سپورټ

کرېس ګېل کرکټ کې د پاتې کېدو ثبوت ورکړ!

کرېس ګېل چې ۴۱ کاله عمر لري د ۲۰۲۰ کال په وروستۍ میاشت کې یې ویلي وو، چې هغه پنځه کاله نور کرکټ هم کولای شي. که وګورو کرېس ګېل له ډېرو توپوهونکو ښه ځلېږي او خورا ښه توپوهنه کوي. په ۲۰۲۰ آی پي اېل کې یې د پنجاب لوبډلې لپاره په وروستیو کې د اوړو پوزه کېښوده او جالبې لوبې یې نندارې ته وړاندې کړې. یوه یې سلیزه ووهله، یو ځل په ۹۹ منډو … نور ولولئ
افغانستان

کرنې وزارت: هېواد کې د زعفرانو سږني حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېدلي

د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت وايي چې په هېواد کې د زعفرانو سږني حاصلات ۲۱ ټنو ته رسېدلي. د یاد وزارت په وینا، هرات، بلخ، فاریاب، کندز، فراه او دایکندي هغه ولایتونه دي، چې د هېواد تر ټولو ډېر زعفران تولیدوي. د کرنې وزارت ویاند اکبر رستمي ویلي، د زعفرانو ۴۰۷ ننداریزې کروندې جوړول،۸۶۰ زعفران کارو مېرمنو ته روزنه ورکول، یو زر او ۸۸۸ نارینه زعفران کارانو ته روزنه ورکول، زعفران کارانو ته … نور ولولئ
سپورټ

د ټي ټین لیګ څلورم پړاو؛ اتلولې یې نارترن وایررز لوبډلې خپله کړه

لیکنه: محمدصابر حمیدي د متحده عربي اماراتو د کرکټ لس اوریزه لیګ د جنورۍ میاشتې په ۲۸مه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوی و، چې پرون شنبه د فیبرورۍ په ۶مه نېټه د نارترن وایررز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېد. د نارترن وایررز سره ددې لیګ پایلوبې ته ډهلي بولز لوبډلې لاره پیداکړې وه، چې وایررز لوبډلې په اتو ویکټو ډهلي بولز ته ماته ورکړه. د پایلوبې حال په یاده پایلوبه کې … نور ولولئ
سپورټ

بیګ باش لیګ پای ته ورسېد؛ سږ کال پکې ۵ افغان لوبغاړي ولوبېدل

لیکنه: محمدصابر حمیدي د اسټرالیا کورنۍ تجارتې سیالۍ د ډیسمبر میاشتې په درېیمه نېټه د اتو لوبډلو ترمنځ پیل شوي وې، چې پرون شنبه د سیډني سیکسرز لوبډلې په اتلولۍ سره پای ته ورسېدې. ددې ټورنمنټ په پایلوبه کې سیډني سیکسرز لوبډله د پیرت سکارچرز لوبډلې سره مخ شوه، چې سیډني سیکسرز لوبډلې په ۲۷ منډو بریا خپله کړه او د درېیم ځلې لپاره یې لومړی مقام وګاټه. Soak it up, @SixersBBL fans 🏆🏆 #BBL10 … نور ولولئ
سپورټ

یوازې څلور ورځې وروسته؛ احمدولي هوتک د برازیلي سیال په وړاندې

لیکنه: محمدصابر حمیدي د افغانستان د ازادې مبارزې تکړه او نامتو لوبغاړی احمدولي هوتک دا ځلې په هیواد دننه کابل کې د یوه سرسخته او تکړه برازیلي سیال لیونارډو باربوسا په وړاندې لوبیږي. دا لوبه راتلونکې پنجشنبه ترسره کیږي، چې یک ټلوېزیون به یې په ژوندۍ بڼه خپره کړې. ښاغلي هوتک پر خپلې رسمې فیسبوک پاڼې لیکلې، چې دې لوبې ته یې تمرینونه ترسره کړې او ورته بشپړ چمتوالی لري. https://www.facebook.com/1931713003731107/posts/2930401277195603/ احمدولي هوتک څه موده … نور ولولئ
سپورټ

