افغانستان

اروپایي ټولنه: د سولې پروسې ناکامېدل به یو ځل بیا کورنۍ جګړې رامنځته کړي

د اروپایي ټولنې کمشنر وایې چې افعانستان به یو ځل بیا له کورنۍ جګړې سره مخامخ شي. د اروپايي ټولنې د کړکېچ د اداره کولو کمشنر یانیز لینارچیچ ویلي چې افغانستان کې د تاوتریخوالي له زیاتېدو سره به یو ځل بیا دغه هېواد د کورنیو جګرو ښکار شي. نوموړي چې له افغانستان نه لیدنه کوله وویل چې امکان لري د سولې خبرې له ماتې سره مخ شي. ده ټینګار کړی چې دواړه لوري باید هڅه … نور ولولئ
افغانستان

د افغان دولت مرکچي پلاوي له هیوادوالو سره آنلاین ناسته کې خبرې وکړې

په دوحه کې د افغان دولت او طالبانو د مذاکراتي ټیمونو تر منځ د خبرو ټکني کېدو سره افغان مرکچي پلاوي له خلکو سره د خبرو اترو لړۍ پیل کړې ده. د سولې په چارو کې د دولت وزارت وایي چې د حکومت د مرکچي پلاوي ځینو غړیو پرون د کندهار ولایت له اوسېدونکو سره آنلاین غونده کړې. ددې وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې ناسته کې ګډونوالو د سولې په چوکاټ کې پر بشري حقونو، زده‌کړو، … نور ولولئ
پوهنه

د فقهي قواعدو تاريخچه

لیکنه او راټولونه: مهر تاج دا کره او منلې خبره ده چې فقهي قواعد نه خو په يو ځل تدوين/ترتيب شوي _بلکې د فقهاۇ په مټ کرار-کرار يې مضمون درک شوی، د نصوصو له دلالتونو يې د الفاظو جوړښت ترتيب شوی…_ او نه هم د هرې قاعدې جوړونکی معلوم دی، بلکې د دريمې/څلورمې طبقي علماۇ (اهل التخريج والترجيح) يې استنباط او ترتيب کړی، پرته له هغو قاعدو چې صريح نص پرې راغلی وي، چې واضحه … نور ولولئ
افغانستان

ایران: د طالبانو په دریځ او تګلاره کې بدلون نه دی راغلی

د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیر حنیف اتمر د افغانستان لپاره د ایران له ځانګړي استازي ابراهیم طاهریان سره لیدلي دي. طاهریان په دې لیدنه کې ایران ته د طالبانو د وروستي سفر په اړه وضاحت او معلومات ورکړي دي. نوموړي ویلي ایران د سولې په اړه له طالبانو سره اوږدې خبرې لرلې خو داسې ښکاري چې دغه ډله پر خپل پخواني دریځ او … نور ولولئ
سپورټ

قیس احمد: تل هڅه کوم، چې خپل هیواد او هیوادوالو ته خوښي راوړم

لیکنه: محمدصابر حمیدي د کرکټ افغان لوبغاړی قیس احمد چې د نړۍ په ګڼو کرکټ لیګونو کې لوبېدلی وایي، تل خوارۍ کوي تر څو خپل وطن او وطنوالو ته خوښي وروبخښي. هغه چې د کرکټ سل توپونو په لیګ کې تازه د ویلش پایر لوبډلې سره یوځای شوی وایي، زه به په یاد لیګ کې هم د هیوادوالو د دوعاوو په مټ ښه وځلېږم. قیس احمد لیکلې: ‹‹لومړی د پاک رب ج ډیر شکر ادا … نور ولولئ
سپورټ

نوین الحق د ویسټ انډیز په کورني لیګ کې یوځل بیا له ګیانا امازون سره یوځای شو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د ویسټ انډیز هیواد د کرکټ په کورنیو تجارتې لوبو کې د افغانستان کرکټ ملې لوبډلې ځوان چټک توپ اچونکی نوین الحق د خپلې پخوانۍ لوبډلې ګیانا امازون وایررز لوبډلې سره یوځای شو. نوین الحق چې تېر کال هم په دې لیګ کې له ګیانا امازون لوبډلې سره لوبېدلی و، د سږ کال لپاره پر یوځای کېدو یې خوښي ښوودلې. هغه پر خپلې رسمې ټویټرپاڼې لیکلې، ستاسو ریښتنی ورور خوښ دی، چې … نور ولولئ
سپورټ

د کرکټ غوره ډګر ساتونکي؛ یو افغان لوبغاړی هم پکې دی

د کرکټ په برخه کې ډګر ساتنه مهمه برخه ده، چې لوبغاړي باید د توپ اچونې او توپوهنې سره سره ښه فیلډر یا ډګر ساتونکی هم وي. په هره لوبډله کې چې کوم لوبغاړی توپوهونکی او یا هم ښه توپ اچوونکی وي، خو چې د ډګر ساتنې برخه کې کمزوری وي، نو بیا د غوراوي کمېټه د لوبو انتخاب لپاره د ډګر ساتنې برخه کې د کمزوري لوبغاړي په اخېستلو کې دلسچپي نه ښيي. په … نور ولولئ
سپورټ

د زِمبابوې او افغانستان لوبو ته د افغانانو غبرګون

کرکټ بورډ اعلان کړی، چې راتلونکې مارچ میاشت کې له زِمبابوې سره دوه ټېسټ او درې شل اوریزې لوبې کوي. دوی د چهارشنبې په ورځ د فبروري په ۴ مه د لوبو د سپانسر لپاره هم په خپله رسمي فیسبوک پاڼه اعلان کړی، چې که کوم شرکت یا سوداګر دلچسپي لري، چې د افغانستان او زِمبابوې لوبلړۍ سپانسر کړي، کولای شي خپل غوښتنلیکونه کرکټ بورډ ته وسپاري. دغه پوسټ ته د چهارشنبې تر مازیګره نږدې … نور ولولئ
سپورټ

د افغانستان راتلونکې لوبې

د کرېک سکېجول په نامه وېب پاڼې د افغانستان د راتلونکو لوبو مهالوېش داسې خپور کړی دی. د مارچ میاشت کې دوه ټېسټ او درې شل اوریزې لوبې له زِمبابوې سره، له مارچ وروسته په اپرېل کې له هندوستان سره درې یو ورځنۍ لوبې لري. د جون په میاشت کې اسیا جام پیلیږي، چې یا به پاکستان او یا به هم سریلانکا کې وشي. جولای میاشت کې چې د عیسوي کال اوومه میاشت ده، افغان … نور ولولئ
ادبیات

توره نجلۍ څه وايي؟

لیکنه : امان الله حنیفي «د ښوونځي په لومړي ټولګي کې په لومړي نمبر راغلی وم او د ښوونځي ادارې په ستاینلیک ونازولم، دا هغه لومړۍ خوښي او ویاړ و چې د لومړي ځل لپاره مې د خپلې کورنۍ په برخه کړی و. د ځان ستاینه نه کوم، خو په ټوله کې لایقه هلک وم…» د ناول پيل چې په ډيالوګ او یا هم د یوې صحنې په انځور وشي، لوستونکي ته هومره په زړه … نور ولولئ