افغانستان

هره ورځ پنځه زره افغان کډوال ایران ته اوړي

هره ورځ پنځه زره افغان کډوال ایران ته اوړي. د کډوالو په برخه کې یوه ناروېژي بنسټ په تازه خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې هره ورځ له افغان خاورې شاوخوا پنځه زره کډوال ایران ته د ننه کېږي او ددې احتمال شته چې دا لړۍ پراخه شي. سرچینه کاږي چې په وروستیو میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ زره افغانان ایران ته اوښتي دي او زرګونه کسان لا هڅه کوي د ژمي تر را رسېدو مخکې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ژوند له ناکامیو څخه مه ناهیلې کېږئ!

لیکنه: مستوره محمدي د انسان ژوند د بریاوو او ناکامیو ټولګه ده. د بریا په خوند هغه وخت پوهېدای شو، چې ناکامي ووینو؛ ځکه همدا ناکامي ده چې موږ د بریالیتوب په ارزښت اواهمیت پوهوي. د ارواښاد قیام الدین خادم وینا ده، چې وایي: « د ژوند ناکامي په حقیقت کې هغه کسان غواړي چې د کامیابۍ وړ وي.» خومهمه خبره دا ده چې څنګه کولای شو د خپلو بریاوو په قدر او د خپلو … نور ولولئ
ټیکنالوژي

بېل ګېټس؛ د وباګانو سره د مبارزې لپاره په ټکنالوژۍ پانګونه اړینه ده

د مایکرو سافت کمپنۍ بنسټ ايښودونکي وویل: د ناروغیو سره د مبارزې لپاره، بشریت په ټکنالوژۍ کې پانګونې ته اړتیا لري. ښاغلي ګېټس د تروریزم د نوې ګواښ په اړه وویل: وبایي ناروغۍ کولای شي په راتلونکې کې نړۍ وګواښوي، نه یوازې د طبیعي لاملونو، بلکې د بیوترورېست بریدګرو په دلیل. ګېټس وویل: دا ډول وبا ګانې کولای شي د کوويډ ٢ – سارس کورونا وایروس څخه ګواښوونکي وي. دا مېلیارډر باوري دی، چې د … نور ولولئ
افغانستان

امریکا: له طالبانو سره په مستقیم ډول مرستو ته چمتو نه یو

امریکا د ملي امنیت سلاکار جک سلیوان وايي، چې امریکا لاهم له افغانستان سره د مرستې لپاره چمتو نه ده او لا وختي، ده چې د امریکا حکومت په دې اړه پرېکړه وکړي. هغه چې د امریکا سي ان ان ټلویزون سره خبرې کولې ویلي، طالبان تراوسه نه دي توانېدلي چې د ټول ګډونه حکومت د جوړېدو لپاره د پام وړ زمینه برابره کړي. نوموړي زیاته کړې، امریکا په دې وضعیت کې نه ده، چې … نور ولولئ
افغانستان

پاکستان: که مو پاکستاني طالبانو سره خبرې بریالۍ نه شوې، افغان طالبان به یې وځپي

پاکستاني چارواکي وایي، چې افغان طالبانو ورته ډاډ ورکړی چې که د پاکستان حکومت سره د پاکستاني طالبانو خبرې ناکامه شي، دوی به یې په ضد پوځي عمليات وکړي. د ایکسپریس ټربیون پاکستانۍ ورځپاڼې لیکلي، چې طالب چارواکو ژمنه کړې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد هېڅکله ونه‌کارول شي. د افغانستان لپاره د پاکستان سفير منصور احمد خان یادې ورځپانې ته ویلي، چې دوی د هرې لارې مسله هواروي او زياته کړې … نور ولولئ
خوندیتوب

د حافظې د لاسه ورکولو لامل

ژباړه پوهانو په امریکا کې اعلان کړې چې کم خوبي او ژورخفګان حافظه کموي. دا وخوره نه هغه( Eat this! Not that) پورتا په خپل راپور کې ویلي چې د کمخوبۍ او ژورخګان ترڅنګ، زړښت هم د حافظې د لاسه ورکولو اصلي لامل دی. څرنګه چې پوهانو ویلي، ځینې وخت هېرېدل عادي دي او ستونزه نه ښيي. د هغوی په باور د وخت په تېرېدو د بدن په په بعضو برخو کې بدلونونه رامنځته کېږي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ښځې او د اوښکو فلسفه

ژباړه: نوید صهیب یوه زوی له خپلې مور څخه وپوښتل: مورې ولې ژاړې؟ ځواب یې ورکړ: دا ځکه چې زه یوه ښځه یم. زوی یې ویل مورې زه په دې نه پوهېږم!، مور یې ښکل کړ او ورته ویې ویل: زویه ته به هېڅکله په دې ونه پوهیږې. زوی یې له پلار وپوښتل: پلاره! مور مې ولې هر وخت بې ځایه ژاړي!؟. پلار یې وه ویل: د نړۍ ټولې ښځې همداسې بې ځایه او ډیرې … نور ولولئ
افغانستان

نظام ته درناوی؛ نظام د شموليت په معنا

ژباړه: فاطمه صالحي هغه نظام چې موږ ورڅخه يادونه کوو يوازې د حکومت، تګ راتګ او يا هم د کار د قوانينو مربوط نه بلکې د شموليت په مانا دی چې ډير لوی او د ژوند زياتره اړخونه په خپل ځان کې رانغاړي. زموږ ژوند او اړيکې په يو ځانګړي نظام کې تنظيم شوې چې بايد ورته پاملرنه وکړل شي. اسلام موږ او تاسو ته حکم کوي چې خپل ژوند او کارونه منظم کړو تردې … نور ولولئ
افغانستان

پتریوس: افغانستان کې مو سترې تېروتنې وکړې

امریکايي نظامیان وایي دوی په افغانستان کې سترې تېروتنې کړې دي. د امریکا یوه پخواني پوځي جنرال ډېوېډ پټریوس چې پر مهمو څوکیو یې دنده ترسره کړې وايي، امریکا په افغانستان کې سترې تېروتنې وکړې چې له امله یې له اوسنۍ پایلې سره مخ دي. هغه وایي دوی په افغانستان کې له جګړې سره هممهاله په عراق کې نښتې پيل کړې، چې دا مسئله افغانستان ته د لږ پاملرنې سبب شوه او امریکايي حکومت میلیاردونه … نور ولولئ
افغانستان

چین: افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې اسانتیا راولو

چین افغان سوداګرو ته د وېزو په ورکړه کې اسانتیا راولي. د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي په کابل کې د چین له سفیر وانګ یو سره کتلي دي. په دې لیدنه کې پر دوه اړخیزو اړیکو او اقتصادي مسایلو خبرې شوې دي. چینايي لوري ویلي چې دوی له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا په لټه کې دي او … نور ولولئ