افغانستان

ملګري ملتونه: افغانستان سره مو دوه میلیارده ډالر مرسته کړې ده

ملګري ملتونه وايي په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستان سره دوه میلیارده ډالر مرسته کړې ده. د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې او د یونما مشرې په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي چې دوی له افغانستان سره بشردوستانه مرستو ته ژمن دي او په تېرو څو میاشتو کې یې له افغانستان سره د دوو میلیاردو ډالرو په ارزښت مرسته کړې ده. نوموړې د مرکزي بانک له مشر سره په لیدنه کې … نور ولولئ
افغانستان

سوداګرۍ وزارت: ښځې د اسلامي او ملي ارزښتونو مطابق سوداګري کولی شي

د افغانستان ا.ا د سوداګرۍ وزارت چارواکي وایي، چې د نوې سوداګریزې تګلارې په عملي کېدو سره به تر یوه حده د خلکو ستونزو ته رسېدګي وشي. د یاد وزارت مرستیال عبدالطیف نظري یوې خبري غونډې ته ویلي چې له نوې اقتصادي تګلارې سره سم دغه راز ټول بهرني او کورني سوداګر چې په افغانستان کې د پانګونې لېوالتیا ولري، بې له کومې وېرې پانګونه کولی شي. هغه زیاته کړې ده چې ښځینه سوداګرې هم … نور ولولئ
افغانستان

د اوکراین کړکېچ؛ غربي هېوادونو پر روسیه نوي بندیزونه وضع کړل

امریکا او ځینو نورو غربي هېوادونو پر روسیه نوي بندیزونه وضع کړي دي. المان له روسیې سره د ګاز د لېږد د سترې پروژې چارې ځنډولې دي، امریکا ددغه هېواد پر نظامي او ځينې ملکي بانکونو نوي بندیزونه وضع کړل، فرانسې هم د ځینو اقداماتو خبرداری ورکړی دی او کاناډا هم له روسي اشخاصو او بانکونو سره راکړه ورکړه بنده کړه. دغه راز غربي هېوادونو پر پوتین تور پورې کړی چې یو ځل بیا غواړي … نور ولولئ
افغانستان

سور صلیب: افغانستان کې مرستو ته اړ کسانو شمېر ۳۰ سلنه لوړ شوی

په افغانستان کې بشردوستانه مرستو ته د اړ کسانو شمېره ۳۰ سلنه لوړه شوې ده. د نړیوال سره صلیب کمېټې مطبوعاتي برخې په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي چې لوږه، بېوزلي او کډوالي افغانان ځوروي او د اړمنو کسانو شمېر ورځ تر بلې ډېرېږي. سرچینه همدا راز وایي، چې دمګړی بشردوستانه مرستو ته د اړ کسانو شمېر کې دېرش سلنه ډېروالی راغلی دی. یاده اداره وایي چې په افغانستان کې همدا اوس شاوخوا ۲۴،۴ میلیونه … نور ولولئ
افغانستان

امریکايي وګړي: د بېوزله افغانانو پر ځای باید له عربستان غرامت واخلو

د سپټمبر د پېښې قربانیانو کورنۍ وایي افغانان پخپله د ترهګرۍ قرباني دي. ددغه کورنیو ځینو استازو له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چې دوی د افغانستان پر خلکو مستقیمه ادعا نه لري؛ نو د بايډن حکومت ته په کار نه ده چې د ملکي افغانانو په شتمنیو کې تصرف وکړي. دوی وایي افغانستان په خپله په تېرو شلو کلونو کې د ترهګرۍ قرباني دی او ددې جدي اړتیا ده چې له دوی سره … نور ولولئ
افغانستان

ویلیم برد: د افغانستان اقتصاد ژغورل باید زموږ لومړیتوب وي

د افغانستان د اقتصاد ژغورل باید د نړیوالې ټولنې لومړیتوب وي. په افغانستان کې د نړیوال بانک پخواني مشر ویلیام برد په تازه مرکه کې ویلي چې د افغانستان اقتصاد له کلونو راهیسې مخ پر ځوړ و. دده په وینا د جګړو دوام او وچکالۍ هغه ستر لاملونه وو، چې د افغانستان اقتصاد یې کمزوری کړی و. نوموړی زیاتوي دمګړی باید د نړیوالې ټولنې تر ټولو ستر لومړیتوب دا وي، چې د افغانستان اقتصاد وژغوري … نور ولولئ
سیاست

ولادمیر زیلینسکي: پر خپله خاوره خپل اختیار غواړو، له هیچا مو سترګه نه سوځي

وروسته تر هغه چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین تجزیه او بېلو کړو برخو ته یې واکمنان وټاکل او دغه راز یې خپل ځواکونه یادو سیمو ته ولېږل، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکې ویلي چې دوی له هیچا او هیڅ هېواد څخه نه وېرېږي. نوموړي د پوتین اقدام غندلی دی او زیاته کړې یې ده چې دوی پر خپله خاوره خپل اختیار غواړي او هغه څوک چې د دوی په چارو کې مداخله کوي … نور ولولئ
سیاست

اوکراین او نړیوال غبرګونونه؛فرانسې، المان او امریکا د پوتین پرېکړه غندلې ده

د نړۍ ګڼو هېوادونو د اوکراین پر وړاندې د روسیې پر پرېکړه غبرګونونه ښوودلي دي. د فرانسې ولسمشر او همدا راز د المان لومړي وزیر ویلي، روسیې د سولې هڅې ناکامې کړې او نوو ناندریو ته یې لار پرانیسته. دوی ویلي چې د روسیې دا کار غندي. له دې سره جوخت د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن په ټوېټ پیغامونو کې ویلي، ژر او پر وخت باید د روسیې د اقدام ځواب وویل … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان ته د هندي غنمو لېږد پیل شو

ټاکل شوې چې د هند د مرسته شوو غنمو لومړۍ جوپه نن افغانستان ته حرکت وکړي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې هند او پاکستان هوکړه وکړه چې افغانستان ته د مرسته شوو غنمو لېږد پيل شي. ټاکل شوې چې نن سه شنبه ددې غنمو لومړنۍ محموله له واګه بندر تېره شي او د افغانستان پر لور حرکت وکړي. هند شاوخوا پنځه میاشتې وړاندې له افغانستان سره د ۵۰ زره ټنه غنمو مرسته اعلان … نور ولولئ
سیاست

پوتین اوکراین تجزیه کړ؛ دوو نوو برخو ته یې ولسمشران معرفي کړل

پوتین د اوکراین دوې برخې د مستقلو هېوادونو په توګه په رسمیت وپېژندلې. د روسیې ولسمشر ویلاديمیر پوتین تېره شپه د روسیې تونتسک او لوهانسک سیمې د مستقلو سیمو په توګه په رسمیت وپېژندلې او ویل کېږي چې دغه سیمو ته یې ولسمشران معرفي کړل. دغه سیمې د بیلتونپالو په لاس کې وي او اوس پوتین هغه سیمو ته د خپلو سرتېرو د لېږلو فرمان هم لاسلیک کړی دی. دې مسئلې د امریکا او اروپا … نور ولولئ