونکې ادارې ویلي د کانګریس له پر له پسې غوښتنو وروسته دوی دا پرېکړه کړې چې په کابل کې د تخلیې ماموریت او د امریکا د سفارت کړنې وڅېړي او په اړه یې خپله پرېکړه روښانه کړي. دوی وایي چې د تخلیې په ماموریت کې خورا ستونزې وې، دا بهیر … نور ولولئ
ژوند بڼه

د مېرمنو پر وړاندې له صبر او زغم څخه کار واخلئ!

لیکنه: مستوره محمدي دخوشحاله اوهوسا ژوند لرل د انسان د لومړنیو اړتیاوو څخه ګڼل کیږي. د دې لپاره چې په خپل ژوند کې هوسا واوسئ، نو مهمه خبره دا ده چې یو بل وزغمئ، یو بل ته درناوی او د قدر په سترګه وګورئ. که چېرې زغم او ځان تېرېدنې ته یو بنیادي اصل په سترګه وکتل شي، نو داسې کومه ستونزه او ربړه نه پاتې کېږي، چې حل او هواره نشي. په افغاني ټولنه … نور ولولئ
پوهنه

د حضرت محمد (ص) په اړه د لوېدیځو پوهانو نظریات

د حضرت محمد(ص) د شخصیت او رښتینولۍ په اړه د نړي ډېریو نامتو پوهانو خپل نظریات وړاندې کړي. ځينو یې عقده‌يي چلن کړی او ځينو یې له دیني اختلاف پرته د شخصیت ټولې ښېګڼې ستایلي او ترې منکر شوي نه دي. په دې لړ کې مو د نړۍ د ځينو هغو پوهانو نظریات راخیستي چې مسلمان نه وو؛ خو د حضرت محمد(ص) مسلمان شخصیت هغوی اغېزمن کړي وو. ۱- لیون تولستوی: په دې کې هېڅ … نور ولولئ
افغانستان

امریکا د افغانستان په تړاو د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي

امریکا د افغانستان په تړاو د مسکو په غونډه کې ګډون نه کوي. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس په یوه خبري کنفرانس کې ویلي چې د لوژستیکي ستونزو له امله دوی نه شي کولی د افغانستان په اړه په مسکو کې په جوړېدونکي کنفرانس کې ګډون وکړي. د سرچینې په خبره دوی به په راتلونکو کنفرانسونو کې ارو مرو برخه اخلي خو په دې کې یې ګډون ناشونی دی. تر دې … نور ولولئ