نوراحمد تر ټولو کم عمره لوبغاړی دی، چې د IPL بولي ته یې نوملیکنه کړې

لیکنه: محمدصابر حمیدي ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو مراسم د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په چینای ښار کې ترسره شي. دې لیګ په یوې خبرپاڼه کې ویلې، چې بولي ته ټول ټال ۱۰۹۷ لوبغاړو نوملیکنه کړې، چې ۸۱۴ خپله هندي او ۲۸۳ بیا بهرني لوبغاړي دي. خبرپاڼه کې راغلې، چې د یادو ۱۰۹۷ لوبغاړو له ډلې اته ګډونوالې لوبډلې یوازې ۶۱ لوبغاړي اخیستلای شي. بل پلوه … نور ولولئ
افغانستان

محب: طالبان د نظام ړنګېدل غواړي

د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ویلي، طالبان د قدرت د ترلاسه کولو په لټه کې دي او هڅه کوي چې نظام را نسکور کړي. د محب په خبره طالب ته له ځان بغیر بل څوک نه مسلمان معلومېږي او نه هم افغان. د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب نن د لوړپوړو امنیتي مسوولانو د خبري ناستې پر مهال د خبریالانو پوښتنو ته په ځواب کې وویل، طالبانو د مذاکراتي پلاوو ناستې پرېښودې … نور ولولئ
افغانستان

د طالب پلاوي سفرونه؛ افغان پلاوی د مذاکراتو پر دوام ټینګار کوي

د افغان حکومت د مذاکراتي پلاوي مشر معصوم ستانکزي د سولې د بهیر پر چټکتیا ټينګار کړی. معصوم ستانکزی ویلي، د سولې بهیر باید چټک شي خو ټینګار کوي چې په دغه بهیرکې بېړه باید د افغانستان د خلکو ګټې له خطر سره مخ نه‌ کړي. نوموړی زیاتوي، چې د افغانستان د سولې بهیر په اړه ملي، سیمه‌ ييزه او نړیواله اجماع رامنځته شوې ده او زیاته کړې یې ده چې د سولې په بهیر … نور ولولئ
افغانستان

طالب پلاوی ترکمنستان ته تللی

د طالبانو د سیاسي دفتر یو پلاوی، چې مشري یې د یادې ډلې سیاسي مرستیال ملا برادر اخند کوي، د ترکمنستان  په رسمي بلنه دې هیواد ته تللی دی. د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم وردګ پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې دغه پلاوی تېر ماښام ترکمنستان ته رسیدلی دی. هغه لیکلي: «په دغه سفر کې به د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ مسائلو، تجارتي اړیکو، سیاسي پرمختګونو او نورو اړوندو موضوعاتو بحث او … نور ولولئ
سپورټ

د IPL بولي ته ۱۰۹۷ لوبغاړو نوملیکنه کړې؛ ۳۰ پکې افغانان دي

لیکنه: محمدصابر حمیدي ټاکل شوې د هند آی پي ایل سیالیو ته د لوبغاړو رانیولو مراسم د روانې فیبرورۍ میاشتې په ۱۸مه نېټه په چینای ښار کې ترسره شي. دې لیګ په یوې خبرپاڼه کې ویلې، چې بولي ته ټول ټال ۱۰۹۷ لوبغاړو نوملیکنه کړې، چې ۸۱۴ خپله هندي او ۲۸۳ بیا بهرني لوبغاړي دي. خبرپاڼه کې راغلې، چې د یادو ۱۰۹۷ لوبغاړو له ډلې اته ګډونوالې لوبډلې یوازې ۶۱ لوبغاړي اخیستلای شي. https://www.facebook.com/69553328633/posts/10158006747603634/ د … نور ولولئ