افغانستان

هرات کې د زعفرانو حاصلاتو کې کموالی راغلی

د افغانستان د زعفرانو په تولید کې کموالی راغلی دی. د راپورونو له مخې د هرات ولایت د کرنې ریاست وایي چې په دغه ولایت کې د وچکالۍ له امله د زعفرانو په حاصلاتو کې پنځوس سلنه کموالی راغلی دی. د کرنې ریاست مسوولین وایي چې تېر کال په دغه ولایت کې د زعفرانو شاوخوا شل ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو، خو روان کال دا کچه یوازې لس ټنه کېږي. د هرات ولایت ځايي چارواکي … نور ولولئ
سیاست

پي‌ټي‌ایم: د علي وزیر ضمانت شوی دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ د مخکښ غړی علي وزیر ضمانت شوی دی. د یاد غورځنګ غړو ویلي چې بې ګناه علي وزیر تر یو کال زنداني کېدو وروسته به په ضمانت راخوشې شي. د یادونې ده چې پاکستاني حکومت یو کال مخکې د پښتون ژغورنې غورځنګ او د پارلمان غړی علي وزیر د پاکستاني حکومت پر ضد د پاروونکو څرګندونو او دغه راز په یو شمېر بریدونو کې د لاس لرلو په تور ونیو او … نور ولولئ
افغانستان

ریاست الوزرا: نړۍ دې د فشار پر ځای خبرو ته را مخکې شي

د افغانستان ا.ا د رییس الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر وایي چې ا.ا د رسمیت پېژندنې لپاره د نړۍ ټول شرایط پوره کړي دي او نړیواله ټولنه باید له قید او شرط پرته له افغانستان سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې ده چې نړیواله ټولنه دې ټولې ستونزې د فشار پر ځای د خبرو اترو له لارې حل کړي. نوموړي دا څرګندونې د افغانستان لپاره د ازبیکستان له ځانګړي استازي سره … نور ولولئ
افغانستان

د ناټو دوه ورځنۍ غونډه؛ پر افغانستان هم خبرې کېږي

نن د افغانستان او نورو موضوعاتو په اړه د ناټو د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه پیلېږي. د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ تر غونډې مخکې خبریالانو ته ویلي چې افغانستان هم ددې دوه ورځنۍ غونډې په اجنډا کې شامل دی. هغه ویلي چې د افغانستان پر اوسني وضعیت، له دغه هېواد د بهرنیو سرتېرو تر وتلو وروسته رامنځ ته شوو اندېښنو، د ترهګرۍ ضد مبارزې او نورو اړوندو مسایلو خبرې کېږي. هغه یو ځل بیا … نور ولولئ
افغانستان

جنوبي کوریا له افغانستان سره ۳۲ میلیونه ډالر مرسته اعلان کړه

جنوبي کوریا له افغانستان سره ۳۲ میلیونه ډالر بشردوستانه مرسته اعلان کړې ده. د جنوبي کوریا بهرنیو چارو وزارت وایي چې په افغانستان کې بشري وضعیت د اندېښنې وړ دی او دوی هڅه کوي د انسانانو د ژغورنې لپاره له دغه هېواد سره مرسته وکړي. جنوبي کوریا وایي چې دوی د خوړو نړیوال پروګرام ته په افغانستان کې د ناورین د مخنیوي په موخه ۳۲ میلیونه ډالر ورکوي. بلخوا په جنوبي کوریا کې افغان سفیر … نور ولولئ
افغانستان

اروپايي ټولنه: افغانستان سره د مرستو لپاره مو خپل شرطونه واضح کړل

اروپايي ټولنه وایي افغان لوري ته یې د خپلو مرستو او همکاریو شرطونه واضح کړي دي. د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي توماس نیکلاسون په تازه څرګندونو کې ویلي چې په دوحه کې یې له افغان پلاوي سره پر مهمو مسایلو خبرې او بحثونه لرل. دده په وینا افغان لوري ته یې د خپلو مرستو لپاره شرایط واضح کړي او دغه ډلې هم ژمنه کړې چې عملي کوي یې. د توماس په خبره … نور ولولئ
افغانستان

اوچا: افغانستان کې د نړۍ ستر بشري ناورین رامنځ ته کېږي

په افغانستان کې د نړۍ تر ټولو ستر بشري ناورین د رامنځ ته کېدو په حال کې دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې په یوه راپور کې ویلي چې په افغانستان کې له هرو دوو کسانو یو یې د یو وخت ډوډۍ په پیدا کولو پورې حیران دی. سرچینه همدا راز وایي چې په افغانستان کې له هرو دوو ماشومانو یو یې په خوارځواکۍ اخته شوی دی. اوچا وايي نړیوالې ټولنې … نور ولولئ
افغانستان

نړیوال بانک د افغانستان له کنګل شویو پیسو ۵۰۰ میلیونه ډالر ازادوي

نړیوال بانک د افغانستان د یوې برخې شتمنۍ پر ازادولو بحثونه کوي. د رویټرز د راپور له مخې نړیوال بانک له امریکا سره تر مشورو وروسته نن پر دې بحث کوي چې د افغانستان یوه برخه شتمني د بشردوستانه مرستو او همکاریو لپاره ازاده کړي کنه. سرچینه وايي نړیوال بانک پرېکړه کړې چې په افغانستان کې د بشري ناورین د مخنیوي لپاره د دغه هېواد د کنګل شوو پیسو یوه برخه، د بیا رغونې له … نور ولولئ
سیاست

پښتین: پاکستان په لوی لاس پښتانه د مرګ کندې ته ټېل وهي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په کویټه کې یوې احتجاجي ناستې ته په خبرو کې یو ځل بیا پر پاکستاني ریاست توندې نیوکې کړې دي. هغه ویلي چې پاکستان په لوی لاس پښتانه د مرګ کندې ته ټېل وهي. نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې پاکستانی ریاست هغه پښتانه ځوانان چې په پوځ کې کار کوي د بلوڅو سره د جګړې لپاره بلوچستان ته لېږي. پښتین ټینګار کړی دی … نور ولولئ
افغانستان

بهرنیو چارو وزارت ۵ زره پاسپورټونه سعودي ته لېږلي

د افغانستان ا.ا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغه وزارت د سرپرست مولوي امیرخان متقي په حکم او د کونسلي چارو د رییس مولوي محمد شفیق خطیب په هڅو پنځه زره جلده پاسپورټونه په سعودي عربستان کې د افغانستان لوی سفارت ته استول شوي دي. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د بهرنیو چارو وزارت رهبري هڅه کوي چې د نړۍ په کچه د افغانانو ستونزو ته پوره رسیدګي وکړي او په … نور ولولئ